د اور لګېدو او سوځېدو مخنیوی څنګه کېدای شي؟

د خپريدو وخت: 11:28 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

د دې اوونۍ په ستاسو نظر پروګرام کې له تاسو اورو چې د اور لګېدو د پېښو مخنیوی څنګه کیدای شي؟

په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره معمولاً په کورونو کې د اور لگېدو او خلکو د سوځېدو په پېښو کې زياتوالى راځي.

ډېرې دغه پېښې له گازو او تېلو نه د پخلي او کورونو د گرمولو په موخه کارونه کې د بي احتياطۍ له کبله رامنځ ته کېږي.

په دغو پېښو کې پر ستر مالي زيان سربېره، د کورنيو غړي يا خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم د سوځېدو له کبله داسې معيوبيت ورپېښيږي چې ټول ژوند ترې کړيږي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې پر هغو لارو چارو خبرې کوو چې پربنسټ يې کېداى شي د دغو پېښو مخه ونیولای شي.

تاسو هم کولاى شئ چې د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

راته زنگ ووهئ او په دې برخه کې خپلې شخصي تجربې او نکلونه راسره شريک کړئ.

که ایمیل را استوئ پته مو ده:

Pashto @bbc.co.uk

د لنډ تېلې فوني پیغام یا ایس ایم ایس لپاره دا شمېره وکاروئ.

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .