د بشرنوید کالم پښتونخوا: الرژي یا حساسیت

د خپريدو وخت: 17:34 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

په پاکستان کې عمل وړاندې او سوچ وروسته راپېدا کېږي.

الرژي یا حساسیت هغه ناروغي ده چې درملنه يې نشته. نن سبا له موسم سره لويو وړو زړو او هر چا ته الرژي یا حساسیت پیدا شوی دی.

ډاکټران ورته اينټى الرژي یا د حساسیت ضد دوا ورکوي خو ورسره دا هدايات هم ورکوي چې الرژي یا حساسیت به خپل وخت باندې ختمېږي.

له دې څرګنده ده چې د ډاکټرانو اينټي الرژي یا حساسیت ضد نسخه کار نه کوي.

دا خو د ناروغ او ډاکټر، د موسم او د موسم د نازونو تعلق او تړون دى. دا قيصه څه نوې نه ده، چې موسم د بنيادم او بنيادم د موسم څخه الرجک شي نو الرژي یا حساسیت زيات شي.

د انسان دننه د قوت مدافعت توان کم او ناروغ شي. عېن دغه رنګ دا ولسونه او دا سیستم د يو بل سره څه ربط، تعلق، تړون، رګ او ريښه نه لري.

خلک د سیستم نه الرجک دي، او سیستم د خلکو په بدن لکه زهرجنه اَشا ګرځېدلى دى. د دې لپاره هېڅ اينټي الرژي یا حساسیت ضد عمل خو لا لويه خبره ده، سوچ قدر ته هم نه دى راپېدا شوى.

په پاکستان کې عمل وړاندې او سوچ وروسته راپېدا کېږي. عموماً تيوري (نظریه) وړاندې او پرېکټيکل (عملي) وروسته وي، خو دلته وخت کم او مقابله سخته ده.

"په پاکستان کې عمل وړاندې او سوچ وروسته راپېدا کېږي."

مانا تيوري له منځه تللې ده. پرېکټيکل (عملي) زر کوي چې په کم وخت کې زيات څېز حاصل کړي، دغه وجه ده چې ادارې د خلکو نه او خلک له ادارو څخه الرجک دي.

دا وخت په ملک کې د برېښنا تللو سره د ګاز د بحران سره مخامخ دي.

د انرژي نومي هېڅ څيز نشته، چې تياره شي او ساړه زيات شي، نو الرژي یا حساسیت خو د تيارې د سوک په شان ده.

ټول خلک د برېښنا او ګاز، د رڼا او تيارې دواړو نه الرژک دي. اينټي الرژي یا حساسیت ضد سوچ د کومې راپېدا شو!

په بازارونو کې هړتالونو، احتجاجونو خلکو ته د روزګار الرژي یا حساسیت را پېدا کړی دی.

روزګار داسې ښکاري چې ته به وايې د ګټې لاندې تور مار منجيله پروت دى. خلک د بازارونو نه الرژک دي، بازارونه له خلکو نه وېره کوي.

هر څوک ورته ځانمرګى ښکاري، ځکه نو بازارونه په خلکو اعتبار نه کوي او خلکو ته بازار مقتل معلومېږي.

په دغه رنګ حالاتو کې به د الرژي یا حساسیت څه درملنه وي!؟

د هسپتالونو نه ډاکټران خپلو ذاتي کلينکونو او د درنو درنو فيسونو ذاتي هسپتالونو ته داسې منډه وهي لکه چې په سرکاري هسپتالونو کې د ناروغانو نه ډاکټرانو ته الرژي یا حساسیت لګي ځکه نو هغه وايي.

اول ځان دى، بيا جهان!

په پېښور کې هسې هم د پوليس نه عام خلک خصوصاً افغانان زيات حساس و، خو اوس چې پوليس په سرکاري وردۍ کې ګرځنده لاشونو په مثال ګرځي نو عام خلک د پوليس نه الرجک دي او پوليس د خلکو نه ډډه کوي.

اول به يې کلکه جامه تلاشي کوله، خو اوس د ځانمرګي جاکټ په وجه پوليس جامه تلاشۍ نه الرجک دي.

د سياسي ګوندونو جلسې جلوسونو ته د تماشګېرو ډېر زړه کېږي چې د يوې بې روزګاره ورځې دياړي پرې ولګوي، نعرې ووهي، زنده باد ووايي، د رهنما خوږې خوږې خبرې اوري، خو حالات اجازت نه ورکوي.

"هر څوک د الرژي یا حساسیت متاثره دي، ټول رياست ناروغ، ټول سیستم رنځوره، ټولې ادارې د غلو ډکې، ټول موسم د الرژۍ یا حساسیت ډک، ټوله فضا کې الرژي یا حساسیت خپور شوی دی."

رهنما ته د خرابو حالاتو، د امن و امان د خراب صورت حال له امله وخت اجازت نه ورکوي. هغه د خلکو د رش نه الرجک دى، او خلک د رهنما د دروغو نه تنګ شوي دي.

څه نازک حالت راغى، اوس امام د خپل مقتدي نه د جومات په صف کې الرجک دى، وړاندې به يې ويل، د لمونځ په صف کې اوږې د يو بل څخه وجنګوي، چې شیطان مو تر منځ را نه شي.

اوس د جوماتونو صفونو ته باوردي څوکېدار کلاشنکوف په لاس داسې ولاړ وي لکه چې هغوى باندې پرېډ کوي.

استاد او شاګرد د يو بل نه الرجک دى ځکه چې!

د جومات اُستاد عرب دی

په مکتب کې ډيلي وال دی

يو استاد راته پېدا کړئ

خو پښتون راته پېدا کړئ

وګورئ، وخت او حالاتو څه ناشونې وکړې. هر څوک د يو بل نه الرجک دي.

هر څوک د الرژي یا حساسیت متاثره دي، ټول رياست ناروغ، ټول سیستم رنځوره، ټولې ادارې د غلو ډکې، ټول موسم د الرژۍ یا حساسیت ډک، ټوله فضا کې الرژي یا حساسیت خپور شوی دی.

اوس ټوله بهرنۍ نړۍ زموږ د الرژي یا حساسیت نه الرجک ده. دا واېرس په داسې حالاتو کې هېڅ انټي الرژي یا حساسیت واېرس نه لري.

وېره ده که زموږ د الرژي یا حساسیت درملنه په وخت و نه شوه، هسې نه چې د نړۍ روغ انسانان زموږ د واېرس نه پزې پټې کړي.

دا به د هغوى د ځان په حق کې حفاظتي تدابير نه وي بلکې زموږ د الرژي یا حساسیت نه به سخت نفرت، وېره او خطره وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .