کالا باغ بند ـــ د تشو دارو ډزې!

د خپريدو وخت: 14:29 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د کالاباغ بند

د کالاباغ بند د نوم، د معاملې او په دغه نوم د سياسي دوکاندارۍ څخه ټول پښتانهٴ پوه او خبر دي. دا يو داسې سياسي مړي په شان دي چې کله يې د عملنامې دوسیه را وځي او کله د سياسي مفمهمت په نامه ويل کېږي چې دا باب بند شو!

د ۳۰ کالو د عمر دا دوسیه کله د سياسي شطرنج د مهرې په شان څنګه او کله څنګه چال کېږي.

اوس يو ځل بيا د پنجاب په حق کې عدالت فېصله کړې ده چې کالا باغ بند دې جوړ شي، د پښتونخوا او سندهـ قام پرستو سره د را روانو انتخاباتو لپاره زبردسته موضوع په لاس ورغله.

بلوچستان خو پاکستان ته په بل شان عېنکو کې ګوري نو کالاباغ بند خو د بلوڅو لپاره د ټول پاکستان سره نامنظور دى.

د پاکستان د را روانو ټول ټاکنو لپاره هېڅ يوې سياسي ډلې څهٴ خاص نکات او اولسونو ته د تګ لپاره هېڅ خبره نشته.

"د کالاباغ بند مړي ته چې بنده ګوري نو درې لسيزې نه سېوا عمر ورته ياد شي چې باچا خان ژوندى و."

د پاکستان عدليې په سختو وختونو کې ولسي او پوځي طاقتونو ته اۤکسيجن ورکوي، لکه دلته چې هره پوځي کودتا شوې ده، عدالت د هېواد او قوم د ګټو لپاره جایز ګرځولې ده.

له کمزوري، جمهوريت نه زورور مارشل او د زورور مارشل نه د کمزوري جمهوريت په زېږېدنه کې عدليه مهم رول لوبوي.

اوس عدالت د پنجاب ناکام سياستمدارانو ته په خوله کې دا نعره ورکړه چې کالاباغ بند جوړوو.

د پښتونخوا او سندهـ حېران پرېشان ګوندونو ته يې زوړ مړي په اوږه کړل. هغوى دا وايي: کالاباغ بند نه منو!

د کالاباغ بند مړي ته چې بنده ګوري نو درې لسيزې نه سېوا عمر ورته ياد شي چې باچا خان ژوندى و.

باچاخان د خپل عمر اخري ساعتونه د کالاباغ بند په ذکر تېر کړی، نيم عمر يې تصوراتي پښتونستان خوړلى و او باقي يې کالاباغ وخوړ.

په دغه تسلسل کې ای اېن پي ته کالاباغ په ميراث کې هغه مړى پاتى شو چې دا پنځه کاله ورته دا باور ورکړ شوى چې اوس دا مړى د ژوندي کېدو نه دى.

خو ناساپه د عدالت په حکم دا مړى بيا ژوندى شو او د نویو ټول ټاکنو لپاره د زوړ مړي په سترګو کې عدالت کجل پورى کړل، خو دا عجيبه مړى پنجاب هم لوبوى، پښتونخوا، سندهـ او بلوچستان يې هم په غېږ کې ګرځوي.

د کالاباغ مثال د هغې ټوکې دى، چې يو هندو او مسلمان په شريکه غوا ساتلې وه، چې غوا لنګه شوه نو مسلمان خپل شريکوال هندو ته وویل چې داچې تاسې غوا ته مور وایاست نو مور ته خوراک تهٴ ورکوه.

هندو به غوا ته خوراک ورکول او مسلمان به لوشله. پۍ به يې ترې اخیستلې، اخر هندو خپل شريکوال مسلمان نه تنګ شو. ده ته به يې پۍ نه ورکولې، چې مسلمان به د غوا لوشلو ته کېناست نو هندو به د غوا سر وهه راوهه او هغه به لوس ته نه درېده.

"باچاخان د خپل عمر اخري ساعتونه د کالاباغ بند په ذکر تېر کړى و، نيم عمر يې تصوراتي پښتونستان خوړلى و او باقي يې کالاباغ وخوړ."

مسلمان ورته وويل: "يه هلکه شريکواله دا څهٴ کوې"!؟

هغهٴ ورته وويل زما د خپلې مور سر دى چې هر څهٴ ورسره کوم ستا په کې څهٴ کار دى!؟

کالاباغ بند نه هم ګټه د يو پنجاب ده او باقي درې واړه شريکوال پښتونخوا، سندهـ، بلوچستان د يو پنجاب لپاره د پاکستان ته ځان دوبوي.

دا معامله د پخواني جنرال ضياء الحق په دور کې تازه شوې وه او هغه وخت د پښتونخوا پوځي ګورنر جنرل فضل حق دا خبره د ای اېن پي په دماغو کې واچوله.

د جنرال فضل په تن باندې پوځي وردى وه خو دننه په کې پښتون پټ و.

دا خبره په رېکارډ پرته ده چې د کالاباغ بند په معامله کې جنرل فضل حق د پښتنو قام پرستو خصوصاً د ای اېن پي ډېر زيات کمک کړى دى.

دا د پوځي حکمرانۍ مړى دى، ځکه يې عدالتونه هم په خپلو دوسیو کې خوندي او وروکولى نه شي، او نه يې اداره د خپلې کهاتې نه ايستى شي.

دغه دلیل دی چې د پاکستان څلور واړه صوبې په يو داسې مړي سياست کوي چې نه يې قبر شته نه يې جنازه شوې ده.

"کالاباغ بند نه هم ګټه د يو پنجاب ده او باقي درې واړه شريکوال پښتونخوا، سندهـ، بلوچستان د يو پنجاب لپاره د پاکستان ته ځان دوبوي."

د پنجاب او دريو صوبو روغې هم په دې يوه مړي کيمې او دښمني يې هم په دغه مړي دي.

تر دې ځايه خو کالاباغ هر څوک پېژني چې يو صوبه وايي، موږ به يې جوړو، درې صوبې وايي موږ يې نه منو، خو د منو او نه منو نه هاخوا مېدان خالي دى.

دا دومره موده په خالي مېدان کې نورې لوبې کېږي اوس چې د دغه لوبو وخت ختم شو، نو په خالي مېدان پنجاب موږ ته بيا کرښه راکښله چې اوس به بيا کبډي کوو.

څه د ټوکې خبره ده چې په دغه خالي مېدان کې ساده زړي خلک دا تپوس نه کوي چې د دريو لسيزو نه زياته اوږده کبډى خپله پای نه لري!؟

دا لوبه د تشو دارو ډزې دي، ګنى پنځو کاله راهیسې پښتنو په واز کومې د مضبوط پاکستان، مضبوط مرکز، د وحدت پاکستان نعرې ووهلې او د هغه کوهي نه يې په شريکه اوبه وڅښکلې چې دا مردار مړى په کې پروت و.

څه عجيبه ټوکه ده که نه!؟

چې د يو هېواد څلور غټ قومونه د يو بل په ضد وي، چې د غټو څلورو قومونو ګټې د يو بل په ضد وي، هلته به د ترقۍ او ورورولۍ منافقانه رشتې تر کوم ځايه او کوم حد پورې قایمې پاتې شي!؟

په يوې خطې کې خو د هېوادونو کنفېډرېشن هم هله کېږي چې د هغوى ګټې شريکې وي، دلته په يو پاکستان کې د څلورو واړو صوبو په خپلو کې هر کار هره خبره د يو بل په ضد ده نو سياستمداران به يې د تشو دارو په ډزو تر څو ولسونه دهوکه کوي.

او که نا پښتنو ته د بارودو د ترخو لوګو نه پس په بې وسه ژبه بيا دا لنډۍ ورکوي:

پرېده چې خړ سېلاب يې يوسي

په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .