"يو با تور ملت غر قېږي، یو مضبوط وطن نړېږي"

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

پوهنه رڼا ده.

ما تېر ځل په غزني کې د نړېدونکو تاريخي هستيو پر چيغو او ساندو راسره تم کړي واست. نه غواړم چې بيا مو په غوږونو کې د هغو تاريخي يادګارونو د ړنګېدو غږ او د بېوسۍ چيغې انګازې وکړي، چې د يوه باتور ملت د تاريخ پاڼې ورسره اوړي.

د انسټاين دا وينا د کاڼي کرښه ده چې وايي: "که يو چا په خپل تېر تاريخ وياړ وکړ، نو پوه شه چې دی په خپله هېڅ هم نه لري." خو له تېر تاريخ سره زموږ اړيکي او تړاو هم طبعي دی او داسې اسانه ورسره غوڅېدای نه شي.

هغه مهال يوه ښاغلي راته ليکلي و، چې: "په ډېرو وړو مسلو پسې دې را اخيستې ده. موږ تر دې غټې ستونزې هم لرو." کور يې ودان، لږ تر لږه په دې راسره موافق و، چې لاره دې ښه ده، خو د ده په وينا پام بايد غټو ستونزو ته ور واړوم.

نه پوهېږم خلک به غټې ستونزې څه ته وايي؟

ايا دا به کوچنۍ ستونزه وي چې يوه لويه سيمه يې د تاريخي اقدارو د محوه کېدو په درشل درولې وي. د بشري ځواک سېبمولونه يې نړېږي. خلک يې له ډېرو عادي ناروغيو مري، د ليک لوست کچه په کې په بې ساره ډول ټيټه وي. ژوند په کې يوازې د ساه تر کښلو پورې را محدود شوی وي او ډېرې نورې داسې بېلګې.

"پوهنه رڼا ده، خو زما سيمه ترې محرومه ده. "

زموږ د ښوونځيو د کتابونو پر پښتيو باندې يوه ډېره ښکلې جمله ليکل شوې ده "پوهنه رڼا ده".

د علم لپاره زما په نظر تر ټولو غوره تعريف همدا دی. دا خبره چې د هر چا وينا وي، د هر چا د فکر زېږنده وي او د هر چا باور او عقيده وي، خو زما په اند د علم په اړه تر ټولو با مانا تعريف په کې پروت دی.

انسان په طبعي ډول د هرې پېښې او هر پرمختګ په دلايلو پسې سرګردان وي. انسان قناعت غواړي او قناعت ډېر ځله د تجربو تر شا پټ وي.

موږ بايد د تجربې دروند بار پورته کړو او تر هغه لاندې د قناعت پټې سيکې تر لاسه کړو. د علم او پوهې په اړه همداسې تجربې شوي او تر تجربو وروسته ثابته شوې چې "پوهنه رڼا ده".

يوم البتر

پوهنه رڼا ده، خو زما سيمه ترې محرومه ده. هغه سرونه چې د څراغونو په څېر بلېږي او دغه رڼا خپروي زما له سيمې څخه ورو ورو په کمېدو دي.

هغه سترګې چې د دغې رڼا په مرسته به يې ډېر لري هم ليدای شوای اوس ورو ورو پټېږي او که حالت همداسې وي، نو لري نه ده، چې زما پر سيمه به داسې تپه تياره راخوږېږي چې ښي او کيڼ لاس به په کې نه ښکاري.

د دغې تيارې څرکونه اوس هم تر سترګو کېږي. د ښوونځي د دروازې تړل داسې و انګېرئ چې زما د ولس پر سترګو چا توره پټه ورتړلې وي او د پوهې کمېدل په خپله د تيارې خورېدل دي.

زما ولس له همدغو دواړو خطرونو سره لاس او ګرېوان دی.

تېره اوونۍ په غزني کې د پوهنتونونو لپاره کانکور ازموينې پيل شوې وې او د روانې اوونۍ تر لومړيو را وغځېدې.

د غزني په کانکور ازموينه کې سږکال د دغه ولايت ټول ټال ٩٠٠٢ کسانو ګډون کړی و، چې شاوخوا ۷۵۰۰ يې سږ کال له ۱۲ ټولګيو څخه فارغ شوي او پاتې نور يې د نورو کلونو پاتې شوني و.

"هغه سرونه چې د څراغونو په څېر بلېږي او دغه رڼا خپروي زما له سيمې څخه ورو ورو په کمېدو دي."

د غزني د پوهنې رياست ويلي، چې سږ کال ۳۰۰۰ نجونو په کانکور کې ګډون کړی و، چې دا رښتيا هم د افغانستان په تېره بيا غزني په سختو شرايطو کې چې ښوونځي ته د نجونو تګ له شکه پرته خطرناک دی، ډېر ښه پرمختګ دی.

سږ کال په کانکور کې ۲۰۰۰ زده کوونکي د غزني د مرکز ، ۲۰۰۰ د جاغوريو ولسوالي او پاتې نور د نورو ۱۷ ولسواليو د ښوونځيو فارغان ول.

د ولسواليو د وېش ونډه هم ډېره عجبه وه، چې د اندړو ولسوالۍ په کې تر ټولو لږه وه، او يوازې څو درځنه وه. دا هغه سيمه ده چې څو کاله مخکې به يې سلګونه کسان فارغان درلودل.

د افغانستان د نورو برخو په څېر د نفوسو احصايې هم اټکلي دي، خو ځينې شمېرې او يا د پخوانيو شمېرو پر بنسټ شوي اټکلونه د اندړو ولسوالۍ نفوس تر يولک زيات ښيي.

دغلته په رسمياتو کې لسګونه ښوونځي فعال بلل کېږي، خو واقعيت داسې نه دی. لا هم يوه لويه برخه ښوونځي په کې بند او يا هم په بند حساب دي.

د پوهنې مديريت يې د غزني ښار په يوه هوټل کې دی، ډېر ښوونکي يوازې په نامه معاش اخلي او دولت له دې څخه کورټ انکار کوي، چې ګني په دغې ولسوالۍ کې دې کوم ښوونځی تړلی وي.

اوس چې کانکور را ورسېد نو معلومه شوه، چې په دغې ولسوالۍ کې د ښوونځيو حالت هغسې نه دی لکه پوهنې وزارت چې وايي.

تاريخ څه راکړي؟

انسان طبيعتا داسې يو مخلوق دی، چې په اسانه ماتې نه مني، خو که مات شي نو بيا د خپلې ماتې د توجيه کولو لپاره زر دلايل يو په بل پسې کتار کوي.

په افغانانو کې بيا يو بل عادت هم شته ، دوی له خپله ځانه هم ځينې خبرې او واقعيتونه پټ ساتي. دوی له وېرې ورسره نه شي مخامخ کېدای.

"زه د تاريخ د نېټو په توګه دا منلای شم چې زموږ اريايي نيکونه به ۵۰۰۰ کاله مخکې د اريانا پر ورشوګانو مېشت ول، خو دا پوښتنه هم هېڅکله له ذهن څخه نه شم ايستلای چې نيکونه خو نيکونه و، موږ څه کړي دي؟"

دوی په زړه کې پوهېږي چې کيسه څنګه روانه ده، خو بيا هم ځان ته د درواغو تلقين ورکوي چې خبره به داسې نه وي.

زما په نظر دغه کار څو لاملونه لري او يو لامل يې هم د انسان کمزوري ده، چې نه شي کولای خپله ماتې ومني او يا هم چاته ځان ټيټ راولي.

موږ د نورو انسانانو په څېر تېروتنې کوو، بلکې تر نورو زياتې هم کوو، خو د نورو په څېر په موږ کې دا جرات نشته چې پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړو.

د تاريخ فلسفه همدا ده چې انسان د تېرو زمانو د انسانانو له کړو سره خپل هغه پرتله کړي، درس يې وګڼي، د ښو کارونو يې تقليد کول هم روا دي او هغه کارونه چې انسان ته ناوړه ښکاره شي بايد ترې ډډه وکړي.

زه فکر کوم افغانان به يوازينی ملت وي چې په ۲۱ پېړۍ کې د خپل نسل او نسب له ادرسه درسره خبرې کوي. دغه کليشه اوس ماته بيخي ځوروونکې ده چې وايي: "موږ ۵۰۰۰ کلن تاريخ لرو".

زه د تاريخ د نېټو په توګه دا منلای شم چې زموږ اريايي نيکونه به ۵۰۰۰ کاله مخکې د اريانا پر ورشوګانو مېشت ول، خو دا پوښتنه هم هېڅکله له ذهن څخه نه شم ايستلای چې نيکونه خو نيکونه و، موږ څه کړي دي؟

په ۲۱ پېړۍ کې چې معلوماتو ته په کې لاسرسی د اکسيجن د اخيستلو هومره اسان دی. زه د ټولې دنيا له حال احواله خبرېږم، زه پر دې هم خبرېږم چې د نړۍ په څومره سيمو کې د افغانستان په څېر کورنۍ جګړې روانې دي، خو هېڅکله مې داسې معلومات مخې ته را نه غلل چې چا دې خپل ښوونځی سوځولی وي.

افغانستان ماته د نړۍ پر مخ يوازينی هېواد ښکاري چې لا هم په کې له ښوونځي سره دښمني کېږي او سوځول کېږي.

په دغسې يوه حالت کې که له تاريخ څخه انکار ناروا وي، نو دومره خو ويلای شو، چې تاريخ ماته څه راکړي دي؟ ايا دا چې زه ووياړم ۵۰۰۰ کلن تاريخ لرم، دا چې زه تر نورو ملتونو مشر يم...

زما ګاونډي ملتونه زما د تاريخ سلمه برخه عمر نه لري خو بيا هم تر ما پرمختللي دي، لامل يې څه دی؟ زه يوازې پر تاريخ فکر کوم او دغه فکر له ما څخه د زده کړې فرصت اخيستی دی.

"زموږ اتلان په تاريخ کې دننه دي، له تاريخه د باندې داسې څوک پيدا نه شو چې د يوه اتل په څېر پر دې ملت ورحمېږي او له سترګو يې د ناپوهۍ توره پټه ور لري کړي."

زما ګاونډيان کوم خارق العاده انسانان نه دي، چې يا يې د مغز وزن تر موږ زيات وي، يا يې بدني جوړښت له موږ سره توپير لري او يا يې هم ضرورتونه له موږ سره توپير لري.

هغوی که خپل تاريخ نه لري نو د بل له تاريخ څخه يې هم استفاده کړې ده او د خپل راتلونکي نسل په لارکې يې ترې مشالونه بل کړي دي.

که زما د ګاونډيانو چلند او پرمختګ هم ماته دا انګېزه نه شي راکولای چې د خپل راتلونکي لپاره څه وکړم، نو زما د زرګونه کاله پخواني تاريخ چې دا مهال يې ډېرې نېټې د زمانې په ګردونو کې ورکې دي، ماته څه راکولای شي؟

زموږ اتلان په تاريخ کې دننه دي، له تاريخه د باندې داسې څوک پيدا نه شو چې د يوه اتل په څېر پر دې ملت ورحمېږي او له سترګو يې د ناپوهۍ توره پټه ور لري کړي.

هغه مهال چې په کابل کې کورنۍ جګړې وې، هره ورځ به لسګونه کسان وژل کېدل، لسګونه نور به ټپيان کېدل، کونډې او يتميان به پاتې کېدل او هېواد په يوه لويه بشري غميزه کې راښکېل و، نو اکاډمېسين سليمان لايق، د پښتو بل نامتو شاعر ارواښاد غني خان ته په يوه اوږده قصيده کې د دغې غميزې انځور کښلی و.

زه چې د هېواد اوسني کړکېچن حالت او د پوهنې بدې ورځې ته ګورم ،نو په وار وار مې د ښاغلي لايق د قصيدې دغه بيتونه په ذهن کې راګرځي:

د ا زموږ د سترګو وړاندې ، "غني" ګوره څه تېرېږي

يو با تور ملت غر قېږي، یو مضبوط وطن نړېږي

یوه دنیا د برم و بذل، یوه نړۍ د مېړنیو

د غروب پر لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لوېږي

خدايه دا دې څه را وکړه، چې يو نر دې را پرې نه ښود

هر کمر ته چې تکيه شو، لکه شګه را شړېږي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .