لونګ، د هميم جلالزي په قلم: د غزني د لرغونو ياد ګارونو غميزه

د خپريدو وخت: 16:13 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

پروسږ کال راهيسې د غزني تاريخي او لرغوني ودانۍ يوه په بله پسې نړېږي.

له پروسږ کال راهيسې د غزني تاريخي او لرغوني ودانۍ يوه په بله پسې نړېږي. غزنی چې شاوخوا ۱۰۰۰ کاله مخکې د جوزجاني په قول د ختيځې او منځنۍ اسيا يوه لويه امپراتوري وه، اوس يې هغه اثار هم د ورکېدو په درشل کې دي، چې په ليدو به يې انسان ته د دغې امپراتورۍ برم سترګو ته درېد.

غزنی يو مهال د يوې داسې امپراتورۍ مرکز و چې لوېديځ کې د بغداد تر حدودو او په ختيځ کې د هند په نيمه وچه کې فرمان او راج چلېده او په بغداد کې د عباسي خلافت د اقتصادي ملاتړ يوه لويه سرچينه د دغه پياوړي ښار ماليات و.

په دغه ښار کې دا مهال د هغې امپراتورۍ ډېرې لږې نښې پاتې دي. دغلته په ۱۱ زېږدېزې پېړۍ پورې اړوندې برجورې کلا اوس يوازې څو برجونه پاتې دي.

ديوالونه ته څېرمه يې ودانۍ جوړې شوي او د کلا لرغونتيا يې ور پټه کړې ده.

د ښار شمال لوري ته د بهرامشاه او سلطان مسعود دوه مينارونه هم کنډي کپر دي. د منارونو شاوخوا ته ځمکې غصب شوي او د بهرام شاه منار ته په څو سوه مترۍ کې کورونه اباد شوي دي.

له همدغه ښار څخه په ۱۱ زېږدي پېړۍ کې په غور کې د سوريانو د واکمنۍ برجونه ولړزېدل او په ختيځ کې يې د هند په نيمه وچه کې هغسې پرمختګونه وکړل چې تر دې وړاندې يې ساری نه ليدل کېده.

محمد سوري د غزنوي امپراتورۍ د بړيڅو په لاس کېوت، چې د دربار يوه شاعر شيخ اسعد سوري يې د تګ ويرونه پر همدغه ټکو پيل کړې:

د فلک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوي چې هر ګل خاندې په بهار

شرم

په افغانستان کې د لرغونو ابدو په لړ کې په باميان کې د بودا دوه سترې مجسمې هغه څه و، چې نړۍ ته يې د دغه هېواد تاريخ ور په ګوته کاوه.

بودا په ۲۰۰۱ کال کې ونړېد. هغه مهال د بودا د نړېدو پلمه ظاهرا دا وه چې دا د بت پرستۍ سېمبولونه دي.

د بودا له نړېدو راهيسې تر اوسه پورې په دې اړه تبصرې روانې دي. اوس هم پرې ليکنې کېږي، نظرونه وړاندې کېږي.

په دې لړ کې مې يو مهال د يوه ايراني ليکوال ليکنه ولوسته چې ليکلي يې و "بودا له شرمه ونړېد".

دغه جملې زما پر اعصابو ډېر بد تاثير وکړ. په دغې جمله کې مې خپل ولس ته سپکاوی ترسترګو شو.

دغه برجونه د هغې امپراتورۍ شاهدان او د امپراتورۍ د مرکز د ساتنې ځايونه و، چې د لمر طلوع او غروب په کې نه کېده.

داسې مې و انګېرله چې ګني ليکوال د دغې جملې په ليکلو سره زما د ملت پر وړاندې د يوې لويې ګناه مرتکب شوی دی.

زما غصه پر ځای وه، ځکه ولس پېړۍ پېړۍ دغه مجسمې ساتلې وې، خو کله چې مجسمو ته سياسي بهانه جوړه شوه، نو ونړېدې او زه پر دې خپه وم چې ولې د وخت د سياسيونو د کړو وړو پړه زما پر ولس اچوله کېږي.

د بودا د نړولو کيسه چې هر څه وه، خو د غزني برجونه رښتیا هم له شرمه نړېږي. دغه برجونه يو وخت د هغو لښکرونو د پريډونو شاهدان و، چې د اس سومونه به يې له هرې ډبرې سره په لګېدو د اور سپرغۍ بادولې.

دغه برجونه د هغې امپراتورۍ شاهدان او د امپراتورۍ د مرکز د ساتنې ځايونه و، چې د لمر طلوع او غروب په کې نه کېده.

دوی اوس په يوه داسې ښار کې پاتې شوي دي، چې انسانان يې په خپلو څرمنو کې وچ شوي دي.

له سوبو د راستنو شويو بد مستو سرتېرو د چيغو پر ځای اوس په کې د وږيو خلکو چيغې او زګېروي انګازې کوي.

دوی به کېدای شي دا د ځان سپکاوی ګڼي چې د دغسې يوه وږي، لوڅ لپړ او بې سرپرسته ښار په منځ کې ولاړ دي.

بله دا چې دغه برجونه يو وخت د هغه پلاز ساتندويان ول، چې له بغداده تر هنده يې حکم چلېده، خو اوس د داسې واکمن ننداره کوي، چې له خپلې ماڼۍ دباندې يې حکم نه چلېږي.

درېيم برج

د غزنويانو امپراتوري په ۹۷۵ ميلادي يا ۳۴۴ سپوږميز کال کې جوړه شوې، چې تر ۱۱۸۷ يا ۵۸۳ کاله پورې يې دوام وکړ.

"کلا ۳۶ برجونه درلودل، چې اوس يو په بل پسې نړېږي."

د محمود غزنوي د واکمنۍ پر مهال يې پولې د پراخېدو په حال کې وې، خو د هغه له مرګه وروسته چې يې واکمني زوی مسعود ته ورسېده نو د امپراتورۍ د پلاز پښې هم ولړزېدې.

تر دې چې په ۱۱۸۷ کال کې بيخي له منځه ولاړه. د غزني د اوسني ښار په شمال کې بالاحصار دی، چې يوه لويه کلا ترې راتاو شوې وه.

کلا ۳۶ برجونه درلودل، چې اوس يو په بل پسې نړېږي. له پرو سږ کال راهيسې د دغو برجونو ورځ بده ده. دوه يې تېر کال ونړېدل او يو يې سږ کال ونړېد.

د خلکو په مخکې د تاريخ د دغو ويړو کتابونو پاڼې يوه په بله پسې باد وړي. دا د هغې کلا برجونه دي چې د اتلوليو، مرګونو شواخونونو، ستړياوو، برياوو، ناکاميو چيغو، سندرو او وېرونو او د سلاطينو پر وړاندې د تېرېدونکو بړېڅو د برچو شرنګا په کې کلونه کلونه انګازې کولې.

د برجونو د نړېدو کيسه پر همدې ځای نه ختمېږي. د نورو برجونو حالت هم ترې ښه نه دی.

تېر کال يوه شرکت د بيارغونې په نوم د کلا بېخ کېندلی دی، چې له کبله يې پروسږ ژمی د کلا يو دېوال او دوه برجونه ونړېدل او که سږ ژمی پرې تېر شي نو معلومه نه ده، چې څو برجونه به نور لوټې لوټې شي:

"د وير او ژړا خبره دا ده چې د غزني د اطلاعاتو او کولتور ريیس ويلي: "برج دوی په لوی لاس نړولی دی، ځکه غواړي چې له سره يې ورغوي".

۲۰۱۳ کال

له ۲۰۰۷ کاله راهيسې په رسنیو او رسمياتو کې د غزني په اړه ليکنې او ويناوې کېږي.

ويل کېږي چې غزنی به په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ فرهنګي او کولتوري مرکز ونومول شي.

دلته به ګرځندویان راځي، او د غزني تاريخي ځايونه، ابدي او لرغوني توکي به ګوري.

په حکومتي کچه ورته يو کمیسيون هم جوړ شوی دی ،چې د دغې پروژې کارونه و ارزوي.

"غزنی له هره اړخه په يو بد حالت کې دی، خو د دغه ښار لرغونتوب دا مهال له ستر ګواښ سره مخامخ دی."

والي له رسنيو سره په خبرو کې ۲۰۱۳ کال ته د پوره تياري خبرې کوي، چې ګني هېڅ داسې کار نشته چې اړين وي او له دوی دې پاتې شوی وي.

دوی وايي د لرغونو توکو د بيارغونې کار هم پيل شوی دی. خو سړی نه پوهېږي، چې د لرغونو توکو د بيارغونې کار څنګه پيل شوی دی او ايا د بيارغونې کار به په دې بيه کېږي، چې د کلا برجونه به نړول کېږي او بيا به بېرته رغول کېږي؟

د اطلاعاتو او کولتور ريیس چې وايي، برج دوی نړولی، دې ته يې پام نه دی، چې لرغونيت به يې څنګه کېږي؟ او ايا اوس دومره وړتيا شته چې دغسې يو برج بېرته جوړ کړي او که يې جوړ هم کړي، هغه د سلګونو کلونو تاريخي ارزښت يې څه شو؟

اندېښنه دا ده، تر هغه مهاله پورې چې غزنی د اسلامي نړۍ د فرهنګي مرکز په توګه لمانځل کېږي دغه ښار به ډېر لرغوني توکي له لاسه ورکړي.

د بالاحصار د کلا برجونه، منارونه او ځینې نورې لرغونې ودانۍ ټولې لږو ډېرې ويجاړې شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

کله چې ۲۰۱۳ کال راځي خدای خبر چې په غزني کې به داسې څه وي، چې نندارچيان يې وګوري او کنه؟

د يوه افغان په توګه ځانته دا حق ورکوم چې له حکومته وپوښتم، ولې د کلا برجونه نړېږي؟

که په خپله نړېدلي وي، نو معلومه خبره ده چې د بېغورۍ له کبله نړېدلي دي او که هغسې چې د اطلاعاتو او کولتور ریيس وايي، دوی نړولي دي، بيا خو يې ګنا دوه برابره ده.

غزنی له هره اړخه په يو بد حالت کې دی، خو د دغه ښار لرغونتوب دا مهال له ستر ګواښ سره مخامخ دی.

د دغه ښار د ابدو نړېدل د افغانستان د لرغونو اثارو لپاره غمیزه ده او دا هم ښيي چې افغانان له وطن سره څومره مينه لري؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .