سعودي عربستان:له سریلانکایۍ پیغلې سر غوڅ کړل شو

د خپريدو وخت: 10:45 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

د هغې پلویان وايي د وژل کېدو پر مهال هغه ۱۷ کلنه وه او له همدې امله ورته د مرګ سزا ورکول د ماشومانو د حقونو له نړیوال قانونه سرغړونه ده.

سعودي عربستان کې له یوې سریلانکایۍ کارکوونکې رضانه نفیق څخه سر غوڅ کړل شو. په هغې تور و، چې په ۲۰۰۵ کال یې هغه څلور میاشتنی ماشوم وژلی، چې هغه یې پالنې ته ګومارل شوې وه.

کولمبو کې د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو بي بي سی ته وویل، چې رضانه نفیق تل دغه تور رد کړی، چې ګواکې ماشوم یې وژلی و.

د هغې پلویان وايي د وژل کېدو پر مهال هغه ۱۷ کلنه وه او له همدې امله ورته د مرګ سزا ورکول د ماشومانو د حقونو له نړیوال قانونه سرغړونه ده.

د چهار شنبې په ورځ د سریلانکا د پارلمان غړي د هغې په درناوي کې یوه دقیقه پټه خوله ولاړ وو. رپوټونو کې ویل شوي، چې د سریلانکا جمهور رییس او د رضانه نفیق مور پلار له پاچا عبدالله نه د هغې د بخښلو غوښتنه کړې وه، چې رد شوه.

له هېواده بهر د سریلانکايي کارکوونکو د حقونو یوه فعال او د دغه هېواد د پارلمان غړي راجن رامانایکا ويلي، چې د سعودي حکومت چلند ډېر نامناسب دی، ځکه هېڅکله یې د یوه امریکايي یا اروپايي سر غوڅ نه کړ، خو هېڅ یو اسیايی یا افریقايی نه بخښي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د سریلانکا جمهور رییس او د رضانه نفیق مور پلار له پاچا عبدالله نه د هغې د بخښلو غوښتنه کړې وه، چې رد شوه.

د سعودي عربستان محکمې د ۲۰۰۷ کال په اوږدو کې رضانه نفیق د مرګ په سزا محکومه کړه. پر نوموړې تور و، چې هغه څلور میاشتنی ماشوم یې وژلی، چې د پالنې لپاره یې ګومارل شوې وه.

بل لور ته د بشري حقونو سازمانونو ایمنسټي انټرنیشنل او هیومن رایټ واچ د دغې محاکمې بهیر او څرنګوالی په کلکه غندلي.

د سریلانکا د بشري حقونو سازمانونو ویلي، چې د محاکمې پر مهال د ژباړې ستونزه موجوده وه او د جرم په اړه د رضانه نفیق اعتراف اصلاً د ژباړې په لړ کې تېروتنه وه.

د دوی په وینا هغې ته ډېر ځلې له مدافع وکیلانو سره د لېدو اجازه نه ورکول کېده.

د بشري حقونو فعالان وايي چې هغې ته د مرګ سزا ورکول د ملګرو ملتونو له هغه منشور څخه څرګنده سرغړونه ده، چې سعودي عربستان هم لاسلیک کړی دی.

د سعودي عربستان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .