د افغانستان پر ملي ګواښونو لنډه څېړنه

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

د افغانستان د ملي امنیت پر وړاندې هغه ګواښونه چې بېړنی حل نه لري او اوږد مهالې ستونزې ګڼل کېږي.

هر هېواد د ملي ګواښ د څېړنې په نامه هر کال یو سند خپروي چې ډېری برخې يې یوازې مهمو چارواکو ته ورکول کېږي اوځينې يې د تل لپاره پټې ساتل کېږي.

له نېکه مرغه افغانستان هم اوس دغه توان موندلى چې ملي امنيت ته پېښ ګواښونه په نښه کړي.

دا اکثر هغه موارد دي چې باید ملي شورا، مدني ټولنه او ملي بنسټه سیاستوال پرې خبر شي.

په دې لیکنه کې زه هڅه کوم چې د افغانستان د ملي امنیت په وړاندې هغه ګواښونه وښيم چې بېړنی حل نه لري او اوږد مهالې ستونزې ګڼل کېږي.

زه به یوازی ګواښونو ته اشاره وکړم، ځکه چې د حل لارو توضیح، بیا بله مساله ده.

۱: د وګړو زیاتوالی

هرکال د افغانستان نفوس په سلو کې ٣ زیاتېږي. د افغانستان اقتصاد دومره وړتیا نه لري چې د وګړو د زیاتوالي په انډول د کار زمينې رامنځ ته کړي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، هرکال په افغانستان کی تر ٢٠٠ زرو وګړي کار ته اړتیا لری، خو د افغانستان اقتصاد یوازې له ٨٠ زرو څخه کم د کار زمينې چمتو کولی شي.

په دې ډول، پاتې وزګاران اړوځي چې یا ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي او یا د خېټې ډکولو لپاره ناقانونه کړنو ته مخه کړي.

افغانستان به په نژدې راتلونکې کې لسګونه زره د ښوونځيو او پوهنتونونو فارغان ولري چې ډېرى به يې د کارموندنې له ستونزې سره مخامخ وي.

"هرکال د افغانستان نفوس په سلو کې ٣ زیاتېږي. د افغانستان اقتصاد دومره وړتیا نه لري چې د وګړو د زیاتوالي په انډول د کار زمينې رامنځ ته کړي."

سملاسي د افغانستان د محصلینو شمېر ٧٦ زروتنو رسېږي. په همدې ډول خلک د کار لپاره له خپلو کليو ښارونو ته وځي.

بیا هم دا نه يوازې یوه امنيتي مساله ده چې چاپېريال ته هم يو لوى ګواښ دى.

کابل د هېواد د پلازمېنې په توګه د دې يوه لويه بېلګه ده چې نه يوازې لويې چاپېريالي ستونزې لري بلکه د نا امنۍ يو لوى لامل يې هم همدا د وګړو بې سارى ډېروالى دى.

له دې سره جوخت، که چېرې ګاونډي هېوداونه وغواړي افغان کډوال په زور وباسي، نو دا به هېواد له يوې بيړنۍ او ستراتېژيکې ستونزې سره هم مخامخ کړي.

۲: ځمکه

تر شهید داود خان وروسته افغانستان په پرله پسې ډول پر ځمکه د پانګونې وړتيا له لاسه ورکړې ده.

ځمکه اوس په افغانستان کې نه يوازې پر يوې لويې عدلي مسالې اوښتې چې لوى امنيتي اړخونه يې هم موندلي دي.

د افغانستان په هر ګوټ کې او دغه راز د جلا جلا قومونو ترمنځ پر ځمکه څو ځله وسله والې شخړې رامنځ ته شوې دي.

يو داسې ولايت هم نن نشته چې د ځمکې لانجه دې په کې نه وي.

"يوازې د افغانستان په ښارونو کې تر دوو ميليونو جريبو ځمکه غصب شوې ده."

په خوست، ننګرهار، تخار، کندز، بغلان، بامیان، پروان، کاپیسا، کابل، هرات، لوګر او ميدان وردګو کې دغو شخړو ځاني تلفات هم درلودل.

زورواکي د دولت له کمزورتيا ګټه پورته کوي او د ځمکو د وېش له لارې ځانته قومي، سيمه ييز، سمتي او سياسي ملاتړ را پيدا کوي.

که افغان حکومت اوس وهم غواړي چې دغه مساله د زور په کارولو پاى ته ورسوي، نو دا په خپله پر يوه امنيتي لانجه اوړي.

د يوه نا مسلکي اټکل له مخې يوازې د افغانستان په ښارونو کې تر دوو ميليونو جريبو ځمکه غصب شوې ده.

۳: درېيم- اوبه

د اوبو زېرمې نه یوازې کورنى فرصت او ورسره جوخت ګواښ دى، چې افغانستان ته بهرني ګواښونه هم مخامخوي.

د ځمکې په څېر، افغانستان د خپلو اوبنيو زېرمو د کارونې په برخه کې هم دا تېر ٤٠ کاله ډېر وروسته پاتې شوى دى.

د هېواد د وګړو شمېر له ١٩٧١ کال راهيسې نژدې څلور ځله ډېر شوى، خو اوبنۍ زېرمې هماغه پاتې دي چې ٤٠ کاله د مخه وې.

اوبه افغانستان ته له دريو لارو ګواښ پېښولى شي: يو، په لويو ښارونو کې د اوبو زېرمې دي، لکه کابل چې اوس په کې تر ډېره د بهرنيو موسسو په مرسته وګړو ته اوبه رسول کېږي. خو کابل د اوبنيو زېرمو له کموالي سره مخامخ دى.

که بهرنۍ مرستې ودرېږي، نو د ښار يوه لويه برخه بې اوبو پاتېږي. دويم ګواښ د پخوانيو زېرمو په ناکافي والي کې دى.

"د هېواد د وګړو شمېر له ١٩٧١ کال راهيسې نژدې څلور ځله ډېر شوى، خو اوبنۍ زېرمې هماغه پاتې دي چې ٤٠ کاله د مخه وې."

د ساري په توګه په پروان او کوهدامن کې يو مهال د چينايانو په مرسته يوه لويه وياله تېره شوې او کافي اوبه يې چمتو کولې.

اوس دغه وياله د پروان جنوبي سيمو ته پوره اندازه اوبه نه شي چمتو کولى او هر کال يې خلک پر سر شخړې کوي.

خو افغانستان ته د اوبو پر سر بنسټيز او لوى ګواښ له بهر نه، د ګاونډيانو له خوا مخامخ دى.

د افغانستان اوبنۍ زېرمې په دريو برخو ويشل کېږي: د شمال حوزه چې د اوبو ډېره برخه يې منځنۍ آسيا ته وځي.

مرکزي يا د کابل حوزه چې بيا يې هم د اوبو ډېره برخه د پاکستان په برخه کېږي. او په جنوب کې د هلمند حوزه چې ايران ته تويېږي.

هرکله چې په افغانستان کې د اوبو خبره راپورته کېږي، نو يو ګاونډى هم نه غواړي چې دا هېواد دې په خپلو اوبنيو زېرمو کې د پانګونې وس ومومي.

پر همدې بنسټ هم نړيوالې ټولنې لکه نړيوال بانک لېواله نه دى چې افغانستان ته د اوبو په برخه کې د پانګونې لپاره اوږد مهالي پورونه ورکړي.

نړيوال هر کال په افغانستان کې ميلياردونه ډالر لګوي، خو د هيله نه لري چې په کاپيسا کې د "باغ درې" بند جوړ کړي چې مرکز ته برېښنا چمتو شي او لامل يې دا دى چې پاکستان دغه کار نه غواړي.

که حکومت په دې ډګر کې د خپلواک اقدام لېوالتيا ښکاره کړي، ګاونډيان يې د مخنيوي لپاره سملاسي وسله وال مشکلات ټوکوي.

نو ځکه د افغانستان د اوبو زېرمې نه يوازې يو ښه فرصت دى، بلکه هېواد ته يو لوى ګواښ هم بلل کېږي.

۴: ناقانونه وسلې

افغانستان په سيمه کې يو مسلح ملت ګڼل کېږي.

د هغو ناقانونه وسلو شمېر دولت ته څرګند نه دى چې د ولسي وګړو په لاسو کې دي.

له همدې ځايه ده چې کله پوليس يا امنيتي ځواکونه آن په يوه آرامه سيمه کې څه کوي، اړ وځي چې ځانونه يوې وسله والې شخړې ته چمتو کړي.

ناقانونه وسلو نه يوازې په هېواد کې د امنيت ساتنې بودجه ډېره کړې، بلکه زورواکو او قومي جوړښتو ته يې هم دا وس ورکړى دى چې له دولتي محاکمو او ادارو بهر ځانته نا رسمي اداري رامنځ ته کړي.

اټکل دا دى چې په سلو کې يوازې شل قضيې د غوڅولو لپاره دولت ته راځي، هغه هم په لويو ښارونو کې او پاتې ټولې عدلي مسالې د جرګو له لارې حلېږي.

دا جرګې په دوديز ډول د زورواکو تر اغېز لاندې وي.

"ناقانونه وسلو نه يوازې په هېواد کې د امنيت ساتنې بودجه ډېره کړې، بلکه زورواکو او قومي جوړښتو ته يې هم دا وس ورکړى دى چې له دولتي محاکمو او ادارو بهر ځانته نا رسمي اداري رامنځ ته کړي."

د بېلګې په توګه، په غور ولايت کې هر قوم ځانته ځانګړى او خپل وسله وال جوړښت لري.

د دغه ولايت په دولت آباد کې د يوې ښځې د سختې کړونې انځورونه پر ګرده نړۍ خپاره شول، خو هغه قوماندان چې دا کار يې کړى و د خپلو وسله والو پر مټ لا اوس هم آزاد ګرځي.

د غور په نورو ولسواليو کې هم قومي مشران يا پخواني قوماندانان له ناقانونه وسلو سره نه يوازې پر ولس نارسمي واکمني لري، بلکه د عشر او زکات په نامه له هغوى ماليې هم ټولوي.

دې ته ورته حالت په نورو ولايتونو لکه بادغيس، د هرات په ځينو برخو، کندز، فارياب، پکتيا، د بدخشان په ځينو سيمو، د هلمند په ځينو ولسواليو او بغلان کې هم واکمن دى.

۵: ژبه

ژبه د بېلتون لومړنى لامل او د ګواښ لومړنۍ سرچينه ګرځېدلې ده.

اوسنى ژبنى تبعيض څو لاملونه لري. د لوى کندهار، لويې پکتيا او لوى ننګرهار خلک چې پاکستان ته کډوال شوي، ۳۰ کاله يې په فارسي غږېدو ته اړتيا نه درلوده.

دې ته ورته، هغوى چې ايران ته تللي، په خپل ورځني ژوند کې پښتو ته اړتيا له لاسه ورکړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان بېلا بېلو سيمو ته د جګړو له امله تګ راتګونه هم ګډوډ شوي دي.

دولت چې د يووالي سرچينه وه، ټوټې ټوټې شو، نو افغان ولس ته هغه پخواني امکانات چمتو نه وو چې د ژبنيو تعصباتو او توپيرونو مخه پرې ونيسي. بلکې د جهادي تنظيمونو جوړښت، د بهرنيو مرستو ميکانيزم، د اردو دننه د ملېشو راټوکېدل ټول د ژبني تعصب او بېلتون لاملونه شول.

اوس ټول هغه کسان چې پر فارسي يا پښتو د ژبې پر مساله غږېږي، هڅه کوي چې ځانونه قرباني وښيي.

په حقيقت کې په اوسني افغانستان کې نه پر پښتو بنسټيز کار روان دى او نه پر فارسي، بلکه ډېره پانګونه پر بېلتون او جلاوالي کېږي.

"په اوسني افغانستان کې نه پر پښتو بنسټيز کار روان دى او نه پر فارسي، بلکه ډېره پانګونه پر بېلتون او جلاوالي کېږي."

که رېښتيا وويل شي د افغانستان اوسنۍ ستراتيژيکه ژبه انګرېزي ګرځېدلې ده. د افغانستان ټول پرمختيايي اسناد، د افغانستان پر زېرمو څيړنيز اسناد، د هېواد لوى او ستر تړونونه ټول پر انګرېزي دي.

هغه چارواکي چې په انګرېزي پوهېږي، امکانات يې تر نورو ډېر دي، ځکه چې د مرسته کوونکو ژبه انګرېزي ده.

پر انګرېزي پوهېدل اوس يو وياړ ګرځېدلى دى، خو لفظي شخړه د پښتو او فارسي پر سر روانه ده.

که افغان دولت د دې شخړې د غوڅولو لپاره يوه سمه لار و نه مومي، دغه توپيرونه په يوه امنيتي ګواښ بدلېږي.

د ژبې مساله په وسله وال ځواک کې، په پوهنتونو کې او په نورو ادارو کې ورځ تر بلې پراخېږي.

د افغانستان ډېر توکميز جوړښت ګاونډيانو ته دا فرصت ورکړى دى چې لاس وهنه وکړي.

که سمه هڅه وشي د يوه روغ سياست له لارې دغه ډېر توکميز والى لکه د سويس په څېر په افغانستان کې هم پر يوه قوت اوښتلى شي.

۶: د سمندري پولې نشتوالى

افغانستان د لويې سوداګرۍ او خپلو دفاعي اړتياوو د پوره کولو لپاره، سمندري لارو ته اړتيا لري.

دغه وچې پولې د افغانستان د شاته پاتې کېدو لامل ګرځېدلي دي.

زموږ دوه ګاونډي چې سمندري پولې لري، د دواړو نيت افغانستان ته ښه نه دى.

"زموږ دوه ګاونډي چې سمندري پولې لري، د دواړو نيت افغانستان ته ښه نه دى."

دوى له دغه امتياز څخه تر اوسه پورې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ګټه اخلي او د فشار د يوې وسيلې په توګه يې کاروي.

له همدې امله وه چې ناټو اړ شوه پاکستان ته ځانګړى امتياز ورکړي.

له طالبانو سره له روانو خبرو اترو څخه روښانه برېښي چې پاکستان له خپل موقعيت څخه څومره ستراتيژيکه ګټه پورته کړې ده.

که چېرې غواړو چې افغان وسله وال ځواکونه د خپلې خاورې ډاډمنه دفاع وکړى شي، نو بايد خپلو ترانزيتي ستونزو ته د حل يوه بنسټيزه لاره ومومو.

۷: د افغانستان کاني زېرمې

که چېرې افغانستان سترې او لويې نفتي يا ګازي زېرمې درلوداى، نو حالت به اوس بل ډول و.

افغانستان تر ډېره هغه زېرمې لري چې په نورو هېوادو کې هم موندل کېږي او د سيالۍ اقلام له موږ سره نشته.

د افغانستان مس، اوسپنه، سره زر، سپين زر، مرمر، سليکان او نور کاني مواد دومره نادر نه دي چې نړۍ په هره بيه دلته پانګونې ته راماته کړي.

هغه هېوادونه چې طبيعي زېرمې نه لري، جغرافيايي موقعيت او انساني زېرمې يې په اساسي او بنسټيزې شتمنۍ اوړي.

نو ځکه زموږ دوه لوى امتيازونه يو زموږ موقعيت دى او بل ولس.

که موږ خپل موقعيت په سم ډول وکارولى شو او خپل ولس د ښې زده کړې او روزنې له لارې په يوې شتمنۍ واړوو، د افغانستان لپاره د پرمختګ لاره لنډېدلى شي.

که يوازې مو زړه پر طبيعي زېرمو تړلى وي، نو هغه دومره ستر نه دي.

د افغانستان نفتي زېرمې په اوږده مهال کې آن خپلې کورنۍ اړتياوې هم نه شي پوره کولى.

"که موږ خپل موقعيت په سم ډول وکارولى شو او خپل ولس د ښې زده کړې او روزنې له لارې په يوې شتمنۍ واړوو، د افغانستان لپاره د پرمختګ لاره لنډېدلى شي. که يوازې مو زړه پر طبيعي زېرمو تړلى وي، نو هغه دومره ستر نه دي."

يو اصلي دليل هم چې ناټو نه غواړي د افغانستان لپاره يو پياوړى پوځ وروزي، همدغه مسايل دي.

د دوى په آند افغانستان پرته له خپل جغرافيايي موقعيته، بل کوم امتياز نه لري.

خو اوس زموږ د کمزورۍ له لاسه همدا موقعيت هم د دې پر ځاى چې شتمني شي، زموږ لپاره پر يوه ګواښ اوښتې ده.

د دې دليل هم چې د افغانستان پر پوځ د "امنيتي ځواک" نوم ايښودل شوى دى، همدا ټکى دى.

نړۍ نه غواړي چې افغانستان د سيمه ييز واک په جوړښت کې د بدلون په يوه لامل واوړي، ځکه چې دا کار ډېرو لويو پانګو ته اړتيا لري.

که چېرې موږ په خپله او په خپلواک ډول وغواړو چې خپل ملي قوت پياوړى کړو، نو تر ټولو لومړى بايد د کورنيو ګواښونو سټې وچې کړو.

که د افغانستان دولت او ولس خپلو بنسټيزو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي، يا لږ تر لږه د حل هيلې را وټوکېږي، نو د طالبانو ګواښ هومره ستر نه دى چې نن برېښي.

خو غم دا دى چې موږ نه په خپل منځ کې، نه له ګاونډيانو سره او نه هم له نړۍ سره بنسټيز تفاهم لرو.

(دا ليکنه نورې برخې هم لري چې په راتلونکو ورځو کې به خپرې شي.)

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .