ولور که د ناوې بیه؟

د خپريدو وخت: 22:19 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

د ولور دود به تر هغه زموږ په ټولنو کې موجود وي چې کورنۍ مو له اقتصادي پلوه نه وې ابادې شوي.

ولور د ناوې قیمت ته ویل کېږي. دا هغه بيه ده (پیسې دي) چې د ناوې پلار، وروڼه یا خپلوان يې د زوم له کورنۍ اخلي.

دا یو دود دی چې بنسټ یې په افغانستان او پښتونخوا کې موندلی شئ. دا دود د دې خبرې تصدیق کوي چې لور په کور لویول یو بوج ګڼل کېږي او په سر پيسې اخیستل د هغې تاوان دی.

دې خبرې ته هم پام کول په کار دي چې هسې خو زموږ په ټولنه کې د ښځې قدر نشته، خو د ښځې پر سر غټه بیه اخیستلو کې قدر دی. هغه قدر چې بیه اخېستونکی ورته په ټولنه کې اړتیا لري.

د ولور قیمت سیمې ته په کتو بدلېږي او د ناوې، پېغلې او کونډې ښکلا او ښایست هم په دې کې رول لري. ولور نه د ننګ مساله جوړه شوې ده ـ څومره چې ناوې ښکلې وي هغومره يې قیمت ډېر وي.

"په ټولنه کې ښځې ته هسې هم په ټیټه سترګه کتل کېږي خو چې د خرڅلاو او تجارتي مال ترې جوړ شي نو نور يې هم قدر وغورځېږي."

ولور زوړ دود دی نو تاریخ ته ېې هم باید وکتل شي. دا ګیله پر ځای ده چې ولور د لور خرڅلاو دی او ډېرو پښتنو ترې یو کاروبار جوړ کړی دی.

خو په پخوانيو وختونو کې د لور په سر پیسې اخیستل د دې خبرې دلیل وو چې په خپل کور کې د نجلۍ قدر وشي او ومنل شي. یا دا چې د نجلۍ کورنۍ به په دې پیسو خپل لور ته زر او نور توکي واخلي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د اقتصادي حالاتو له لاسه دې زموږ ولس د ولور په څېر دود په خپل موټ کې نیولی او ښځه یو پانګه/سرمایه وګڼي.

په ټولنه کې ښځې ته هسې هم په ټیټه سترګه کتل کېږي خو چې د خرڅلاو او تجارتي مال ترې جوړ شي نو نور يې هم قدر وغورځېږي.

ستونزه دا ده چې خلک خپل لور او خور په داسې کورونو ودوي چې د هغو دروندوالی د هغوی په مال کې وي. بې وزلۍ هم د ولور دود ډېر پوخ کړی دی.

ډېری ځوانان د غریبۍ له لاسه د ولور پیسې نه شي پوره کولی او ځکه ډېرې نجونې او د هغوی کورنۍ غواړي له شتمنو سره خېښي وکړي ــ حتی که زوم تر نجلۍ څو ځله مشر هم وي.

ډېر کله هغه نجونې چې یوه مشر سړي ته چې څو نورو مېرمنې هم لري او یوازې د دې لپاره واده شوي وي چې شتمن دی له ډول ډول ستونزو او ناروغیو سره مخامخ کېږي.

پر ډېرو ظلم کېږي، او ډېری خپل ژوند په خپله واخلي او ځان ووژني.

د ولور دود به تر هغه زموږ په ټولنو کې موجود وي چې کورنۍ مو له اقتصادي پلوه نه وې ابادې شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .