"سياستوالو لطفآ کرېکټ موږ ته پرېږدئ"

د خپريدو وخت: 14:42 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

که همدا حالت روان و نو ولسمشر کرزي ته ورځم او ښکاره ورته وايم چې څه روان دي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلو د انتخاب په کمېټه کې اوس زما دوه کاله پوره کېږي.

له ما سره د ملي لوبډلې کپتان، نوروز منګل، روزونکى کبير خان، پخوانى بالر هستي ګل عابد او د ١٩ کلنو د لوبډلې روزونکى ولي امين د لوبډلې په انتخاب کې مرسته کوي.

د کرېکټ بورډ د لوړ پوړو چارواکو يې اوس کور ودان چې موږ يې خپل کار ته پرې ایښې يوو او کار نه را باندې لري چې څوک انتخابوو او يا يې ولې انتخابوو.

خو که مو لوبډله ښه لوبه و نه کړي نو پوښتنه راڅخه کېږي، چې دا غوره کار دى.

موږ خپلو لوبډلو ته د انتخاب لپاره څو خبرو ته پام کوو.

په ټيم کې د څه ډول لوبغاړي اړتيا شته، څوک په کورني کرېکټ کې ښه لوبه کوي او په څه شکل يو نوى لوبغاړى نړيوالو لوبو ته چمتو کولى شو.

يو لوبغاړى چې په افغانستان کې دننه ښه لوبه وکړي ضرور نه ده چې له اسټراليا سره به هم ځلېږي.

"له خپلو محترمو سياستوالو هيله کوم چې کرېکټ ته دې ما پرېږدي او د سياست په ميدان کې دې خپله توره وکړي."

يو بل کس چې د هرات له ټيم سره په صفر اوټ شوى وي شايد له انګلستان سره پنځوسيزه وکړي.

دا خبره د چا په تندي نه وي ليکل شوې خو د لوبغاړي تخنيک، حوصله، د لوبې سيستم او کرکټر يا څېره چې د هغه چال چلند دى، موږ ته ډېر مهم وي.

د لوبډلې په انتخاب کې د کمېتې هر کس يوه رايه لري.

که يو لوبغاړى زما ډېر خوښ هم وي چې د نورو راسره خوښ نه شي ټيم کې يې نه شم ځايولى.

سياستوال

"موږ چې کله ټيم انتخابوو نو عمومآ څو سوه لوبغاړي راته ولاړ وي ازموينه ورڅخه اخلو".

زموږ د لوبډلو په انتخاب کې لوبغاړي مشکل نه جوړوي، پخواني اتلان څه نه راته وايي، د کرېکټ بورډ چارواکي غږ نه کوي خو د افغانستان سياستوال مو نه پسې پرېږدي.

باور وکړئ د کابينې وزيران، د پوځ جنرالان، د مشرانو جرګې غړي، د ولسي جرګې غړي لنډه دا چې هر هغه کس چې ځان ته د دې هېواد په سياست کې څه وايي موږ ته زنګونه وهي.

د چا زوى کرېکټ لوبغاړى دى، د چا وراره، تربور يا ملګرى.

که بل هيڅوک نه وي د خپل ولايت يو کس چې شايد کوم وخت به يې پلار په انتخاباتو کې رايه ورکړې وي.

دغه محترم سياستوال دا نه ګوري او يا شايد نه پرې پوهېږي چې په کرېکټ کې که لوبغاړى استعداد ونه لري په عملي ميدان کې نه يوازې ځان شرموي بلکې ټول هېواد ورسره خرابېږي.

موږ چې کله ټيم انتخابوو نو عمومآ څو سوه لوبغاړي راته ولاړ وي ازموينه ورڅخه اخلو.

په هغو کې يوازې ١٦ لوبغاړي انتخابوو.

څوک چې پاتې شي د هغوى پلرونه او خپلوان داسې فکر کوي چې انتخاب شوي په سفارش راغلي دي.

يوه ورځ مې له يوه ډله محترمو سياستوالو سره خبرې وکړې.

ورته ومې ويل چې په ١٠٠ کسانو کې څرنګه ١٦ انتخاب کړو چې پاتې ٨٤ يې خپه نه شي او تاسو هم راڅخه ګيله ونه کړئ. جواب يې نه درلود.

ځينې دغه محترم سياستوال راته وايي چې " دغه يوۀ ځوان ته چانس ورکړه ستا شيريني يې پر ما."

د شيرنۍ نه يې خبر نه يم چې څه دي، زۀ نه جايداد غواړم، نه د حرامو پيسه او نه په حکومت کې رسمي څوکۍ.

له خپلو محترمو سياستوالو هيله کوم چې کرېکټ ته دې ما پرېږدي او د سياست په ميدان کې دې خپله توره وکړي.

زۀ د چا نوم نه اخلم خو که په پرله پسې ډول همدا حالت روان و نو ولسمشر کرزي ته ورځم او ښکاره ورته وايم چې څه روان دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .