ډیوه، د شمع نظامي کالم: افغان ماشومان سياسي کارپوهان

د خپريدو وخت: 13:10 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

دا د کلي بې ښونځي نازولي دي.

که له ورايه د ماشومانو ناستې ډلګۍ ګورو، تمه به مو دا وي چې په خپل ماشومانه خوب به اخته وي. له شګو به کوټنۍ جوړوي او څوک به په کې امير او څوک وزير وي.

د پيريانود امپراطورۍ کيسې به کوي. له کاڼو به سړي جوړوي او ور باندې به خپلې خيالي ماڼۍ په ډبرو ولي.

له کاڼو جوړ انسانان به په کې دا نه ګوري چې د ماشوم په تنکيو ګوتو د شګو دا محلونه ورانول به ګنا لري که نه؟

ماشومان دا په خوارۍ جوړ کړى ښار چې سهار وختي پسې له موره ورک وي، که وږي شي له يو وار يې په پښو ړنګوي او په په خپله مخه ځي.

دا د کلي بې ښونځي نازولي دي.

که د ښونځي ماشومان په پينډه ناست وي نو په هغوی به مو ګومان دا کېږي چې د دوی خو به بحث په دې وي چې يو جمعه دوه درې کېږي او په خوا کې ناست ملګرى به يې نه مني چې ګوندې څلور کېږي.

""که له طالبانو سره جهازونه وای او بي ۲۰۰ الوتکې يې درلودلی نو يوه ورځ هم ور سره امريکايانو جګړه نه شوای کولى"."

يا خو به په جغرافيه سره نښتي وي. يو به يې وايي چې د افغانستان سوېل ته پاکستان پروت دی او نور ملګري به يې په غصه وي چې نه هندوستان دى.

خو نه!

د نن ماشومان داسې نه دي. په لاره مې د دوو ګلاليو کږچنیانو خبرو ته غوږونه څک کړل او چې ښه سره تاوده شو زه هم پښه نيولې شوم.

يوه يې ويل "که له طالبانو سره جهازونه وای او بي ۲۰۰ الوتکې يې درلودلی نو يوه ورځ هم ور سره امريکايانو جګړه نه شوای کولى".

هغه بل په خوله کې خبره ور وچه کړه. ورته و يې وويل "تا نه دي اورېدلي چې امريکايان له هوا په ځمکه څلور انچه شى ليدلى شي"؟

د ملګري ځواب يې هم ژر و: "دا هسې لګيا دي. هغه اسامه چېرې و او دوی ړانده چېرې ګرځېدل".

بحث دې ته ورسېده چې يو يې له بله خپه روان شو. له وړاندې ور پسې يوه مخ را واړوه: "ياره له ٢٠١٤ وروسته به دې ياران مالوم شي چې په څه چل تښتي. هغه بله ور چيغه کړه ستا ياران به هم را نه شي".

""تا نه دي اورېدلي چې امريکايان له هوا په ځمکه څلور انچه شى ليدلى شي"؟"

ښه چې ماشومان مو دومره په سياست کې ښکېل دي. پوښتنه دا ده چې د لويانوبه څه حال وي؟

ولې ماشوم ته ټوله شپه د دې بې موسمه سياستونو کيسې کو؟

ولې هغوی ته د ښونځي په اړوند يو ښه زهنيت نه ورکو؟

کتاب، قلم، او د هغه راتلونکي کار ولې هغوی ته هغه ښوونه نه کو چې دوی ورته اړتيا لري او موږ هم.

""دا هسې لګيا دي. هغه اسامه چېرې و او دوی ړانده چېرې ګرځېدل"."

که مو د دې پسرلي ماشومان همداسې را لوی کړه، راتلونکى به مو له جنجالونو اوکړاونو ډک وي.

يو په بل پسې به مو کوتک په اوږه کړى وي او د خبرې له منځه به نه يو خبر.

خو که مو دا ګلونه په داسې هوا کې رالوی کړل چې هغوی هر يو ته خپل ځاى، خپل هنر وښايو او ورپه ګوته يې کړو چې ته د دروازې، د ګل دانۍ، د ديواله او د وربل ګل يې هغوی به هم همداسې فکر واخلي بيا به د وربل ګل په دروازه نه ورخورېږي او موږ به هم دې ته فکر نه يو وړي چې مڼه په توت کې وګورو که په زردالو کې.

که نن د ژوند مزه نه شته، د سبا هيله خو به مو په خيال کې ګرځي.

هر تقدير په تدبير سمېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .