ستاسې غږ: د نړيوالو عسکرو له وتلو وروسته به امنيت پر کوم لوري درومي؟

د خپريدو وخت: 14:56 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

ستاسې غږ دا ځانګړی پروګرام د دوشنبې په ورځ زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو د مودې په را نژدې کېدو سره د بي بي سي له لوري د ځينو ځايي راډيوگانو په ملگرتيا د وړاندې کېدونکو ځانگړو پروگرامونو لړۍ په افغانستان کې د امنيت پر مسالې پېلوو.

دا چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته له امنيتي پلوه به افغانستان پر کوم لوري درومي، افغانان او نړيوال په دې برخه کې سره ويشلي دي. ځيني خوشبين دي خو يو شمېر نور بيا سخت انديښمن دي.

تاسو څه فکر کوئ چې آيا افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې د نړيوالو عسکرو له وتلو وروسته په هېواد کې امنيت وساتي؟

آيا په هېواد کې د يوې کورنۍ جگړې د پېلېدو خطرونه وينئ؟

آيا افغان حکومت به پرځاى پاتې کېږي ؟

آيا د خپل راتلونکي برخليک په اړه انديښمن ياست او که ياست نو دليل يې څه دى؟

او څنگه کېداى شي چې د امنيت په برخه کې شته ستونزې هوارې شي؟

زموږ دغه پروگرام په افغانستان کې دننه د ملي راديو، سلام وطندار، کلید او نوا رادیويي شبکو په گډون شاوخوا ١٠٠ ځايي راديوگانو او د پژواک خبري اژانس په همکارۍ به په ژوندۍ او پر يوۀ وخت خپریږي.

په دې اړه خپرونې کې د برخې اخيستو لپاره د دوشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩ زنگ را ووهئ

په پښتو فيسبوک کې خپلې نظريې پريږدئ او د برښنا ليک له لارې هم خپل پيغامونه راوستوئ

د بي بي سي پښتو له فېسبوک نه يو شمېر نظرونه

نجيب الله امينزى

افغان وسله وال پوځي کولى شي چې د هېواد ساتنه وکړي ځکه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به دخلکو باور پرې ډېر شي.

آصف زاوي

زه په دې اړه اندېښمن يم چې افغان ځواکونه ښې وسلې او پرمختللى جگړييز تخنيک نه لري.

عبدالمنصور برکت

که امريکا او پاکستان وغواړي نو افغان پوځونه دا وړتيا لري چې د خپل هېواد ساتنه وکړي.

محمد رضا مضلوميار

ځوانان به له حکومت سره مرسته وکړي او حکومت به ټينگ شي.

بشيراحمد فياض

زما ډېره اندېښنه د ځانمرگو بريدونو له کبله ده چې مخنيوى يې گران ښکاري.

احمد احمدي

که امريکا او پاکستان وغواړي نو په افغانستان کې کورنۍ جگړه نه پېليږي.

امان الله ورين

زموږ افغانان ځواکونه له بهرنيو په جگړه کې ډېر تکړه دي.

ميرويس نظري

افغان ځواکونه به د هېواد دساتنې وړتيا ونه لري، ځکه سمه روزنه يې نه ده موندلې.

زهير ساپى

د بهرنيو له ملاتړ پرته افغان ځواکونه به هېڅ هم ونه شى کړى.

بلال احمد ستانکزى

افغان ځواکونه له دې کبله امنيت نه شى نيولى چې پرځان ډاډه نه دي.

رزاق سمون

اوس چې له پنځوس ډېر هېوادونه په افغانستان کې ښکېل دى امنيت نه دى ټينگ شوى، نو خداى خبر هغه مهال به څه کېږي چې دغه ځواکونه ووځي.

ميرزا ترکى

که طالبانو او اسلامي گوند سره سوله وشي، نو د راتلونکي په اړه هېڅ انديښنه نه شته.

محمد ياسين امين

داسې امکان شته چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته يو گڼ شمېر طالبان وسله پرېږدي او په دې ډول جگړه کمه شي.

حفيظ الله پوپل

بهرنيان چې ووځي هرڅه سمېږي

مدثر

که بهرنيان ووځي، نو افغانستان کې به کورنۍ جگړه پيل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .