ستاسې غږ: د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ جوړ جاړی څنګه کېدلی شي؟

د خپريدو وخت: 14:19 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

د افغانستان حکومت د سولې لپاره د "لار نقشې پلان" په نوم طرحه جوړه کړې ده.

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د افغانستان د سوله ییز راتلونکي په اړه خبرې اترې روانې دي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د حکومت استازي، حکومت مخالفه ټلواله، حزب اسلامي او د طالبانو استازي ګډون لري.

د افغانستان حکومت د سولې "لار نقشې پلان" جوړ کړی دی.

دغه شپږ مخيز سند وایي چې تر ۲۰۱۵م کال پورې به طالبان، حزب اسلامي او نور وسله وال ګروپونه وسله پر ځمکه ږدي.

لار نقشه دا هم په ګوته کوي چې د ۲۰۱۳م کال تر نیمایي به د اوربند تړونونه لاسلیک کیږي او طالبان او نورې وسله والې ډلې به په سیاسي ګوندونو کې یو ځای کېږي او ښایی په ټاکنو کې برخه واخلي.

ستاسې غږ له تا سو اوري چې ستاسو په ګومان د حکومت د دې پلان په رڼا کې چې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو هوډ لري، جګړه څنګه ختمېدلی او سوله څنګه راتللی شي؟

پروګرام ته د پنجشنبې په ماښام د خپرېدو په مهال مخامخ په دې شمېره ټېلېفون وکړئ ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

د لنډ پیغام یا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

فېسبوک یا ټوېټر کې خپل نظریات راسره شریک کړئ او بریښنالیک هم په دې پته راولیږئ pashto@bbc.co.uk

ژمنه مو د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .