بي بي سي افغانان غږوي: اداري فساد

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

اداري فساد، هغه بحث دی چې له امله یې تل پر افغان حکومت نیوکې کېږي او کله نا کله یې د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو تر منځ اړیکې کړکیچنې کړې دي.

افغانستان خبرې کوي، د بي بي سي د ستاسو نظر د ځانګړو خپرونو د لړۍ دویمه خپرونه د اداري فساد په اړه وه.

یو ډېر شمېر افغانانو چې له خپرونې سره اړیکه نیولې وه د اداري فساد په تړاو سخت شکایتونه درلودل چې د دوی په باور لږ مبارزه ورسره شوې ده.

افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې له فساد سره مبارزه یې د کارونو په لومړیتوبونو کې ده.

اداري فساد، هغه بحث دی چې له امله یې تل پر افغان حکومت نیوکې کېږي او کله نا کله یې د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو تر منځ اړیکې کړکېچنې کړې دي.

د همدې موضوع په اړه له بي بي سره د خبرو پر مهال محمد الله له ننګرهاره وايي، فساد د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځ ته کړی او د امنیتي حالت د خرابوالي لامل هم دی.

افغان حکومت وايي له فساد سره مبارزه یې د کار په سر کې ده او تر خپلې وسې یې د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. خو ځینې بیا وايي چې حکومت په تېرو کلونو کې په ځانګړې توګه څه نه دي کړي.

سره له دې چې افغان حکومت وايي د فساد پر ضد یې ښې لاس ته راوړنې لرلې دي، خو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د فساد د مخنیوي په اړه لا هم ژورې اندېښنې شته.

"د افغانستان خبرې کوي د چهار شنبې ورځې ( د دسمبر ۵) موضوع اقتصادي مسایلو ته ځانګړې شوې ده. دغه خپرونې له بي بي سي سره یو ځای د افغانستان له ملي راډيو، کلید، سلام وطندار او په هرات کې د صدای مردم راډیو ګانو او پژواک خبري آژانس له لارې هم خپرېږي. "

ځینې کسان په اداري فساد کې خلک هم پړه بولي او وايي چې دوی خپله فساد ته زمینه برابروي، ناصر خان شینواری له سعودي عربستانه وايي، باید خلک ډېر نهیلي هم و نه اوسي.

دغه خپرونې له بي بي سي سره همهاله د افغانستان ملي راډيو، کلید، سلام وطندار او په هرات کې د صدای مردم راډیو ګانو او پژواک خبري آژانس له لارې هم خپریږي.

د نورو اورېدونکو نظرونه

په بلخ ولایت کې زیاتره خلک فکر کوي چې اداري فساد د وروستیو ۱۰ کلونو یوه لاس ته راوړنه ده، ځکه مخکې تر دې اداري فساد دومره په پراخه کچه نه و.

له سمنګانه محمد نعیم تلاش راته وویل" د اداري فساد په اړه هېڅ کار نه دی شوی، بلکې خلک غولول شوي دي."

اسماعیل شریفي ایبک

"هغه مبارزه چې افغان حکومت پیل کړې نه یوازې دا چې ګټه یې نه ده کړې، بلکې فساد یې ډېر کړی دی، ځکه دلته ان حکومتي څوکۍ هم خرڅېږي، او د څوکیو څښتنان اړ دي چې خپل لګښت له خلکو پوره کړي."

ضیا صادق بامیان

"د یوې ځانګړې ستراتیژۍ د نه شتون له امله فساد ورځ په ورځ ډېرېږي، چې لاملونه یې وسله وال ځواکونه او په فساد ککړ کسان دي."

محمد بشیر بامیان

"وړتیاو ته باید وکتل شي، هغه کسان چې د ماسترۍ او یا هم لیسانس سندونه یې په لاس کې دي وزګار ګرځي، خو هغه کسان چې زده کړې نه لري او په فساد ککړ دي په دندو ګومارل کېږي."

شمس هرات

" په تېرو ۱۰ کلونو کې د لوړ پوړو چارواکو د فساد د مخنیوي لپاره کار نه دی شوی او ولې پوښتنې ګروېږنې نه دي ترې شوې."

مېرمن کریمي هرات

"یو مهم لامل چې د پرمختګ د مخنیوي لامل شوی همدا اداري فساد دی. تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم اداري فساد موجود وي، او د له منځه وړلو لپاره یې ډېر کار ته اړتیا ده."

طاهره مزار شریف

"که اداري فساد له منځه لاړ شي نو د خلکو او حکومت تر منځ شته واټن به هم لږ شي."

شفیق ایزید یار کاپیسا

"ولې په افغانستان کې فساد وده کړې ده، ځکه بهرنیان یې ملاتړ کوي د بېلګې په توګه د حج او اوقافو پخوانی وزیر او د افغانستان بانک مخکینی مشر."

لطیف فایق کابل

"تر هغه چې نوی حکومت را نه شي، بهرنیان به په افغانستان کې پاتې نه شي او د خلکو باور به هم ترلاسه نه شي کړای."

نعمان کندز

"د فساد ضد ادارې او لوړ پوړي چارواکي تل له ټیټ پوړو کسانو د فساد په اړه پوښتنې کوي، خو له دوی پوښتنه نه کېږي."

عبدالله فیض آباد

"فساد د بهرنیو مرستو روڼوالی هم له ګواښ سره مخ کړی دی، نو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په هېواد کې د اداري فساد حالت څه وي.؟"

داود فرهنګ هلمند

"افغانستان به په راتونکي کې هم د فساد له امله بې ثباته وي، که د دې لپاره جدي مبارزه ونه شي، هېواد به له ستر ناورین سره مخامخ وي."

سردار محمد هلمند

"فساد د هېواد د نظام په وړاندې ستره ننګونه ده، که تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم فساد موجود وي، حالت به داسې وي لکه چې دی، خو که حکومت او اداره بدله شي، نو هیله شته چې روڼوالی رامنځ ته شي, د چارواکو د فساد مخنیوی نه کېږي او لوړ پوړي چارواکي په کې ښکېل دي، که داسې ستونزې روانې وي، راتلونکې ټاکنې به هم رڼې نه وي.

همدرد نورستان

"که چېرې اوسنی نظام غواړي چې اداري فساد له منځه یوسي، باید سوله رامنځ ته شي."

عبدالرزاق حمیدي

د فساد له منځه وړلو لپاره لسګونه ادارې جوړې شوې دي چې ان غږ یې تر سپینې ماڼۍ پورې ورسېد، که تر ۲۰۱۴ کال وروسته حالت همداسې وي، نو له جګړې پرته به د فساد له امله حکومت راوپرځي.

ناصر خان شینواری سعودي عربستان

" نا هیلي باید ونه شي، په ادارې کې که څوک بډې رشوتونه اخلي نو ورکونکي یې څوک دي، د هر څه د اصلاح امکان او هیله شته، او راتلونکې ته هم هیله شته."

نجیب اکرامي کابل

"فساد په لوړ پوړو چارواکو کې دی، کرزي خپله خلکو ته وویل چې پیسې بهر ته مه وړﺉ او په هېواد کې ودانۍ پرې جوړې کړﺉ."

میر آغا صمیمي کابل

"د فساد عوامل په افغانستان کې ډېر دي یو لامل یې دا دی چې په حکومت کې پوښتنه نه شته، که پوښتنه وای کیدای شي یو ښه مخنیوی یې وشي. د هغه چا چې ګټې خوندي دي د فساد ملاتړ کوي، خو د هغو کسانو چې له فساده کرکه کوي شمېر یې ډېر زیات دی."

بختیار ساحل ننګرهار

"ختیځ کې هغه کسان په زور کې دي چې په هر نظام کې یې ملاتړ کېږي، او اصلاً په فساد کې دوی خپله ښکېل دي. په ادارو کې نا انډولي باید له منځه لاړه شي، ځکه په یوې ادارې کې دوه تنه چې یو شان کار کوي یو یې لوړ او بل یې ټیټ معاش اخلي نو هغه کس چې ټیټ معاش لري فساد ته مخه کوي."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .