وړانګې وپېژنئ

د خپريدو وخت: 15:58 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

د اټوم پيژندې پړاو په انځور کې.

د نړۍ له پېداېښت څخه بیا تر اوسه د پوهانو فکر همدې یوې پوښتنې تل بوخت ساتلی چې دا نړۍ به څنګه را منځ ته شوې وي او لومړني توکي یې کوم دي؟

په عامه اصطلاح له بابا آدمه تر دې دمه هر ساینسپوه دا هڅه کوي چې د دې پوښتنې لومړنی ځوابوونکی وي. ‌په دې لړ کې تر اوسه ډېرې پیسې لګول شوي او په زرګونو ساینسپوهانو د همدې پوښتنې د ځواب په آرمان له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

"ارسطو او د يونان پخوانیو پوهانو داسې انګېرله چې نړۍ له څلورو بنسټيزو توكو (اوبو، اور، خاورې او هوا) جوړه شوې ده. "

ارسطو او د يونان پخوانیو پوهانو داسې انګېرله چې نړۍ له څلورو بنسټيزو توكو (اوبو، اور، خاورې او هوا) جوړه شوې ده. له دې نظريې څو سوه كاله وروسته پوهان د ځينو تجربو په ليدلو او پوهېدلو سره په دې نظر شول چې دا څلور توكي د دې نړۍ بنسټيز جوړونكي نه دي.

كلونه وروسته په ۱۸۰۰ز کال کې برتانیايي فزیکپوه جان ډالټن د اټوم (نه ماتېدونکي بڅرکي)‌ په موندنې سره داسې وپتیېله چې د نړۍ د جوړښت بنسټیز بڅرکي یې تعریف کړل. دې موندنې ۱۰۰ کاله دوام وکړ چې بلاخره په ۱۹۰۰ ز کلونو په پیل کې پوهان په دې بریالي شول چې د ډالټن اټوم هم په دوو برخو (هستې او الکترونونو) ووېشي.

د ارسطو وړاندوینه په انځور کې.

د همدې پېړۍ په دریمه لسیزه کې پوهان په دې هم وتوانېدل چې آن په هسته کې هم دوه نور بڅرکي یعنې پروتونونه او نیوترونونه تعریف کړي چې دې بڅرکو ته د کوارک نوم ورکړل شو.د اټوم پېژندنې په دې لړۍ کې تر اوسه شا او خوا ۵۰۰ نور بڅرکي هم تعریف شول چې دا لړۍ لا همداسې دوام لري.

لکه څنګه چې د هرې نوې برخې پېژندنه تر بلې هغې ډېره په زړه پورې وه نو د پېژندنې په دې ټولو پړاونو کې پوهانو دې ته ډېر پام و نه کړ چې د دغو پېژندل شویو بڅرکو اصلي ماهیت څه شی ده؟‌ تر هغو چې انسټاین د کتلې او انرژي تر منځ خپله مشهوره معادله E=mc^2 وړاندې کړه.

"كلونه وروسته په ۱۸۰۰ز کال کې برتانیايي فزیکپوه جان ډالټن د اټوم (نه ماتېدونکي بڅرکي)‌ په موندنې سره داسې وپتیېله چې د نړۍ د جوړښت بنسټیز بڅرکي یې تعریف کړل."

دې معادلې پوهان په دې راز وپوهول چې دا هرڅه یوازې جامدې کتلې نه دي بلکې دا کتلې په انرژۍ باندې د اوښتون وړتیا هم لري. انسټاین په یوه لنډه جمله کې دا ثابته کړه چې دا ټولې کتلې په حقیقت کې له ډېر و سترو انرژیو را منځ ته شوي چې د امکاناتو د شتون په صورت کې په طبعیت کې موجودې کتلې ټولې بېرته په انرژۍ اوښتلای شي.

له بلې خوا د انرژي د تحفظ قانون وايي چې انرژي رامنځ ته کېدای او له منځه تلای نه شي، ‌بلکې یوازې له یوې بڼې بلې ته اړول کېدای شي یا که په په لنډه توګه ووایو چې په طبعیت کې د شته انرژۍ کچه ثابته ده.

وړانګې هم د انرژۍ یو ډول دی چې کله د کتلو لکه الفا او بیتا او کله هم څپو لکه ګاما او اېکس په بڼه ظاهرېږي. دغه وړانګې په هستو او اټوم مدارونو کې د بدلونونو په ترڅ کې را منځ ته کېږي.‌

د اېکس وړانګې د اټوم مدارونو په انرژیو کې د بدلون او الفا،‌ بیتا او ګاما په هسته کې د انرژۍ د بدلونونو په ترڅ کې را منځ ته کېږي. ګاما او اېکس وړانګې د الکترومقناطيسي څپو په سپکټرم کې د آیونایزکونکو وړانګو په ډله کې راځي. دغه سپکټرم له مثبت لا یتنهایي څخه پیلېږي او په منفي لایتنهايي باندې ختمېږي.

الفا ځواکمنې چارچ لرونکې وړانګې دي چې د مثبت دوه +۲ چارچ لري او هر کله چې کوم چاپیریال ته ننوځي نو اټومونه يې له عادي حالت څخه باسي او‌په مثبتو او منفي آیونونو باندې یې اړوي چې دې حالت ته آیونایزېشن وايي او هغه وړانګې چې آیونایزېش رامنځ ته کوي هغو ته آیونایزکونکې وړانګې.

هغه چې د آیونایزېشن د رامنځ ته کولو توان نه لري هغو ته غیرآیونایزکونکې وړانګې وايي. لکه د موبایل،‌ راډیو، ‌ټلوېزیون آنتنونو څخه خپرېدونکې وړانګې.‌ بیتا په مثبت او منفي بڼو کې را منځ ته کېدای شي چې چارچ یې +۱ او یا هم -۱ وي، دا وړانګې هم آیونایزکونکې دي.

ګاما په هستو کې د انرژۍ د بدلونونو له امله رامنځ ته کېږي، ‌ګاما چارچ نه لري او د الکترومقناطیسي څپو په بڼه را منځ ته کېږي او آیونایزکونکې دي. هغه عناصر چې دا ډول وړانګې خپروي هغو ته راډیو اکټیف عناصر ویل کېږي.‌

اېکس وړانګې د اټوم د مدارونو په انرژیو کې د بدلون له امله را منځ ته کېږي. د اېکس وړانګې چارچ نه لري او د الکترومقناطیسي څپو په بڼه او آیونایزکونکې دي.‌

"د اېکس وړانګې د اټوم مدارونو په انرژیو کې د بدلون او الفا،‌ بیتا او ګاما په هسته کې د انرژۍ د بدلونونو په ترڅ کې را منځ ته کېږي. "

وړانګې چې په هر ډول وي، انسان هغو ته اړتیا لري خو د هر شي د اړتیا حد مالوم دی. که وړانګې له مجاز حد نه لږ واخیستل شي هم د انسان بدن ته ستونزې را منځ ته کوي او که له مجاز حد نه زیاتې واخیستل شي هم د انسان روغتیا باندې ناوړه اغېز کوي.

موږ له پېداښت څخه بیا تر مرګه وړانګې اخلو، له کیهاني وړانګو نیولې بیا تر خوړو او څښاک پورې ټول توکي یو اندازه وړانګې لري چې زموږ بدن ته ننوځي. زموږ په بدن کې هم لکه پوتاشیم، سېزیم او راډیوم راډیو اکټیف توکي شته چې په بدن کې دننه وړانګې خپروي.

په ټولیز ډول وړانګې دوه ډوله چینې لري چې یوه ډله یې د وړانګو طبیعي چینې او بله ډله یې د وړانګو مصنوعي چینې بلل کېږي.

کیهاني وړانګې، په چاپیریال، خوړو او څښاک کې شته راډیو اکټیف موادو څخه را وتونکې وړانګې ټولې د طبیعي وړانګو په ډله کې راځي چې د هغو په بشپړ ډول له منځه وړل یا د خطر بشپړ را کمول یې ناشوني دي خو کله کله یې د محدودولو امکان شته.‌

سي ټي سکن، اېکس وړانګې او داسې نور ماشینونه چې د انسان په لاس جوړ شوي وي او چاپیریال ته وړانګې خپروي د مصنوعي وړانګو چینې بلل کېږي چې د طبیعي هغو په پرتله یې د خطر را کمول آسانه کار دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .