ډیوه، د شمع نظامي کالم: نو دا به کله وي؟

د خپريدو وخت: 18:21 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

د ولس له منځه څو خبرې درسره شريکوم، هغه خبرې چې د احساس پر خاوندانو به زړه وژونکى بريد وي

وخت پروخت نړۍ بدلېږي، څوک د پرمختګ ګامونه اخلي او څوک په بدبختۍ په کې په شاتګ کوي.

هغوى چې پرمختګ کوي د خپلو بايلنو له تېر وخت يې زده کوي چې ولې مو دا وبايلل؟

ولې دا خلک ګټونکي دي؟

اوس کومه لاره ورته د ژوند لپاره په کار ده؟

او دا هرڅه ورته د يوه احساس له مخې فکر ته ورځي.

سياسي ډله د دې لپاره جوړوي چې د خپلې ټولنې خلک په يو سياسي چوکاټ کې را غونډ کړي.

ټاکنې د دې لپاره کوي چې تر نورو ښه يو څوک د خپلې ټولنې د سرلاري په توګه غوره کړي.

واکمني د دې لپاره کوي چې يو وخت د ژوند په وروستي پړاو کې که د کار انرژي له لاسه ورکړي، د تېرو اغيزمنو کړنو اوشهکاريو د بې وسه عمر لپاره ساه واخلي.

خو څه فکر کوئ له دغو ټولو خبرو سره د دې هېواد خلک څومره جوړ روان دي؟

د ولس له منځه څو خبرې درسره شريکوم، هغه خبرې چې د احساس پر خاوندانو به زړه وژونکى بريد وي.

د ټاکنو لپاره د ولسي مخورو يوه مشوره په شملو پوره په قدوقامت غښتلې خو پرېکړې يي نه پوهېږم تاسې څنګه بولئ؟

"د پارلمان له وکيله دا ګيله نه وه چې په يوه ورځ يو صاحب په لوی جرم تورن له دندې ګوښه او په بله ورځ يې په هومره رايو له تېرې لويه څوکۍ ورکړي"

د قومي مخورو مشوره مې داسې ترغوږو شوه، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې را روانې دي څه به کوو، ستاسې په نظر بايد د چا ملا ور وتړو؟

د يوه ځواب د ژبې په سر و، ولا دا وار بايد داسې سړي ته رايه ورکړو چې زموږ له ډلې خو يو والي يا وزير وټاکي. يو بل سوچ نيولی و، ويل يي نه داسې څوک وي چې دا زموږ تربوران ورسره اړيکه ونه لري.

د بې واکه او واکمن شخصيت په اړوند خندنی ګونګوسی تېر شو، خو چا په کې کومه لنډۍ ورزياته نه کړه.

د خانۍ په ګدۍ ناست مشر ملک غاړه تازه کړه او لکه چې ورته ډېر چرت وهلى و، ويي ويل موږ ته د يوه ګټه هم نه رسېږي.

يو مو هم د پلار زوي نه دى. هغه ته رايه ورکوو چې کمپاين اوتبليغاتي منډې ترړې يي تربل ښې وي زموږ همدغه ګټه ده. هر وخت چې د ټاکنو د ګټې وټې کيسه بچيانو ته کوم نو هر يو رانه اوس پوښتنه کوي چې پلار جانه دا به کله وي؟

د ټولو فکر او د ټولې ناستې پايله همدا وه او پرېکړه په دې شوه تر هغه د ټاکنو په کيسه ډبره واړوئ چې د شتمن او نيستمن درک په کې نه وي مالوم.

دا راته يوه تمثيلي ټوټه مالومه شوه خو باور مې هله پوخ شو چې د کليوالو نجونونه مې د ټاکنو په اړوند واورېده.

دوى ويل وۍ ګلې هغه حاجي صيب په انتخاباتو کې زموږ کلي ته له زرو ډېر پړوني او د کميسونو ټوټې رالېږلې وې نو که کامياب نه وي خداى دې کامياب کړي.

بلې ويل کاميابي يي د خداى په لاس کې ده خو که بيا کانديد شي بيا به مې د لالا په موټر کې ټولې د ولسوالۍ بازار ته لاړې شو او پاڼې به ورته قد په قد کړو.

ګیله

"په رايه تللو خلکو خو نه د دوى جيبونه ترپايه ورډک کړل، نه يي دندې ورکړې"

يوې راغبرګه کړه دا زموږ د نوې دېرې کوټې لپاره هم حاجي صيب پيسې راکړې وې او د خيرات لپاره يي دوه پسونه هم رالېږلي وو.

ټولو دا پوښتنه کوله چې انتخابات خو د ګټې وټې ورځې دي چې دا به کله وي؟

ما چې د هغه حاجي صيب نوم وا ورېد هغه اوس د همدغه خيرات خوړلو کليوال استازى دى خولا يي دوى له ناکامۍ اوکاميابۍ ناخبره و.

د قوم له سالارانو او د کلي له ساده ګانو مو نور زړه موړ شو او تکل مې دا وکړ چې دا وار به له ځينو لوستو خلکو هم اورم.

کله چې مې له دوى پوښتل هر يو په دې ګيلمن و چې د دوى په رايه تللو خلکو خو نه د دوى جيبونه ترپايه ورډک کړل، نه يي دندې ورکړې او نه خو يي اوس تیليفون ځوابوي.

يوه هم په کې دا ونه ويل چې د ولسمشر ځانګړنې او کړنې بايد څه ډول وي، څومره په حالاتو واکمن وي، زده کړې يي ترکومه وي او نور داسې...؟

د پارلمان له وکيله دا ګيله نه وه چې په يوه ورځ يو صاحب په لوی جرم تورن له دندې ګوښه او په بله ورځ يې په هومره رايو له تېرې لويه څوکۍ ورکړي.

په ټلويزيون کې يي د بحث او په تالار کې يي له شنو کارتونو سره د ځمکې او اسمان توپير وي. بس هرڅوک د خپلې شخصي غوښتنې پوره کولو تږي دي.

دا ټولنه څومره پرمختللې ګڼئ د خداي لپاره اوس مو ملت ته همدا کيسې ورپاتې شوې.

ريښتيا دا خو ډيرې د ملت کيسې نه دي ملت په څنډه پاتې دي، دا خو د ځان خبرې دي هغه ځان چې ملت ته يي کومه ګټه نه رسېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .