ستاسو غږ: بشپړېدونکى ٢٠١٢ کال مو څنگه وموند؟

د خپريدو وخت: 12:01 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391
٢٠١٢

٢٠١٢ کال مو څرنگه وه، خاطرې او کيسې مو ستاسو غږ اوري

٢٠١٢ کال دا دى پاى ته رسېدونکى دى. دغه کال هر هېواد ته خپلې ښې يا ناښې ډالۍ درلودې.

د هغه په تېرېدو سره افغانستان يو بل گام د بهرنيو ځواکونو وتلو ته نژدې شو او له رازونو ډک کال- ٢٠١٤ لا روښانه د پېښو پر کنډو را څرگند شو.

تاسې ته دغه کال په سياسي او امنيتي ډگر او دغه راز په اقتصادي ، ورزشي او ادبي برخه کې څه ډول برېښېدلى دى؟

په خپلو نظرونو راسره ستاسې غږ خپرونه کې د پنجشنبې پر ماښام گډون وکړئ:

د ټېلېفون له لارې پر ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩ شمېره،

د برېښنا ليک له لارې پرpashto@bbc.co.uk

او د لنډ ټلېفوني پيغام له لارې پر ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ شمېره.

دغه راز د بي بي سي پښتو پر فيسبوک پاڼه او يا ټيوټر هم خپل نظر راسره شريکولى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .