د بشرنوید کالم پښتونخوا: پر قاضي حسین احمد ځانمرګى بريد

د خپريدو وخت: 14:23 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

طالبان په خپلو استادانو باندې ولې حملې کوي؟

د جماعت اسلامي په پخواني مشر قاضي حسین احمد ځان مرګي بريد څخه يو ځل بيا دا پوښتنه راپورته شوه چې طالبان په خپلو استادانو باندې ولې حملې کوي؟

له دې وړاندې په قصه خوانۍ کې د جماعت اسلامي په جلسه کې د بمى چاودنې په واقعه کې ګڼ شمېر خلک ژوبل او مړه شوي دي.

په مولانا فضل الرحمان باندې هم بريدونه شوي دي.

مولانا سميع الحق يعنى حقانيه دارالعلوم څخه د طالبانو د استادۍ او شاګردۍ حِس تر اوسه کار کوي، ځکه چې هغه له دې وېرې ترهې نه بهر دى.

دا درې واړه مذهبي مشران د افغان جهاد نه را واخله، پر کابل د طالبانو واکه پورې په څه نا څه شکل د کابل د تخت او بخت پورې تړلي وو.

هر څو که جماعت اسلامي د کابل په اقتدار کې د انجینير حکمتيار نه بغېر د غېر جانبدارۍ څرګندونه کوله او طالبان بغېر د انجینير حکمتيار نه د قاضي صاحب لپاره محترم نه وو، خو د اېم اېم ای احترام پرې لازم و، ځکه نو د اېم اېم ای په اقتدار کې طالبانایزېشن زياتېده.

جماعت اسلامي په دغه مذهبي اتحاديه کې ځان ته پروفېسران او د جمعيت العلماء اسلام دواړو څانګو "ف" او "س" ته طالبان وایه، خو عجيبه دا ده چې مذهبي پروفېسرانو په دغه دور کې د طالبانو کار کولو، په لويو لويو اشتهاري بورډونو چې به د نجلۍ تصوير و سياهى وېشتله، خپلې نجونې يې په نقابونو کې د اېوان دننه د سرونو د شمېرې لپاره کارولې او د اشتهاراتو د نجلۍ تصوير يې د سترګو په ګناه کې راوست.

"د مولانا فضل الرحمان ، قاضي حسین احمد د ګلونو د ګلدستې نه بارود جوړ شول!"

د سوات طالبانو نه وړاندې د جماعت اسلامي پروفسېرانو د نجلۍ شکل ته ګناه ويله.

په ثواب او ګناه کې بېخي نرۍ پرده ده. موږ د افغانستان په تناظر کې د ثواب او ګناه تصوير په جهاد او فساد کې ليدلی شو، په دغه دواړو تصويرونو کې د پاکستان رنګ او برش ډېر ښکاره دى.

څوک چې نورو ته رنګونه ورکوي نو خپل ځان هم له رنګه نه شي ساتلى.

نن چې په پاکستان کې د نورو نه علاوه د مذهبي ګوندونو په مشرانو هم ځان مرګي بريدونه کېږي، نو هغه رنګونه دي چې دوى افغانستان ته ورکول، اوس ترې خپلې ګوتې، سپينې جامې او عربي قباګانې نشي پاکولی.

د ثواب نه په ګناه جوړېدو کې دومره وخت ولګېد!

د جهادي نه فسادي جوړ شو!

د چڼي نه طالب جوړ شو او د طالب نه مطلوب!

جنرال حميد ګل د افغانانو د وينو قرضدار شو!

"د پاکستان مذهبي ګوندونو د افغانستان په جهاد او د طالبانو په تعلق کې ثوابونه وړاندې تر لاسه کړل، له هغو ثوابونو نه اوس ګناه جوړه شوه. "

د مولانا فضل الرحمان ، قاضي حسین احمد د ګلونو د ګلدستې نه بارود جوړ شول!

څوک د ګناه نه پس توبه باسي او ثواب ګټي. چا په برخه د ثواب اخري پای په ګناه وي، تېر ټول ثوابونه يې په سيند لاهو شي.

د پاکستان مذهبي ګوندونو د افغانستان په جهاد او د طالبانو په تعلق کې ثوابونه وړاندې تر لاسه کړل، له هغو ثوابونو نه اوس ګناه جوړه شوه. د افغانستان جهاديان د پاکستان د مذهبي ګوندونو نه مرور دي او طالبان هم ګيله مند دي.

دواړو څخه يې جفاګانې کړي دي، د پاکستاني ولسي او پوځي اسټبلشمنټ او مذهبي ګوندونو خوى خصلت مزاج او انداز ''کيپ پتلون'' ''قبا پټکى'' هر څهٴ يو شان دي، په کلين شيو او ږيرې به يې شکلونه بدل ليدلی شئ خو په دماغو موقف او هدف بېخي يو شان دي: ''يار او رېبار دواړه د يوې څانګې ګلونه دي''

په پاکستان باندې په جهاد کې د جفا تور دى او په انقلاب کې ''سره''، سپين نه دي، خو جهاد او انقلاب سره چې چا جفا کړې ده، په هغوى يې ازار د طالبانو په شکل کې ولګېد.

د مذهب استادانو صاحبانو ځان ته د افغانانو د کپړو نه د خپلو مدرسو او جوماتونو دنګ مينارونه جوړ کړل او د پښتو رهبرانو د انقلاب د تشو دارو په ډزو خپلې کچه نوکرۍ پخې کړې.

پښتانه د اوښ په شا سپو وخوړل، او له هغه اوښ نه چا پوښتنه وکړه: "اوښه دا راته ووايه چې لوړه ښه ده که ژوره"؟

اوښ جواب ورکړ: "د دواړو دې خداى بېخ وباسي".

"د پښتنو په پښتو او مذهب دا لوبې د پاکستان ولسي او پوځي ادارې وکړې."

نن يې پښتنو ته پښتو او مذهب دواړه دومره بد بد ووهل چې نه په حجره کې د ناستې شان پاتى شو، او نه د جومات په صف کې ودرېد!

د پښتنو په پښتو او مذهب دا لوبې د پاکستان ولسي او پوځي ادارې وکړې. دوى د هر چا ګوډۍ د خپلې سرخې په مانجه (تار) اسمان ته خېژوي.

په يو وخت د بېلا بېلو رنګونو ګوډۍ په خپل تار بره په هوا کړي او بيا يې په يو بل کاټ (غوڅې) کړي.

اوس بره اسمان ته په پردو تارونو ختلي ګوډۍ او ګوډاګۍ هر څهٴ واپس ځمکې ته د راکوزېدو وخت راغلى دى، خو پوښتنه دا ده چې په محفوظ صحيح، سالم، روغ رمټ حالت کې به د بره نه کښته ځمکې ته راشي هم او که نه!؟

که ځمکې ته محفوظ راشي نو اۤيا ځمکه به يې قبول کړي او که نه!؟

ځکه چې د مولانا فضل الرحمان او قاضي حسین احمد غوندې بنسټ پال د ځمکې په شر کې په دا حال دي، نو د اسمانه راکوز شوي به ځمکې سره خپل نوى تعارف په کومه ژبه کوي!؟

وېره ده چې حجره او جومات يو بل ته د ځمکې په شر کې دا ووايي!

ستا خپل احساس قاتل شو زما خپل احساس قاتل

اى ګله موږه دواړه څه په ښکلى ګناه مړه شو

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .