د ومان نیازي هنر یو ځل بیا وځلېد

د خپريدو وخت: 12:04 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

ومان په خپلو اثارو کې د غنمو له پلالې کار اخلي.

د افغانستان بډایه کلتور د هنرمندانو لپاره تل له پریمانه موضوعاتو ډک دی. هر هغه هنرمند، چې د دغه لرغوني کلتور د اظهار په هنر پوهېدلی، د هنر د مینه والو له لوري ستایل شوی دی.

د روانې لړم میاشتې په ۱۴ نیټه د کابل ښارپه ګوېټه انسټېټیوټ کې د یوه داسې هنر مند د انځورونو نندارتون پرانېستل شو، چې له خپلې خاورې سره نژدې والی یې په خورا هنري انداز څرګند کړی دی.

د عبدالرحمن ومان نیازي شخصیت او هنر له هر ډول مصنوعیت نه پاک او خپلې خاورې ته نژدې دي.

په ګویټه انسټیټیوټ کې دعبدالرحمن ومان نیازي۶۲ اثارو ته د هنر ډېر مینه وال د خپل همدې اصیل کلتور پیاوړي څرک راوستي و، چې د ومان په هنر کې له ورایه ځلیږي.

د ومان د اثارو ځانګړتیا یوازې همدومره نه ده، چې موضوع یې تر ډېره حده د کلي او و‌‌طن ژوند دی، بلکې ومان په خپلو اثارو کې د غنمو له پلالې کار اخلي، چې دا په خپله له خاورې او طبیعت سره د ده بې کچې مینه څرګندوي.

د غنمو له پلالې انځور جوړول يو ظریف چينايي هنر دى، چې په افغانستان کې لسیزې پخوا د لنډ مهال لپاره پرې کار وشو، خو بیا د کورنیو جګړو په بهیر کې له ټولو هېر و.

په دا وروستیو کې ومان نیازي د خپل هنر د اظهار لپاره د پلالې په کارولو پیل وکړ او د خپل ځانګړي ښاېسته هنر او خاصو موضوعاتو له کبله یې په لنډ مهال کې بې شمېره مینه وال وموندل.

د ومان په خبره له پلالې څخه انځور جوړول د نورو وسیلو په پرتله ځکه ډېر ستونځمن کار دی، چې له پیل نه تر پایه پورې د یوې تابلو جوړول په یوه مخه کار او ډېره توجه غواړي.

ومان وايي، که د یوه شاهکار په رغونه کې لږ بې پامي وشي، نو بیا سړی اړ کیږي، چې ټول کار له لومړي سره وکړي.

له ده مې وپو ښتل چې د خپل کار په لړ کې خو به کومه ستونزه نه لری، نو ځواب یې تر ډېره حده داسې و، چې د دې سیمې نژدې هر هنرمند یې دغه ډول پوښتنو ته وايي.

ده راته وویل چې د وسایلو د نه شتون له امله یې هنري کار له حنډ او خنډ سره مخ کیږي.

د ومان په خبره، که وسایل ولرم په ډېره اسانۍ کولای شم د ورځو کار په ساعتونو کې وکړم.

ومان نیازی انځور ګر دی، خطاط دی، شاعر دی، ژورنالیست دی او لیکوال دی، د ده د هنر مینه وال له ده تمه کوي، چې په هر اثر کې یې هغه اصیل رنګ وویني، چې د ده ځانګړتیا ده.

"د ومان په هنري کارونو کې خپل ځان وینم"

علم ګل سحر

ومان وايي، د ځان په اړه خبرې کول ګران کار دی، خو رښتیا دادي چې د ومان په هر اثر کې د ده جلا سبک په ډېره اسانۍ لیدل کیږي.

ګوېټه انسټیټیوټ کې نندارې ته په وړاندې شویو ټولو اثارو کې هم د ومان د همدغه ځانکړي هنر کمال په مینه والو ځان ومانه.

په دغه ۶۲ اثارو کې له هر یوه برالا معلومیدل، چې ومان د خپل و‌‌طن او وطنوالو حالت په ډېر لوړ کیفیت او هنري انداز بیانولی شي.

دومان نيازي د انځورونو د دریم نندارتون پر مهال چې په ګویټه انسټیټیوټ کې جوړ شوی و، لیکوال، شاعر او ژورنالیست علم ګل سحرد ومان د هنر په اړه خپل نظر راسره شریک کړ. د ښاغلي سحر په وینا" د ومان په هنري کارونو کې خپل ځان وینم."

"د ومان نیازي په خبره له پلالې څخه انځور جوړول د نورو وسیلو په پرتله ځکه ډېر ستونځمن کار دی، چې له پیل نه تر پایه پورې د یوې تابلو جوړول په یوه مخه کار او ډېره توجه غواړي."

سحر هم تایید کړه، چې د ومان کار په ډېر لوړ هنري کیفیت د خپلو خلکو یو څرګند تصویر وړاندې کول دی.

ومان نیازي له دې مخکې هم په ملي ګالرۍ او کتاب ښار کې د هنر مینه وال د خپلو هغو انځورونو نندارې ته رابللي، چې له پلالې جوړ شو ي دي او هر ځلې د ښار نژدې ټول فرهنګیان او هنر پالان په ډېره مینه د ده د شاهکارونو لېدو ته حاضر شوي دي.

د ګویټه انسټیټیوټ نندارتون د ومان د اثارو دریم نندارتون و، چې د پخوانیو هغو په څېر د هنر مینه والو وستایه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .