ستاسې نظر: ايا لوېدېځ ته رسېدل په مرګ ارزي؟

د خپريدو وخت: 13:09 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

ستاسې نظر خپرونه هره سې شنبه زموږ په ماښامنې خپرونه کې خپرېږي

د "َښه ژوند" په هيله له کوره وتلي ۲۲ نور افغان ځوانان تېره اوونۍ له خپلو هيلو سره په اوبو کې ډوب شول.

هغوی هڅه کوله په قاچاقي توګه ځان یونان او بیا له هغه ځایه لویدیځې اروپا ته ورسوي چې د سپرلۍ بېړۍ یې د یونان په سمندرغاړو کې ډوبه شوه.

پخوا هم ډېرې دا ډول پېښې شوې دي.

ستاسو خپلې تجربې څه دي؟

ایا په لویدیځ کې ښه ژوند ته رسېدل د مرګ خطر په منلو ارزي؟

د کډوالو قاچاق یوه نړیواله اندېښنه ده او ګڼ هېوادونه چې کډوال ترې راوځي، تېریږي او ورسیږي اغېزمنوي. خو ګټه یې تر ډېره د انساني قاچاق جنایت کارو ډلو ته ورسیږي.

په قاچاقي لارو تلونکي کډوال له بېلابېلو خطرونو سره مخامخ کېږي: په سمندرونو کې ډوبېدل، په دښتونو او ځنګلونو کې ورکېدل او یا د مالونو په کانتینرونو کې خپکۍ کېدل.

ستاسو په نظر کوم فشارونه خلک دې ته اړ باسي چې دغه ډول لوی خطرونه ومني؟

خپل نظرد برېښنالیک، فېسبوک یا یا ټېلفون له لارې راسره شریک کړئ

د برېښنالیک پته مو:Pashto@bbc.co.uk

پروګرام ته د ټېلفون مخامخ شمېره: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس ام اېس يا لنډ ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .