د بشرنوید کالم پښتونخوا: نوي کال سره پېژندګلوي!

د خپريدو وخت: 18:49 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

"نويه کاله، ستا د راتګ نه وړاندې تېر کال هم د امن په هيلو تېر شو"

نويه کاله! هر کله راشې!

نېکمرغه او بختور شې!

ستا د راتګ نه وړاندې تېر کال هم د امن په هيلو تېر شو، د سرو وينو جامې يې واغوستې او لاړو، د تاريخ يوه ورکه خونړۍ پاڼه شوه.

اوس تا ته د پاکستان اولسونه د ټولټاکنو، رايې ورکولو، د خپل برخليک نوي کېدو کال وايي، تهٴ نوى يې، موږ زاړهٴ يو، ځکه نو تا سره د پېژندګلوۍ اړتيا لرو، بايد ځان دروپېژنو!!

نويه کاله!!

موږ په پاکستان کې شمال او جنوب او د ډيورنډ پر کرښه تر لرې لرې په قبايلى پټۍ کې يو له بله شلېدلي پراتهٴ يوو، ځان ته پښتون قام وايو، تاريخ راته لوى افغان وايي، خو افسوس او تعجب دا دى چې د قام او افغان دواړو معنا مو غلطه ده، ځکه نو تا سره له پېژندګلوۍ وړاندې دا دواړه غلط او ناسم ټکي هم بايد چې سم شي.

قام يو وجود، يو تاريخ، يوه جغرافيه، يو کلتور، يوه ژبه، او شريک ژوند ژواک لري، خو له بده مرغه موږ په څلورو ټوکړو وېشلي شوي يوو، بيا هم ځانته قام ځکه وايوو، چې اوبهٴ په ډانګ نهٴ بېلېږي.

نو کهٴ په جنوب کې په بلوچستان کې مېشت پښتانهٴ زموږ څخه بېل دي، کهٴ په قبايلي سيمو کې رانه پښتانهٴ قبائل شلېدلي دي، کهٴ د ډيورنډ کرښه په جغرافيه کې زموږ پر سينه راکښلې شوې ده او کهٴ په پښتونخوا کې پښتانهٴ يو له بله هم ورک دي، اوس په کې لا نورې نورې کرښې هم تازه کېږي، خو بيا هم پښتون قام يادېږي.

د افغان په حواله (په تړاو) هم موږ څهٴ عجيبه ليکلى او بللى شو. په سرکارى کاغذونو او سندونو او قومي شناختى کارډونو (پېژندپاڼو) کې موږ ته افغان ليکل کېږي، خو افغانان نه بلل کېږو.

"اې نويه کاله! زموږ د دې پېژندګلوۍ په پای کې ستا نه يوه وروستۍ پوښتنه هم کوؤ چې د لوى پښتون افغان غلطۍ او نيمګړتياوې خو دومره نهٴ دي چې ټول پښتون افغان يې په بيه کې وينې ورکړې، د خپلو غلطيو په څنډه کې خو ټول پښتون افغان د خپل مذهب دا پالنه هم ځانته په تاوان وشمېرله. دا چې زموږ مذهب او پښتو رواياتو دواړو کې بوډا، ښځينه او ماشوم معاف دي. راشه د پښتونخوا په هره هديره کې د شهيدانو قبرونو کتبو ته وګوره مذهب او پښتو دواړه وير کوي، دواړه حېران دى، چې دا کومه پښتو او دا کوم مذهب دى، چې زموږ بوډا، تورسرې او ماشوم يې هم معاف نه کړ."

ځکه چې په افغان بلنه کې هاغه زوړ تاريخ راتازه کېږي چې پخوا پېښور د افغان باچايانو د ژمي پلازمېنه وه، له پاکستان پس د پېرنګي دوه يادښتونه اوس هم موجود دي، يو قبايلي نظام، د ګورنر دربار کې د پېرنګي درباري اداب، او بل د سرکاري کاغذونو نه افغان لفظ!!

نويه کاله!

موږ، پښتون افغان قام، تا ته ځان په لنډه تاريخي او غلطه جغرافيه کې دروپېژاندهٴ، موږ هاغه بدبخته قام يادېږو چې زموږ مؤرخ دروغجن دى، دروغجن مؤرخ به ريښتينی تاريخ څنګه ليکي!!

زموږ جغرافيه غلطه ده، پاکستان بوډا شو، نهٴ يې اسلام ته خطره ختمه شوه او نهٴ يې د پښتون افغان جغرافيه سمه شوه.

اى نويه کاله!

موږ ستا نه د تاريخ او جغرافيې د سمون هيله نهٴ لرو، ځکه چې دا غلط څيزونه په انقلاب سمېږي، خو زموږ په برخه انقلاب نشته، بدلون نشته چې څنګه زاړهٴ چا پرې ايښى يو، هغه شان يو، نهٴ بل ته پاتې کېږو، ځکه نو زموږ او ستا پېژندګلوي ضرورى ده.

موږ د مذهب په نامهٴ وهل شوي ولسونه يادېږو، اوس په ټوله نړۍ کې راته دهشتګرد، ترهګر، او له انساني تهذيب (مدنيت) لرې خلک ويل کېږي.

زموږ مذهب کې هډو د زور ظلم، ترهګرۍ، زبردستۍ توری نشته. خو زموږ په هر جنګ، هر احتجاج او هر اختلاف کې مذهب بنيادي ټکی وي، ځکه نو په دومره اوږدهٴ جنګ کې زموږ د شهيد او غازي دواړو نومونه مشکوک دي، دا جنګ اوس هم روان دی!

موږ د پښتو په نامهٴ لوټل شوي پښتانهٴ تا ته ځان در پېژنو، په خټه پښتانهٴ او په ژبه نور نور څهٴ وايو. ژبې ته مور وايو خو له مور سره مو دومره بدسلوکي ده چې د مور د پښو د لاندې د جنت پر ځای مو ترې دوزخ جوړ کړى دى، او په دغه دوزخ کې له وچو سره لکه لاندهٴ خس سوځو.

زموږ کلتور د فحاشۍ په نامهٴ لوڅ اودرول شوى دى او د ګناه په نامهٴ پرې د سنګسار فتوىٰ ختلې ده، زموږ سندره حلاله شوې ده، اويا په پردو ملکونو کې د خپل وطن ارمان کېږي، او خپل وطن کې د ټول پښتون د لوى افغان کلتور په لويه ګناه غټ جرم يادېږي.

موږ هاغه خلک يو چې وايو!

''دا د تاريخ جبر دی''

خو د تاريخ اوازونه نهٴ اورو، چې موږ ته په چغو چغو وايي!

تاسو پر ما جبر زياتى کړى دى، دا د تاريخ جبر نهٴ دى، دا د تاريخ غچ او انتقام دى.

هو...!

تاريخ هم زموږ نه خپل غچ اخلي، ځکه چې موږ په تاريخ اړولې مېچنې وګرځولې، خرڅ مو کړ، موږ په تاريخ کې هره مقدمه بايللې ده ځکه چې زموږ د خپل نامهٴ دعوه او مقدمه هډو شته نه!

اې نويه کاله!

موږ هاغه ولسونه ستا په برخه شوو، چې مړهٴ هم شوو، پړهٴ هم! پردي مطلوبان يې زموږ په نامهٴ طالبان کړل، د عربو، ازبکو، چچنيانو په نکاح کې د دې خاورې خور او لور خرڅه شوه، اول افغان مهاجر (بې کوره)، بيا يې پښتون مهاجر کړو.

د تُورې ډال، ټوپک، لاسونه د سوال کچکولونه شول، باچا، وزير، کوټوال يې د غلهٴ او ملهٴ په لويه لوبه کې ړومبى د پښو په سر کښېناستل، بيا يې پرلتۍ ووهلې، بيا څملاستل او بيا په اوږدهٴ خوب ويدهٴ شول، د وينو لړلى خاورې ورته په ياس او ارمان وويل:

څادر دې واغوستو اودهٴ شوې

په زړهٴ دې نشته د پارۍ سوي داغونه

اى نويه کاله!!

موږ د رڼا په سرنګ کې په عجيبه حالت کې نښتي پاتې يوو، کهٴ وړاندې ځو طالبان دي، کهٴ وروسته راځو نو پېريان دي، موږ د اباسين پر غاړه له تندې مرو، په اباسين کې پرېکړي سرونه راروان دى، کارغان په روانو اوبو کې د انسانانو سرونه خوري!

موږ پنځهٴ کاله د وينو په باران کې لاړو راغلو، په حلقونو کې مو د وينو او بارودو خوندونه دي.

اې نويه کاله!

زموږ د دې پېژندګلوۍ په پای کې ستا نه يوه وروستۍ پوښتنه هم کوؤ چې د لوى پښتون افغان غلطۍ او نيمګړتياوې خو دومره نهٴ دي چې ټول پښتون افغان يې په بيه کې وينې ورکړې، د خپلو غلطيو په څنډه کې خو ټول پښتون افغان د خپل مذهب دا پالنه هم ځانته په تاوان وشمېرله.دا چې زموږ مذهب او پښتو رواياتو دواړو کې بوډا، ښځينه او ماشوم معاف دي.

راشه د پښتونخوا په هره هديره کې د شهيدانو قبرونو کتبو ته وګوره مذهب او پښتو دواړه وير کوي، دواړه حېران دى، چې دا کومه پښتو او دا کوم مذهب دى، چې زموږ بوډا، تورسرې او ماشوم يې هم معاف نه کړو.

اې نويه کاله!

دا زموږ د وينو او زلميو شهيدانو د سرونو نرخ او ارزښت زموږ د کلدارې په څېر ولې دومره پرېوتى دى؟ تاسره ځواب نشته، ستا د 2012 په نامهٴ ورور هم د دې وينو او سرونو پر پوښتنو لاځوابه وه.

خو! اې نويه کاله!

تهٴ خو لږ له خپل خونړي ورور نه زموږ د شهيدانو د سرونو فهرست (نوملړ) وغواړه!

تهٴ خو لږ د علم په نامهٴ له جاهل ورور نه د پښتونخوا د الوزول شويو سکولونو (ښونځيو) شمېره معلومه کړه!

"اې نويه کاله، موږ هاغه ولسونه ستا په برخه شوو، چې مړهٴ هم شوو، پړهٴ هم! پردي مطلوبان يې زموږ په نامهٴ طالبان کړل، د عربو، ازبکو، چچنيانو په نکاح کې د دې خاورې خور او لور خرڅه شوه، اول افغان مهاجر (بې کوره)، بيا يې پښتون مهاجر کړو."

تهٴ خو لږ د پښتونخوا د شاړو حجرو سبب ترې معلوم کړه، بيا د جوماتونو په منبرونو او محرابونو د پښتنو د وينو خاپونه خو وګوره!

تهٴ لږ غوندې يوه خولهٴ پوښتنه له قاتل ورور څخه وکړه، چې په وحشت ولې؟!

اوس تهٴ ووايه اى نويه کاله!

موږ پر خپلو تاريخي جرمونو اعتراف کوو، موږ په دومره سوونو شهيدانو هم ستا کفاره ادا نکړه! ستا مور نشته چې تا ته ووايي، پردي کورونه مهٴ ورانوه! دا خپل يو کور به اباد نکړې!

ستا پلار نشته، چې تا پوه کړي! بې ګناه خلک مهٴ وژنه، ازار به شې، او د ازاره چا بازار موندلى نهٴ دى!

ستا خور نشته، چې د کجلو په ډکو سترګو درته وژاړي، د لاس د نکريزو ګلونه درته په قسم واچوي، لوپټه درته پر مځکه وغورځوي، او بيا درته په وچه خولهٴ په سلګيو سلګيو لکه د يو شهيد د خور ژړا کيسه په خپله ژړا کې وکړي، او تا ته ووايي!

اې قاتله! ما د يوهٴ ځوانيمرګ شهيد د خور دا دعا په ښېرو کې اورېدلې چې په سر تور سر يې د خپل ورور قبر ته په غږ نيولي اواز اوروله!!

شهيده خور دې له سوري سوري ټټــــر نه قربــــــــــــــان

چې پرې اسونه دنګېدلي هغه ســــر نه قربــــــــــــــــــان

خدايه سپرلی کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

د خويندو ميندو لوپټې سرهٴ نښانونه شي بيـــــــــــــــا

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .