ستاسې غږ: له ٢٠١٣ کال نه مو هېلې څه دي؟

د خپريدو وخت: 16:26 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

ستاسې غږ هره اوونۍ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د ډېرو په ګومان ٢٠١٣ کال افغانستان لپاره يو برخليک ټاکونکى کال دی.

د دې کال تر وروستیو پورې به د افغانستان بشپړ امنيتي مسوليت تر ډېره افغانانو ته وسپارل شي، ډېر ژر به ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزى د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند خبرې پيل کړي، وسله والو مخالفينو سره روغه جوړه، اقتصاد او گڼ شمېر نورې مسلې دي چې بايد افغانان او افغان حکومت ورته د حل لاره ومومي.

دا اوونۍ ستا سې غږ کې غواړو له تاسو واورو چې له ٢٠١٣ کال نه مو هېلې څه دي، په تېره بیا له امنيتي، سياسي، اقتصادي او ټولنيز پلوه؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرۍ، د بريښنا ليک، فيسبوک يا د خواله رسنيو له لارې يې راسره شريکه کړئ

کولى شي خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ تيلې فوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنا ليک لپاره مو پته ده:

Pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .