جیمز بانډ افغانستان ته په ناڅاپي سفر ورسېد

د خپريدو وخت: 09:42 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

ډېنیل کریګ د جیمز بانډ سیریز تر ټولو بریالی بانډ جاسوس بلل کېږي

د جیمزبانډ لړۍ په فلمونو کې د برتانوي جاسوس ۰۰۷ رول لوبونکی فلمي ستوری ډېنیل کریګ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد.

په دغه هېواد کې دېره برتانوي پوځیان په خپله اډه(کیمپ بېسچین) کې ناڅاپه د فلمي ستوري ډېنیل کریګ په لیدو حیران شول.

دغه سفر داسې مهال تر سره کېږي، چې پوځیانو د نوموړي د نوي فلم (سکای فال) کتو ته چمتوکېدل. د برتانیا د بحري، ځمکني او هوايي ځواکونو نژدې ۸۰۰ پوځیانو د دغه فلم د لېدو تابیا کوله، چې ناڅاپه ډېنیل کریګ راڅرګند شو.

نوموړی په اډه کې وګرځېد او له پوځیانو سره یې خبرې وکړې. په اډه کې د ګرځېدو پر مهال یو پوځي روب انګهم و، چې له ده سره یې ملګرتیا کوله، د نوموړي په خبره زموږ اډې ته ډېر میلمانه راځي، خو د جیمز بانډ راتګ فوق العاده کار دی.

کریګ یو شمېر هغه ټوپک هم وازمایل، چې برتانوي پوځیان یې کاروي. د ډېنیل کریګ نوی فلم سکای فال دا مهال په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شوی.

نوموړی په اډه کې موجود روغتون ته هم ورغی او هلته له بستر شویو ناروغانو سره څو شېبې ناست و.

د نیوکاسل د اوسېدونکي ۲۳ کلن پوځي سکاټ کریګز په وینا دا د کریګ د درنښت نښه ده، چې فرصت یې وموند او دلته راغی، له دې سره د ټولو مورال لوړ شو.

په پای کې کریګ یو نندارتون ولید، چې په کې د بمونو د لټولو بېلابیل ډولونه ښودل شوي وو، کریګ هم په دې کې برخه واخېسته.

ډېنیل کریګ د جیمز بانډ سیریز تر ټولو بریالی بانډ جاسوس بلل کېږي او د نوموړي فلم دا مهال په نړۍ کې په زړه پورې بریالیتوب تر لاسه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .