لونګ، د هميم جلالزي په قلم: سرچپه معيارونه

د خپريدو وخت: 16:31 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

په اکثرو ادارو کې په لوی لاس کار د دې لپاره ځنډول کېږي، چې بډو ته لار هواره شي.

په افغانستان کې د فساد له مسالې سره اوس غوږونه عادي شوي دي. فساد اوس په هغه دريځ کې نه دی چې خلک پرې وشرمېږي. دلته اوس بډې داسې دي لکه د چا چې پر بل باندې پورې وي او داسې لکه چې دولتي خدمات وړيا نه وي.

په اکثرو ادارو کې په لوی لاس کار د دې لپاره ځنډول کېږي، چې بډو ته لار هواره شي. فساد اوس له سياست څخه د ټولنې نورو برخو ته هم غځېدلی دی. واقعيت خو دا دی چې که تاسې د نفوسو د شمېر ادارې ته ورشئ او د پلار، ورور او يا کوم بل خپلوان د تذکرې له مخې ځانته تذکره اخلئ، نو د نفوسو مامور به هم در څخه پيسې اخلي.

د نفوسو په هره اداره کې د ورځې لسګونه کسان تذکرې اخلي او که دا محاسبه شي نو دغه مامورين هره مياشت تر خپل دولتي معاش څو ځلې زياتې پيسې د فساد له لارې تر لاسه کوي.

کله چې په کابل کې په اوونۍ کې دوه ورځې رخصتي شوه نو موږ پر دې بحث کاوه چې وطن ډېر زيات کار ته اړتيا لري، افغانان بايد د اته ساعته پر ځای ۱۶ ساعته کار وکړي، نه دا چې په اوونۍ کې دوه ورځې رخصتي ولري. هسې هم په افغانستان کې د خلکو د زوکړې او مړينې د مناسبتونو ورځې ډېرې وي او ټولې ورځې رخصتي وي.

فساد اوس له دولتي مامور څخه نورو ته هم ساري شوی دی.

خو زموږ يوه همکار يو مزاحيه وړانديز وکړ چې "بايد په اوونۍ کې څلور ورځې عمومي رخصتي وي، ځکه خلک به دولتي ادارو ته نه ورځي او فساد به کم وي". جالبه دا ده چې اوس نژدې په هره دولتي اداره کې د کمېشن کارانو په نوم کسان ګرځي او د خلکو قانوني کارونه په پيسو خلاصوي.

که تاسې غواړئ چې بهر ته په کوم بورس ولاړ شئ او يا په دولت کې مقررېږئ او بيا د کابل په پولي کلينک کې معاينات کوئ، نو دغلته به خپله کسان درشي، ستاسې اسناد به در څخه واخلي، په ټولو ادارو به يې وګرځوي او بېرته به يې درته راوړي.

که دې د وينې ګروپ معلوم و نو بيا تاته بېخي اړتيا نشته چې ودانۍ ته ور ننوځې، د باندې ورته کېنه دوی کار درته خلاصوي او که دې د وينې ګروپ معلوماوه، نو يو ځل به هماغه موظف کش ته ورځې.

"فساد اوس له سياست څخه د ټولنې نورو برخو ته هم غځېدلی دی."

په ټوله کې هېڅ ډاکټر دا نه ګوري چې دا فورمې د چا دي؟ دا چې زه ورته ليکم چې دغه شخص توبرکولوز نه لري ايا دا سمه خبره ده؟ چې زه ورته ليکم د سترګو تکليف نه لري دا سمه ده؟

مانا دا چې ټول "ناخوانده امضاء مېکند" او په پای کې بايد ته کمېشن کار ته پيسې ورکړې. په دې وروستيو کې يوه پخواني دولتي مامور په خپله يوه ليکنه کې يوه پوښتنه مطرح کړې وه چې فساد ولې نه ورک کېږي؟

که د سياست او د حکومتولۍ له نظره ورته وګورو نو د دې پوښتنې ځواب ډېر اسانه دی. هغه دا چې په هېواد کې د زعامت په کچه سياسي اراده او ژمنتيا نشته. خو زما په اند پورتنۍ پوښتنه تر ډېره اخلاقي ځواب ته اړتيا لري.

د فساد اخلاقي جرړې

کډوالۍ که افغانان هوښيار او متمدن کړل، تر يوه بريده يې اخلاق هم ورخراب کړل، په تېره بيا د هغو کسانو اخلاق چې ګاونډيو ايران او پاکستان ته تللي ول.

په هرات کې د ځان سوځونې کولتور له ايران څخه را وړل شوی دی. تر کډوالۍ مخکې يې په افغانستان کې بېلګې نه دي ليدل شوي او که وې هم په څو کلونو کې کېدای شي يوه داسې پېښه شوې وي.

افغانان هورې له فاسدو پوليسو سره مخامخ شول، فاسد چارواکي يې وليدل، د فساد په پايله کې راټولې شوې پانګې يې وليدې او کله چې بيا په خپله پرې ور برابر شول نو هېڅ صرفه يې و نه کړه.

دا مهال معيارونه سرچپه شوي دي. يوه دوست ته مې وويل چې پاکستان ته روان يم او مجبور يم چې ويزه واخلم، خو پر پاسپورټ باندې د پاکستان ويزه بيا نورو هېوادونو ته د تګ پر مهال ستونزې جوړوي په تېره بيا هند ته، چې دا مهال ډېر افغانان د درملنې او ځينو نورو کارونو لپاره ورځي.

په ښار کې چې ټرافيک موټر و دروي نو چلوونکي ورسره روږدي شوي دي، وار له مخې يې لا په موټي کې ورته پيسې نيولې وي او ځان ترې خلاصوي.

دوست مې وويل: "ويزې ته اړتيا نشته، د پاکستان پوليس ښه خلک دي، چې ۱۰۰ کلدارې ورکړې پرېږدي دې او که ۲۰۰ ورکړې نو د زرداري د کور لاره هم در ښيي".

د همدغه معيار له مخې موږ له خپلو پوليسو سره هم چلند کوو. په ښار کې چې ټرافيک موټر و دروي نو چلوونکي ورسره روږدي شوي دي، وار له مخې يې لا په موټي کې ورته پيسې نيولې وي او ځان ترې خلاصوي. همدغه ټرافيک زموږ د عمل په پايله کې فاسد شوي دي، دوی اوس په پيسو داسې روږدي شوي چې قانون هم سرچپه تعبيروي.

څه موده مخکې په کابل کې يو سړی موټر وهلی و او زما يوه دوست روغتون ته رسولی و. کله چې د سړي درملنه شوې وه، هغه کور ته تللی و، خو زما ملګری د ټرافيکو د حادثاتو پوليسو په روغتون کې کښېنولی و او ورته يې ويل چې حوزې ته دې بيايو.

زما ملګري استدلال کړی و، چې دغه سړی بل په موټر وهلی و، خلکو يې ننداره کوله او ما د خواخوږۍ له مخې روغتون ته راوست. دوی ورته ويلي و چې : "نه به دې را وست پرېښود به دې، چې هورې مړ شوی وای". وروسته خبره معلومه شوې وه چې د حادثاتو پوليسو پيسې غوښتې.

دغه کار دوه ستونزې زېږوي. يو دا چې زموږ اخلاق نور هم فاسدوي، دويم دا چې په موږ کې د خواخوږۍ حس وژني. بيا چې زما د ملګري يادېږي څوک به روغتون ته ونه رسوي.

احرام

په افغانستان کې په حکومتي کچه د فساد ضد ډېرې ادارې کار کوي خو پايله يې بيا هم صفر را وځي. دوی په تېرو څو کلونو کې و نه شو کولای چې د فساد کچه يوازې څو سلنه راټيټه کړي، دا خو پر ځای پرېږده چې له منځه يې يوسي.

فساد اوس له دولتي مامور څخه نورو ته هم ساري شوی دی. ان له ډاکټر سره هغه ماشوم هم پيسې غواړي چې د ډاکټر د معاينې د نوبت نومرې پر ناروغانو وېشي. له روان حالت څخه داسې ښکاري چې اوس د فساد له منځه وړل نور هم ستونزمن شوی دی.

"خلکو ته بايد له اخلاقي لارې وفهمول شي چې فساد نه يوازې د دوی ديني او مذهبي زيان دی، بلکې ټولنيز زيان هم دی"

خو که ستونزه اخلاقي جرړې لري حل لار يې هم اخلاقي کېدای شي. خلکو ته بايد له اخلاقي لارې وفهمول شي چې فساد نه يوازې د دوی ديني او مذهبي زيان دی، بلکې ټولنيز زيان هم دی. په ټولنه کې پر يو بل باندې باور او له يو بل سره خواخوږي له منځه وړي. له همدې کبله بايد هر سړی په خپله د فساد پر ضد ګام واخلي.

خلک بايد د کار د ژر خلاصېدلو په بدل کې پيسې ور نه کړي. د خلکو له مقاومت پرته هېڅ قانون به و نه شي کولای، چې شته فساد له منځه يوسي. پر دې سربېره د دينې عالمانو رول ډېر مهم دی چې په دې برخه کې خلکو ته تبليغات وکړي.

وړم کال د کندهار د ملي امنيت پخواني رييس جنرال مومن د ديني عالمانو يوې غونډې ته په خپله وينا کې همدغه ټکي ته اشاره کړې وه. علماوو نيوکې کولې چې پوليس او امنيتي ځواکونه په فساد کې ښکېل دي.

جنرال مومن ترې پوښتنه وکړه: اې ديني عالمانو!

"په تاسې کې دې يو سړی ووايي چې د ملي پوليسو او امنيتي ځواکونو د روزنې کوم مرکز ته ورغلی وي او پوليس ته يې ويلي وي. هغه کمربند چې تاسې تر ملا وتاړه داسې دی لکه د حج احرام چې مو تړلی وي. پر تاسې باندې د خلکو مال وينه او هر څه حرام شول".

د افغانستان په څېر مذهبي ټولنه کې د دين د عالمانو رول هېڅکله له پامه نه شي غورځول کېدای، خو د فساد د مخينوي په برخه کې دوی څومره کار کړی دی. په اکثرو سيمو کې پوليسو او امنيتي ځواکونو ته په بل نظر ګوري.

درواغو ماليې؟

زموږ يوه بله اخلاقي ستونزه دا ده چې موږ په خپله هم درواغ وايو او نور هم اړ باسو چې درواغ ووايي او پايله يې بيا هم فساد وي. د ماليې وزارت په چوکاټ کې د کوچنيو ماليه ورکوونکو لپاره يوه اداره ده چې خلک ورځي خپلې مالياتي حسابونه په کې يوې خواته کوي.

"د مامورينو چلند په زور خلک اړباسي چې درواغ ورته ووايي او د همدغو درواغو په پايله کې د رامنځ ته کېدونکي فساد له کبله که محاسبه وشي نو زه باور لرم چې هر کال به دولت ته ميلياردونه افغانۍ تاوان رسېږي."

زما يوه دوست نوی کارو بار شروع کړی دی. يو بل دوست مې چې وار له مخې يې کاروبار درلود ورته مشوره ورکوله چې "ګوره د ماليې والاو ته رښتيا و نه وايې. خپل اسناد چې ور وړې ګټه ډېره لږه ورته وليکه او ورته ووايه چې کار مې په تاوان روان دی. که دې ډېره ورته وليکله بيا دې نه پرېږدي وايي چې تا نوره ګټه هم کړې ده".

ما نه منله خو هغه بل ملګري مې قسم وکړ، چې "که درواغ ورته ووايې چې ما ګټه نه ده کړې نو کار دې اسانه خلاصېږي او که ورته وايې چې ګټه مې کړې ده بيا درته وايي چې ګټه دې نو ډېره ده موږ ته به د ټولې حساب راکوې چې ماليه دې تحويله شي. کله چې محاسبه ورکوې نو مياشتې دې په بانکونو کې وځي چې ستا د راغليو او تلليو پيسو حسابونه درته راټول او در يې کړي".

د دغو مامورينو چلند په زور خلک اړباسي چې درواغ ورته و وايي او د همدغو درواغو په پايله کې د رامنځ ته کېدونکي فساد له کبله که محاسبه وشي نو زه باور لرم چې هر کال به دولت ته ميلياردونه افغانۍ تاوان رسېږي.

موږ بايد پر خپلو اخلاقي معيارونو باندې له سره کتنه وکړو. له فساد سره يوازې يو شی مبارزه کولای شي او هغه هم زموږ ټولنيز اخلاق دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .