د افغانستان د دفاعي ځواکونو وړتيا،نيمگړتيا او پاکستان

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

د پياوړې او خپلواکې دفاع ننگونې

زموږ گاونډيان هم له بې ثباته افغانستانه اندېښنې لري او هم يې يو پياوړى افغانستان نه خوښېږي.

دوى آن له دواړو حالاتو څخه ويرېږي. دغه حالت افغان ولس او حکومت له يوې بنسټيزې پوښتنې سره مخامخ کړي دي:

آيا کولى شو له گاونډي اغېز څخه لرې يو دفاعي سيستم ولرو؟ او يا هم آيا اوسنى حالت د منلو وړ دى؟

بې ثباته او د واک له پلوه ويشل شوى افغانستان هر گاونډي هېواد ته امنيتي اندېښنې جوړولى او د هغوى د خپلې بې ثباتۍ لامل گرځېدلى شي.

ځکه چې سيمه ييز هېوادونه يو له بل سره جوړ نه دي او تر خپل منځه امنيتي او استخباراتي همکاري نه لري.

په دغه حالت کې هر گاونډى کولى شي له دغو ويشل شويو ټوټو څخه کار واخلي او د بل پر خلاف يې وکاروي.

دغسې يو حالت په يوه ټيټه کچه آن همدا اوس هم په افغانستان کې روان دى.

افغانستان په خپله د اقتصادي کمزورۍ له امله نه شي کولى د گاونډيانو په کچه يا د هغوى پر خلاف وسله والې سيالۍ ته لاس واچوي.

د افغانستان دوه لوى گاونډي هېوادونه چې زموږ ملي امنيت ته د گواښ سرچينې بلل کېږي، دواړه لوى دفاعي جوړښتونه او پراخ لگښتونه لري.

مخکې له دې چې د افغانستان د دفاعي ځواکونو پر وړتياوو او نيمگړتياوو وغږېږو، د پاکستان او ايران پر هغو جوړښتونو او ادارو لنډ تمېږو چې په افغانستان کې لاس وهنه کوي:

پاکستان

"د څېړنو او استخباراتي معلوماتو له مخې، د لگښت او تشکيلاتو له پلوه "افغان څانگه" په آى اېس آى کې تر ټولو لوى رياست دى. "

پاکستان څلور ډوله ځواکونه لري: اردو، هوايي ځواک، سمندري ځواک او ستراتيژيک ځواک.

په تېرو ٤٠ کلونو کې د پاکستان د اردو يوه کوچنۍ برخه د نيابتي جگړې په بڼه د افغانستان په چارو کې ښکېل پاتې شوې ده.

د پاکستان د وسله وال ځواک لپاره اصلي گواښ هند گڼل کېږي. خو دوى په تېرو څلورو لسيزو کې په يو ډول له ډولونو په افغانستان کې هم په جنگ بوخت پاتې شوې دي.

د پاکستان د اردو هغه برخې چې په افغانستان کې لاس وهي يا ورسره په مخامخ جگړه کې ونډه لري، دا دي:

لومړى- په استخباراتو کې د "ايکس" په نامه برخه او د "افغانستان څانگه": دغه دواړه جوړښتونه دننه په پوځي استخباراتو- آى اېس آى کې خورا مهمې او سترې ادارې دي.

د څېړنو او استخباراتي معلوماتو له مخې، د لگښت او تشکيلاتو له پلوه "افغان څانگه" په آى اېس آى کې تر ټولو لوى رياست دى.

دغه رياست د نورو ادارو په همغږه کولو کې هم مرکزي رول لري. د افغانستان د پروژې لپاره چې هر څه ته اړتيا وي، چمتو والى يې همدا اداره کوي.

د افغان دولت خلاف د کسانو روزل، د افغان دولت پر ضد رواني جگړه، د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو موادو برابرول او له افغان سياستوالو سره اړيکي ټينگول دا ټول د دغې ادارې له مسووليتو څخه گڼل کېږي.

د شوروي ځواکونو خلاف د جهاد پر مهال همدغې ادارې له امريکايي او انگرېزي استخاباراتو سره ټينگ او نژدې اړيکي درلودل، خو په اوس مهال کې له لوېديځو هېوادو څخه په څنگ ساتل کېږي.

د پاکستان د اردو هغه برخې چې په افغانستان کې "لاس وهي"

  • لوژستيکي برخه
  • د پاکستان په پوځ کې د تدارکاتو څانگې
  • د ځانگړو خدماتو ډلې يا "اېس اېس جي"

په افغانستان کې د پاکستان ډېرى ډېپلماتان د دغه رياست کارکوونکي وي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې اوس "افغان څانگه" ړنگه شوې ده.

د دوى په وينا، د ترهگرۍ ضد ادارې په نامه د آى اېس آى نوې څانگه له هغو رياستونو څخه ده چې له امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو سره د تماس او گډو عملياتو د ترسره کېدو واک لري.

خو د "اېکس" رياست او د "افغانستان څانگه" اوس هم په آى اېس آى کې په خپل هماغه پخواني قوت پاتې ده او فعاليت کوي.

يوازيني توپير يې دا دى چې اوس د دغې ادارې فعاليت له لوېديځو هېوادو څخه پټ ساتل کېږي.

دويم- د پوځ لوژستيکي برخه: د جهاد په کلونو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وسلو او مهماتو وړل راوړل د دغې څانگې پر غاړه وو.

دغه اداره "د افغانستان انتقالاتي او لوژستيکي څانگه" نومېږي او د جهاد په وروستيو کلونو کې يو شمېر افغان موټر چلوونکي هم په کې استخدام شوي وو.

پر جلال آباد د ١٩٩٠ کال په بريد کې همدغې برخې کارنده ونډه درلوده.

هغه مهال، دغه رياست نه يوازې د حساسو توکو د لېږد مسووليت پر غاړه درلود، چې تر شايې د افغانستان دننه هم د جهادي ډلو تر ولکې لاندې سيمو ته خوراکي مواد رسول.

د طالبانو پر مهال، د تېلو او مهماتو د انتقال لپاره بيا هم دغه څانگه کلکه فعاله وه.

همدا اوس د افغانستان په کورنيو چارو کې د دغې ادارې د ښکېلتيا ونډه ستره بلل کېږي.

درېيم- د پاکستان په پوځ کې د تدارکاتو څانگې د افغانستان د پروژې لپاره د تدارکاتو مسووليت درلود.

"په تېرو ٤٠ کلونو کې د پاکستان د اردو يوه کوچنۍ برخه د نيابتي جگړې په بڼه د افغانستان په چارو کې ښکېل پاتې شوې ده."

په اوس مهال کې د دغې برخې مسووليت ځکه ډېر جوت نه دى چې په افغانستان کې زياتره چاودېدونکي توکي د پاکستان د پوځ له زېرمه تونو او تورو بازارو څخه پېرل کېږي.

د جهاد د کلونو پر خلاف اوس د وسلو او مهماتو کارېدل لږ شوي دي.

خو د طالبانو پر مهال د دغې برخې په مسووليتونو کې يو دا و چې د طالبانو لپاره د وسلو سرچينې په بهر کې وپلټي او سمبال يې کړي.

طالبانو د نړيوال مشروعيت د نه درلودو له امله، په خپله نه شواى کولى چې له بهر څخه خپلې وسلې او اړتياوې چمتو کړي.

څلورم- د ځانگړو خدماتو ډلې يا "اېس اېس جي": دغه څانگه په پاکستاني پوځ کې ډېره مهمه ده چې د پاڅون خلاف د غبرگون قطعات لري.

دغه قطعات له جوړېدو راهيسې د آى اېس آى په لارښوونه دننه په افغانستان کې د ځانگړو عملياتو په سرته رسولو بوخت پاتې شوي دي.

دا ټولگي په کوهاټ او چراټ کې افغان پولې ته په نژدې واټن کې ځاى پر ځاى شوي دي.

دغو ټولگيو د طالبانو پر مهال نه يوازې هغوى روزل، بلکه د چراټ دوه لواگانې مخامخ د افغانستان په شمال کې په جگړې بوختې وې.

د سپټمبر تر يوولسمې وروسته له امريکا سره د يوه تفاهم له مخې دغه قطعات د کندز د هوايي ډگر له لارې بېرته پاکستان ته ستانه کړى شول.

امريکايي سرچينو دغه تفاهم او د هغه پر اساس چمتو شويو الوتنو ته د "شيطاني الوتنو" نوم ورکړى دى.

د "ځانگړو خدماتوډلې" په دندو کې يوه د افغانستان په سرحدي سيمو کې دننه د عملياتو تر سره کول دي.

دغه پوځي ټولگي پر ١٩٥٦ کال د امريکا په مرسته جوړ شوي دي.

"که چېرې پاکستان رېښتيا په منظم يرغل لاس پورې کړي، په وړاندې يې د افغانستان دفاعي وړتيا تقريبا" صفر ده"

د ساړه جنگ پر مهال، د پاکستان او د هغه د لوېديځو ملگرو په آند او اټکل، افغانستان د شوروي اتحاد په مرسته د پاکستان پر خلاف د قومي او ايديالوژيک پاڅون لمسوونکى بلل کېده.

د همدغه فرضي گواښ د مخنيوي لپاره و چې د دغو پوځي ټولگيو پر جوړولو لاس پورې شو.

د جهاد پر مهال دغه ټولگي نور هم پياوړي شول او خپل ستراتيژيک هدف- يعنې تر نظر لاندې د افغانستان ساتل يې هېڅکله هم له پامه ونه غورځول. هغه تخنيکي- نظامي مرسته چې امريکا يې د پاڅون کوونکو پر ضد مرسته کې پاکستان ته ورکوي، ډېره برخه يې د همدغو ټولگيو نصيب گرځي، په داسې حال کې چې دوى په خپله د ستونزې يوه برخه ده.

پنځم- هوايي ځواک: د پاکستان هوايي ځواک په تېرو څلورو لسيزو کې په ډېر محدود ډول د افغانستان خلاف او يا هم د پخوانيو مجاهدينو په ملاتړ ونډه درلودلې ده.

امريکاييانو د شوروي اتحاد پر خلاف او د افغانستان د خلک ديموکراتيک گوند پر ضد د پاکستان هوايي ځواک ته ډېرې تخنيکي مرستې کولې خو په افغان چارو کې د دغه ځواک ونډه لکه د اوس په څېر محدوده وه.

پاکستان د شوري گواښ تر نامه لاندې له امريکا څخه خورا ډېرې مرستې تر لاسه کړي، خو د دغو مرستو اصلي برخه د هند لور ته څکول شوې ده.

پاکستان اوس هم د پاڅون يا بغاوت په مخينوي کې د لاس کولو تر نامه لاندې له امريکا څخه مرستې تر لاسه کوي، خو هېڅکله يې له هغو څخه د بغاوت د ځپلو لپاره کار نه دى اخيستى.

ځکه چې گورو همدا اوس طالب مشران او د کوټې شورا غړي په ښارونو کې دفترونه او استوگنځايونه لري.

د هغوى د هڅو د مخنيوي لپاره چورلکو ته اړتيا نشته، خو بيا هم پاکستان د سپټمبر له يوولسمې څخه وروسته گڼ شمېر (د شلو شاوخوا) چورلکې له امريکا څخه تر لاسه کړي دي.

نتيجه

پاکستان تر اوسه خپل وسله وال ځواک د افغانستان خلاف د منظم يرغل لپاره نه دى کارولى.

دوى د دې مقصد لپاره اکثر له استخباراتي ادارو او د اردو له يوې ځانگړې برخې څخه کار اخلي.

خو که چېرې پاکستان رېښتيا په منظم يرغل لاس پورې کړي، په وړاندې يې د افغانستان دفاعي وړتيا تقريبا" صفر ده.

تر هغو چې پاکستان دا وس ولري چې خپل اهداف په پټو لاسوهنو تر لاسه کړي، منظم يرغل ته لاس نه اچوي.

خو دوى د افغانستان ستراتيژيکې ودانۍ او تاسيسات په دايمي ډول د خپلو احتمالي نښو او اهدافو په ډله کې ساتلي دي.

په دوى کې ارگ، دفاع، کورنيو چارو، بهرنيو چارو اوماليې وزارتونه، د ملي امنيت رياست، قول اردوگانې او څو وسله تونونه راځي.

سملاسي په ټول افغانستان کې د دغه ډول ستراتيژيکو اهدافو شمېر له شلو څخه نه اوړي او دا هر يو د پاکستان د هوايي او ستراتيژيکو ځواکونو د ويشتنې په واټن کې دى.

د پاکستنان په ستراتيژيکو ځواکونو کې توغنديز او اټومي ځواکونه راځي.

د پاکستان د گواښ پر خلاف تيارى او چمتووالى په دوه ډوله کېدلى شي: لومړى، د هغوى د اوسنۍ لاسوهنې خلاف مبارزه چې وسايل يې په پرتليز ډول آسان او ساده دي.

افغانستان بايد هغه کورني لاملونه له منځه يوسي چې بهرنۍ لاسوهنې ته لار جوړوي او خپلې استخباراتي قواوې لا هم خوځنده اوگړندۍ کړي.

په دې برخه کې له مسلکي او تخنيکي پلوه، موږ ډېرو پېچلو امکاناتو ته اړتيا نه لرو.

دويم- پر ځانگړو افغاني نښو د پاکستان د هوايي او ستراتيژيک ځواک يرغل دى چې پر ضد يې چمتووالى توپير کوي.

په نژدې راتلونکې کې افغانستان ته گرانه ده چې د پاکستان د هوايي او ستراتيژيک ځواک د گواښ په وړاندې د درېدو وړتيا تر لاسه کړي.

د دغه گواښ د لرې کولو بيړنۍ لار دا ده چې له خپلو متحدينو څخه مرسته وغواړو.

که چېرې د افغانستان پر ستراتيژيکو يا دولتي تاسيساتو او ودانيو بريد وشي، لږ تر لږه بايد له موږ سره د دفاع حقوقي يا فزيکي لارې موجودې وي.

ښايي پاکستان هېڅکله هم پر افغانستان د هوا له لارې يا د ستراتيژيکو توغنديو پر مټ گوزار ونه کړي، خو اړينه ده چې موږ يې د مخنيوي لپاره يا حقوقي او نړيوال ضمانت ولرو او يا عملي چمتووالى.

که هېڅ ونه لرو، نو له هېڅ څخه هېڅوک هم نه ويرېږي او نه هم درناوى ورته کوي.

درېيمه لار د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده.

هغه لار دا ده چې موږ په سيمه کې د پاکسىتان لوړتيا غوښتونکې (هژمونيکه) ونډه ومنو او خپلې امنيتي چارې د دوى د سلا او مشورو پر بنسټ سمبال کړو.

زموږ شمالي گاونډي په همدغسې يوه دفاعي او امنيتي چوکاټ کې له روسيې سره گډ شوي دي.

د منځنۍ آسيا هېوادونه نژدې يوه پېړۍ د روسيې تر لاس لاندې وو، دوى ته د روسيې د هژمونيک رول منل دومره لويه مساله نه ښکاري.

خو موږ د خپلې خپلواکۍ لپاره دومره لويه بيه پرې کړې چې زموږ د وروسته پاتې والي يو لامل هم د آزادۍ پالنې همدغه روحيه ده.

خو اوس هغه مهال رارسېدلى چې د افغانستان دولت او ولس په سيمه کې خپل برحق ځاى ومومي.

(په بله برخه کې پر ايران تمېږو)

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .