د بشرنوید کالم پښتونخوا: د کوټې په يخاؤ کې تاؤ!

د خپريدو وخت: 19:24 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د کوټې موسم يخ دى، خو په دغه يخاؤ کې د ولسونو د تاؤتريخوالى له امله خبره دې حد ته ورسېده چې د اتياو مړو جسدونو سره هزارګان احتجاج ته په منځ لاره کې کېناستل.

هغوى غوښتنه لري چې کوټه ښار دې فوج ته حواله شي.

د دې ليکنې د ليکلو تر وخته لاریونیان د خپلو مړو جسدونو سره ناست دي، خو د افسوس خبره دا ده چې د حکومتي چارواکو یو مهم ښاغلی لوړپوړی د دوى خوا ته نهٴ دى راغلى، چې دوى له تسلی ورکړي او مړي يې خاورو ته وسپاري.

د بلوچستان اعلی وزير له خلکو او رسنيو نه ځان پټوي.

البته والي يې په دې خبرې اعتراف کړى دى چې موږ په حکومتي چاروکې کې ناکام شوي یو.

لکه څنګه چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوې دي، دغه شان په کوټه کې د ترهګرۍ په پېښه کې د هزاره قوم ۸۰ مړو د کوټې په يخنۍ کې تاؤ تريخوالى زيات کړى دى.

که په کوټه کې د پښتنو مزدورانو وژنه وه يا کهٴ د هزاره ګانو پر ضد د ترهګرۍ پېښې دي، په مجموعي توګه د ټول ملک خصوصاً د پښتنو په دواړو صوبو کې دا عمليات د بل چا د ګناه او خطا فصل رېبلی دى.

خو د دواړو صوبو حکومتونه اسلام اباد کې ملکي او پوځي جوړښتونو ته خپل احتجاج نهٴ کوي چې زموږ د پښتنو خاؤره د نړيوال جنګ او آمن په نوم ولې په باروتو سوزول کېږي؟

پښتانهٴ ولسونه په دواړو صوبو کې د نورو قومونو په ګډون د قربانۍ په نوم د پېريانو سره په جنګ کې مري؟

پښتانهٴ ولسونه په دواړو صوبو کې د نورو قومونو په ګډون د قربانۍ په نوم د پېريانو سره په جنګ کې مري

اوس چې په کوټه کې ولسونه د پوځ غوښتنه کوي نو دا هم د پنځهٴ کلن سست او ناکام کمزوري بحراني جمهوريت په مخ څپېړه ده، ځکه چې په جمهوريت کې ولسونه د پوځ د واکمنې غوښتنه ولې کوي؟

کهٴ د پاکستان سياسي جمهوري او پوځي پړاوونو ته ځير شو نو د جمهوريت نه د پوځي حکومتونو عمر زيات دى، بيا د پاکستان هر پوځي رژيم د اسلام اباد نه پرته د څهٴ غټې شرمېدلې پېښې نه وتلي نهٴ دي.

خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د جمهوريت حکومت نه په لږ عمر کې خلک تنګ شي او بيا د پوځ د واکمنۍ غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې پوځ په ټوله نړۍ کې د آمن نښه نه ده، بلکې د جنګ سمبول دى.

د پردي جنګ سپاهي

پښتانهٴ د تېرو لسو کلنو راهیسې د نامعلومه او بې هدفه جنګ په حال کې دى، خو کهٴ په هېنداره کې د افغان مسلې ته وګورو نو پښتون افغان د دريو لسيزو نه زياته موده په څهٴ نا څهٴ شکل د پردي جنګ سپاهي توب کې مري!

د دغو واقعیتونو په تسلسل کې د کوټې حالت دا دى چې يو خو بلوڅان د بغاوت جنګ کوي، بل خوا پښتانهٴ د نورو په تېلو کې سوزى، ورسره نور قامونه د باروتو په خاؤره کې سوزى او ټول ولسونه د باروتو او لمبو په خاؤره کې د ''زرغون شاه'' خوبونه وينى.

بدبختانه، ولسونه او قومي مشران له يوه بله شوکېدلي دي.

د ولس غږ او د چارواکو غوږ

کرکه

د جذباتو په بهير کې موږ همېشه د بيمار نه کرکه کړې ده، نه له بيمارۍ نه!بايد چې موږ د جمهوريت نه د کرکې پر ځای د هغه بيمارۍ نه کرکه وکړو چې هغوى لکه د پېريانو په جمهوريت ناست دي

یوازې په مېدان کې رسنۍ د ولسونو غږ خپروي، د هغوى فرياد ته ژبه ورکوي، او د رسنيو په رپوټونو قضا عمل کوي.

خو پوښتنه دا ده چې اخر څومره ستونزو ته د رسنیو کمره او مایک رسېږي؟

څومره کېسونو قضیو باندې قاضى خپل قلم خوځوي؟

په مجموعى توګه ولسونه، قومي مشران، حکومتى چارواکي، عدليه او قضايي سیستم ټول له يو بل نه ډېر لري دي.

خو په پاکستان کې ميډيا یا رسنۍ دا رول ادا کوي چې داسې ستونزو ته ځان رسوي.

په دغه لړ کې د کوټې په يخنۍ کې د ولسونو تاؤ هم ميډيا را پورته کړى دى خو تر اخره، د لوړې کچې کوم چارواکی د دوی د فریاد اورېدلو لپاره دلته نه دی راغلی.

يخ نيولو ماشومانو په لاسونو کې شمعې نيولې دي، سپين سرې مېندې، بوډاګان، ځوانان د هر عمر وګړي اخر هم په جمهوري دور کې يو ځل بيا د پوځ غوښتنه کوي، په داسې حالت کې چې د جمهوريت خپل طبیعي عمر دوه مياشتې لا پاتې دى. خو ولس د وخت نه وړاندې د جمهوري نظام وژل غواړي!

ایا دا د جمهوري نظام د ناکامۍ غټ ثبوت دى او که نه؟

بل خوا ورپسې طاهرالقادري په داسې نازک وخت قهرېدلى راؤتى دى لکه په يوه کور کې چې په مرګوني حالت کې یو بيمار پروت وي او بل ورته د پوښتنې پر ځای د مرۍ زورکولو له پاره راځي.

دوه مياشتې وروسته به جمهوريت غوښتونکي ګوندونه خپلو ولسونو ته څهٴ وایي؟

له بيماره کرکه

موږ د جنګ علامتونه ''پوځيان'' ولې وغواړو، هغوی چې کوم معاش د کوم کار له پاره اخلي بايد چې هغه کار پرې وکړو، خو د جذباتو په بهير کې موږ همېشه د بيمار نه کرکه کړې ده، نه له بيمارۍ نه!

بايد چې موږ د جمهوريت نه د کرکې پر ځای د هغه بيمارۍ نه کرکه وکړو چې هغوى لکه د پېريانو په جمهوريت ناست دي. او په واؤرو کې هم اورونه بلوي، په شنو ونو، چنارونو او نښترونو هم لمېې لګوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .