د شالکوټ غږ: د کور ګټه د لاهور ګټه

د خپريدو وخت: 18:43 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

راشئ خپلې شتمنۍ په خپلو سيمو کې په کار واچوئ.

پښتون قام د نړۍ پر مخ يو وخت ډېر سيال قام و خو موږ چې د پښتنو اوسنيو حالاتو ته ګورو نو بيا د نړۍ پر مخ به يو هم داسي قام نه وي چې هغوی دي په دومره بدو حالاتو کې را ګېر وي.

پښتانه چې له کومو ستونزو سره مخ دي، موږ يې اندازه هم نه شو کولای ځکه چې موږ اوس هم د پيل په غوږ کې ويده يو. نورو ته موسترګې دي. هرڅه پر تياره غواړو.

په خپل کور او کرونده کې يو ساعت کار کولو ته هم تيار نه يو، خو په پرديو هېوادونو کې د غابونو (پليټونو) مينځلو ته هم تيار يو.

په دې لا تر اوسه نه يو پوه چې له خپلې خاورې څخه وتل او په پرديو هېوادونو کې کارونو کول خو به پيسه ارومرو لاس ته راوړي خو په خپلو خولو چې د نورو هېوادونه آبادوو ، په هغه ګټه دلته تش د اولادونو خېټه ډکه ساتو خو د هېواد او خاورې ودانېدل را نه پاتې دي.

زموږ دې ناخوالې ته شاعر په څومره ښه انداز ځير دی.

پښې يې په خپله مځکه ښخې لکه ونه کړئ

پردي وطن ته په روزۍ پسې ساده روان دی

که د پښتنو دې عمل ته ځير شو نو راته څرګندېږي چې پښتون هر يو من دی. هر يوه له ځانه څخه خان جوړکړی دی. په خپل وطن کې په کارونو شرمېږي نو ځکه له خپلو کورونو څخه په کلونو ورک يو.

خو بيا هم مطمئن نه يو. ما چې له بهر مېشتو پښتنو سره په دې باب څومره خبرې کړي دي نو هغوی ډېر د ناکرارۍ ژوند تېروي.

"نو راشئ، اې بهر مېشتو پښتنو په خپل هېواد کې په کارونو لاس پورې کړی او راشئ خپلې تجربې له خپل ولس سره شريکي کړئ چې د افغان پښتون ولس په ګټه تمامي شي."

د هغه ځای په نسبت که دلته نيمايي کار هم وکړي نو که يې مالي ګټه لږه وي، د وطن ودانېدل کېږي چې موږ يې اوس اندازه هم نه شو کولای.

د جاپان ، چین، کوريا او جرمني مثالونه زموږ په وړاندي دي. جاپانيان، چینايان ، کوريایان او جرمنيان له خپلو هېوادو نو څخه د باندې نه دي تللي. په خپلو هېوادونو کې يې کارونه روان کړي دي.

دوی په خپلو هېوادونو کې داسې کارونه وکړل چې نن يې هر يو په نړۍ کې د يو سيال په څېر ژوند کوي.

اوس پوښتنه دا پيدا کېږي چې موږ به کله له دې ستونزو څخه راوزو او د پر مختګ پر لور به ګامونه اخلو؟

دغه داسې کېدلای شي چې د پښتنو له خاورې د باندې چې کوم پښتانه مېشت دي، هر يو د ځان لپاره بېلا بېلي پلمې لري خو چې ټول هر کله خپلو سيمو ته راستانه شي او د ويښو پښتنو جرګې او مرکې وشي، پر خپلو ټولو ستونزو سره وغږېږي او کله چې پايلې ته ورسېدل بيا بايد خپله دغه پايله سپېڅلي افغان ولس ته وړاندې کړي.

افغان پښتون ولس بايد په دې قانع کړي چې په دې کې ستاسو ګټه او بريالتوب دي.

د پښتنو ستر لارښود فخر افغان باچا خان پخوا لا ويلي دي چې پښتون د پوښتنې دی.

"راشئ خپلې شتمنۍ په خپلو سيمو کې په کار واچوئ."

نو هر کله چې موږ د دوی په ستونزو او د هغوی په حل کې ورسره ملګري پاته شو، بيا به د دې خبرې نوبت نه راځي چې زموږ سپېڅلی افغان پښتون ولس به د دې ويښو خلکو پرېکړو ته منفي ځواب ووايي.

نو راشئ، اې بهر مېشتو پښتنو په خپل هېواد کې په کارونو لاس پورې کړی او راشئ خپلې تجربې له خپل ولس سره شريکي کړئ چې د افغان پښتون ولس په ګټه تمامي شي.

راشئ خپلې شتمنۍ په خپلو سيمو کې په کار واچوئ.

ستاسو په لګښت به نه يوازې ستاسو لاسونه ته زياتې ګټي ورسېږي بلکې يو شمېر بې روزګاره وروڼه به له دې لارې پر روزګار شي.

راشئ زموږ د هېواد په لړمانه کې داسې ډېر څه شته چې افغان پښتون ولس به په نړۍ کې د يوه سيال هېواد په څېر و ځلوي.

کله که موږ خپل هېواد او اولس په اقتصادي ډول پياوړئ کړ، بيا به د نړۍ يو ځواک هم افغان پښتون ولس غلام نه شي ساتلای.

نو راشئ ستاسو په راتګ به افغان پښتون اولس له يوې اوږدې نا ارامۍ او ناکرارۍ څخه وژغورل شي او که مو نور څه هېر دي نو د پښتنو دغه متل خو به مو ارومرو په ياد وي: "د کور ګټه د لاهور ګټه."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .