ملاله او زموږ راتلونکی مزل به څه وي

د خپريدو وخت: 22:05 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

ملاله يوسفزۍ د تېرې پنجشنبې/ زيارت په ورځ له روغتون ووتله

ملاله یوسفزی، يوه ۱۵ کلنه ماشومه ده. دې د خپل عمر په دې لومړيو کې د نجونو پوهنې، خپلواکۍ او پرمختګ لپاره خپل غږ پورته کړی و او له همدې امله د وسله والو بريد موخه شوه.

د ملاله درملنه په پاکستان کې شونې نه وه نو ځکه انګلستان ته واستول شوه او تر اوسه هلته د برمنګهم په یو روغتون کې وه، او دا تېره پنجشنبه/ زيارت د جنورۍ پر ۴ مه له روغتون ووتله.

له روغتون نه د دې وتلو سره به زما په څېر ډېر خلک دا پوښتنه او سوچ لري چې راتلونکي کې به ملاله څه کول غواړي، یا به څه کوي؟

دې کې څه شک نشته چې ملاله یوه هيله او الهام بښونکې ده، چې د ښځو پرمختګ او خپلواکي غواړي.

پر ملالې د بريد پېښې د ډېرو خلکو زړونو ته د دې کوښښونو ډاډ او زړه ورتيا ورکړې چې د پښتنو د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره خپل پيل کړې هلې ځلې روانې وساتي، او ډېر خلک يې پر لارې د هغې پر پلونو پلونه ږدي، او خپل تګ ژوندی ساتي.

پر ملالې برید یوه ډېره توره پېښه وه، خو له پېښې وروسته د نړۍ ډېرو خلکو هغو هلوځلو او مبارزو ته پام شوی چې د نجونو د حقونو او پرمختګ لپاره پيل شوي وو.

په کار ده کوم تاثیر او اغېز چې اوس ملالې موندلي، موږ ټول پښتانه يې په داسی توګه وکاروو چې د پښتنو نجونو ستونزو ته د بشري ټولنو، ملريو ملتونو، او نورو نړيوالو سازمانونو او ادارو نه دې مبارزو کې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړو.

د پښتنو تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې نړۍ یې د ستونزو او کړکېچونو خبره نه ده، او زموږ ځینې پښتانه د ښځو د پوهنې ارزښت ته پام نه کوي، یا ترې هډو خبر هم نه دي.

بدبختي ده چې ډېر سړي او ښځې پر دې خبره نه پوهېږي چې که له نارينه وو سره ښځې هم پوهه کې مخکې شي نو ټوله کورنۍ ورسره د نېکمرغۍ او هوسايۍ پر لور ځي، او چې له سړيو سره ښځې هم مرسته وکړي نو د ژوند مزل او چارې ورسره نورې اسانېږي.

یو ټولنه به هله نېکمرغېږي، او ودانېـږي چې کله يې ټول اوسېدونکي د کار مټې راونغاړي او ګډ کار کې برخه واخلي.

که سړي په ټولنه کې ښځو ته په توپير ګوري او ګډ کار کې يې د ونډې مخنيوی کوي، نو نه یوازې دا د ښځو تاوان دی، بلکې ګرده ټولنه به ورو ورو ورسره نړېـږي.

هیله لرم ملاله به خپل تاثیر اواغېز په دې توګه ژوندی وساتي. باور مې دی چې ملاله که دومره مزل په زړورتوب وکړ نو مخ پر وړاندې به پښتنو لپاره هم يو سبب وي او د خپل امن، پوهې او زده کړې مبارزه به روانه ساتي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .