د بشرنوید کالم پښتونخوا: په پېښور کې مهاجر او انصار!

د خپريدو وخت: 16:55 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

په پېښور کې په افغانانو د ''افغاني مهاجرينو'' په نامه بندېز لګېدلى دى. دا حکم د پښتونخوا پخوانیو ''انصارو'' کړى دى.

په پېښور کې په افغانانو د ''افغاني مهاجرينو'' په نامه بندېز لګېدلى دى. دا حکم د پښتونخوا پخوانیو ''انصارو'' کړى دى. حکومتي چارواکو په افغانانو باندې دا قدغن ځکه لګولى دى چې د محرم الحرام په ورځو کې د امن و امان مساله ډېره حساسه وي.

۱۰ ورځې ټول ښار ګنډلى شوى وي. په دغه مساله کې افغانانو باندې نېغ په نېغه دا تور لګولى کېږي چې په دوى کې ترهګر په اسانه ترهه ګري کوي.

پوليسو سره په دغه حواله د ټولو نه اسانه بهانه هم دا ده چې هغوى په هغه قضیو کې افغانان رانيسي. د پوليس شک يا استخباراتو د شبکو دا نيوکې به تر څه حده رښتيا وي ځکه چې هم دغه پټو قوتونو د جهاد نه فساد جوړولو کې خپل مهم رول لوبولى دى.

هغوى ته پته ده چې څوک څه وو؟ او اوس څوک څه دي!؟

اوس خو دواړو خواوو ته دا ستونزه شريکه ده، خو دواړو خواوو ته له وچو سره لانده سوځي.

په افغانستان کې پاکستاني مزدوران د شک په سترګه کې راګېر شوي دي او د خطرناک جاسوس او ترهګر په نوم سزا ګوري.

"په افغانستان کې پاکستاني مزدوران د شک په سترګه کې راګېر شوي دي او د خطرناک جاسوس او ترهګر په نوم سزا ګوري."

دا شک به په ځان کې نيم يقين هم لري چې په افغانستان کې د پاکستان ځينې قوتونه په دغه ورانکارۍ کې ککړ دي، خو هر سُور ږيري ته شاګل ويل ولسونه د يو بل نه خپه کوي.

دغه شان په پاکستاني زندانونو کې افغانان د مودو مودو راهیسې په نامعلومه سزا ورک پراته دي. نه يې ملاقات راوځي، نه عدالت ته مخامخ کېږي، بلکې ځينې داسې افغان قېديان هم شته چې د خطرناکو ترهګرو په فهرست کې اچول شوي دي.

په هغو قضیو کې اجرتي قتلونو او نورو اخلاقي جرمونو کې هم داسې افغانان شته چې د ګناه ګارو سره هسې بې ګناه ژوند په عذاب تېروي.

"د پاکستان او افغانستان چارواکي او استخباراتي شبکې د تېرو دريو لسيزو راهیسې د جنګ، جهاد، فساد، ترهګرۍ په يو اوږد بهير کې د سپتمبر/ ۱۱مې پورې را ورسېدل."

په دغه حواله د شک سترګه دواړو خواوو ته د بې ګناه خلکو، خواري کښو، ولسونو لپاره نوره زياته خطرناکه ده.

دا شک چا راپېدا کړى دى؟ د دې نه ګټه چا پورته کړه؟

د پاکستان او افغانستان چارواکي او استخباراتي شبکې د تېرو دريو لسيزو راهیسې د جنګ، جهاد، فساد، ترهګرۍ په يو اوږد بهير کې د سپتمبر/ ۱۱مې پورې را ورسېدل.

د انساني، مذهبي، اخلاقي، سفارتي، ګاونډګېرۍ د همدردیو ټولو ماناوې بدلېشوي، ټول شکلونه بدل شول.

په دغه بدلو شکلونو کې په افغانستان او پاکستان کې هلته او دلته د پښتون افغان علاقې او ولسونه وځورل شول او دغه سلسله اوس هم دوام لري.

اور که هلته بلېږي يا دلته، اور او لوګى دواړه په خپل خپل وخت کې دا څرګنونه کوله چې!!

مه کوه په چا، چې و به شي په تا

هو!!

هماغه شان وشو. پرون چې کوم اور په افغانستان کې بلېده او د پاکستان چارواکو د انساني، مذهبي، اخلاقي همدردۍ او د ګاونډګېرۍ په جذبه افغانانو ته مهاجر او ځانته انصار ويل، په هغه وخت کې هم افغان د ټولې مهذبي دنيا پر وړاندې يوه پوښتنه وه. جواب يې چا سره نه وو.

نن په پاکستان کې پښتون په هغه اور سوځوېدلى او د يوې فلسفې پښتانه په بله ضلع کې مهاجر دي، نو دا په ټوله دنيا کې د مهاجرت يوه عجيبه اصطلاح شوه، چې يو افغان يو پښتون به يوه جغرافيه کې مهاجرين يادېږي.

نن هغه مهاجرين او انصار يو بل ته په شک ګوري!

سُني او شيعه د يو بل وژنې ته جهاد وايي!

مسلکونه او تهذيبونه د يو بل په ضد دي!

يو مذهب څو څو ځايه په رنګونو وېشل شوی دى!

اصحابان د اختلافي جنډو په شان وېشل شوي دي!

امامان متنازعه دي!

"يو مذهب څو څو ځايه په رنګونو وېشل شوی دى!"

د کربلا معنوي احساس ختم دى. د حسین (ع) د مرۍ پرې کولو رسم اوس هم کېږي.

يزيدان نور نور راپېدا کېږي.

په يو پښتون افغان کې مهاجر او انصار معارفي دى!

خو!

دا اوس چې هم هغه مهاجر (افغان) او هم هغه انصار (پاکستان) دى، نو هغه مهاجر او انصار معنوي احساس چېرته لاړ.

هو!

په مهاجر کې هم پټ غل شته او په انصاريتوب کې هم د تيارې غل ته باچا ويلى کېږي. که پټ غل دى او که د تيارې ''غل باچا'' دى. دواړه د امن، مينې، ورورولۍ دښمنان دي.

په پېښور کې چې دا وخت د محرم الحرام په احترام کې د انصارو له خوا په افغانانو د مهاجرو په نامه دا بندیز لګولى کېږي چې پېښور ته دې داخل نه راځي، نو د هغه افغانانو په دغه حکم نامه کې کوم ځای شو.

کومو سره چې سرکاري اجازت نامه، اسناد، پاسپورټ موجود دي او هغوى ته د نړیوالې ټولنې قانون په اساس دا حق ورکړ شوى دى چې هغوى په پاکستان کې ګرځېدى شي، خو د پاکستان د قانون په رڼا کې هغه افغانان هم نه شي ګرځېدى چا سره چې ټول اسناد شته.

دا حکم که په افغانستان کې د پاکستان د پښتون لپاره افغان حکومت وکړ او که په پاکستان کې د افغان لپاره دا بندیز ولګي په ولسونو کې دا شک تاوتريخوالى راپېدا کوي.

په پېښور کې دا شک دومره زيات دى چې په پاکستاني پېژند پاڼې کې د چا باور نه راځي، لکه چې پاکستانيان په شناخت پرېډ کې ولاړ دي، او ټول پښتانه ولسونه مجرمان دي.

د افغانستان د ۳۰ کلونو جنګونو څخه څرګنده شوه چې د ځمکې په مخ د ټولو نه خطرناک جنګ د مذهب دى.

ګنې په محرم کې به يې د حق او باطل په جنګ کې د فرات تږي او د کربلا په وينو لمبېدلي امامان په داسې طريقه نه ويشتل!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .