پاک افغان دوستي _بندې دروازې

د خپريدو وخت: 11:30 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

د کابل او پېښور تاريخي رګ ريښه که هر څو د حکومتونو په کچه ښه نه ده خو د ولسونو يو بل سره دا رويې او لهجې دومره ترخې ولې شوې؟

د پاکستان او افغانستان دوستي خو په سفارتي سطحه په هر دور کې په خړ طبيعت پاتې او روانه ده خو د دواړو هېوادونو په خړو اوبو کې دواړو خواو ته ولسونه ړانده کبان دي.

دا خړې اوبه هېڅکله هم صفا نه شوې. دا شکونه کله هېڅکله هم ختم نه شول. اوس د يوې مياشتې راهیسې په تورخم دروازه "مه راځه، نه به راځې" حالت د دې لنډۍ په شان شروع دى:

په ما دې ټول عالم خبر کړ

جانانه خپل غم دې کوه خپل به کومه

هسې خو د ناين اليون له پېښې سره دواړو خواو ته ولسونه په حکومتي عينکو کې شکمن او ناخوښه شوې دي خو خبره دې حد ته ورسېده چې د هغه ځاى افغانان دلته د شک په بنياد په نامعلومه تيارو کې پراته دي او د دې ځاى خلک د افغانستان په زندانونو کې د عذابونو سره مخامخ دي.

د يو څو اوونیو راهیسې خو د "مه راځه، نه به راځې" سلسلې له دومره بد حالت سره ولسونه مخامخ دي چې نه د پښتونخوا څخه څوک افغانستان ته تللى شي او نه افغانان دې خوا راتللى شي.

نوې خبره دا ده چې پېښور څخه د اسنادو لرونکي افغانان هم په زور په سپکه سپوره بېرته لېږل کېږي او کومو افغانانو سره چې اسناد نه وي نو د جرم په دايره کې راځي.

عين دغه شان غبرګون په افغانستان کې له پاکستاني ولسونو سره کېږي خو که هلته د پنجابي پاکستاني سره څه بد چلند وشي نو د پښتونخوا پښتون پرې خوا نه بدوي خو چې پښتون ته هم د افغان چارواکو او ولسونو تندي تروه شي نو هغوی ژر د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان دا دعوه ور يادوي چې "د مارګلې پورې زموږ افغانانو بريد دى" نو بيا ستا سو په دعوه کې موږ چېرته درېږو؟

دغه ګيله په پښتونخوا کې افغانان هم لري او وايي چې تاسو موږ په ۳۰ کالو کې د افغان مهاجر د نوم نه خلاص نه کړو نو بيا ولې وایئ:

د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پېښور کې افغان يو دى

د کابل او پېښور تاريخي رګ ريښه که هر څو د حکومتونو په کچه ښه نه ده خو د ولسونو يو بل سره دا رويې او لهجې دومره ترخې ولې شوې؟

په اصل کې دواړو خواو ته له حکومتونو پرته ولسونو هم د يو بل ضرورتونه غلط استعمالوي.

بره افغانستان ته چې کوم خلک مزدورۍ ته ځي او په شخصي ادارو او پروژو کې کار کوي، تنخوا اخلي، هغوی د تګ راتګ نه واخله د استوګنې پورې بلها ستونزې لري او خپل هر مشکل په رشوت هواروي بيا هم د سختو رويو او سپکو سپورو کې يې د پنجابي پاکستان د رويو عکس العمل موجود وي.

په پښتونخوا او د پاکستان په پنجاب او نورو برخو کې چې کوم افغانان دې خوا خپل کورونه، رشتې، کاروبارونه، معاشونه او د ۳۰ کالو په اوږدو کې نور ډېر څه لري او که سرکاري او ذاتي روغتونونو ته درملنې ته راځي نو پېښور ورته چاړه تېره کړې وي.

د تورخم د دروازې نه چې قدم را واخلي تر پېښور ه پورې يې هر قدم داسې وي لکه هغوی چې په ځان منلي وي "دلته دم او قدم دواړه په حساب دي".

"اوس وخت څومره سخت نا باوره دى. ميلمانه خو دواړو خواو ته شکمن دي. ګنې دروازې به يې يو بل ته ولې بندولې؟"

دا وخت هاخوا او دېخوا دم او قدم په حساب دی. د ولسونو نه يې رو ګودر خطا کړى دى. په دغه حواله يوه ټوکه د ننني او تېر دور هنداره څرګندوي.

پخوا يو افغان ميلمه پېښور ته راغلی و، پېښوري ورته ميلمستيا ورکړه. په تلو کې ورته افغان ميلمه وويل پېښوری وروره ستا نه ډېره مننه. خداى دې په ژمي کې کابل ته راوله، په اور به دې ښکلى ګرم کړم.

پېښوري ټنډه تروه کړه چې کابلي راته څه وويل؟ څه موده پس پېښورى کابل په لوري پېښه وکړه او هغه کابلي خپل کور ته ميلمستيا ته بوت. پېښوری د کابل د واورو يخ نيولى و، شين ګوشين شوى و چې کابلي ګرمې کوټې ته بوت، پېښوري ته د کابلي خبره راياده شوه چې هغه ورته ويلي وو چې ښکلي اور ته به دې کښېنوم. نو پوه شو چې په کابل کې د واورو په يخ کې دا اور د ټولو نه لويه ميلمستيا ده.

خو دا اوس وخت څومره سخت نا باوره دى. ميلمانه خو دواړو خواو ته شکمن دي. ګنې دروازې به يې يو بل ته ولې بندولې؟

که د دواړو خواو بندو دروازو ته وګورو چې يو وايي نه مه راځه بل وايي نه به راځې، نو دواړه يو شان مانا لري خو بيا هم يو فرق شته او هغه دا دى چې د دې ځاى نه چې کوم خلک افغانستان ته کار روزګار ته ځي نو مجبوري يې فقط معاش وي.

د پريوتې کالدارې په مقابل کې ډالر ته زور کوي خو چې د افغانستان نه کوم خلک دې خوا راځي د هغوی دلته د ۳۰ کالو ژوند ژواک، نيمه کډه بره او نيمه کډه کښته اوسېږي. د علاج لپاره پېښور ته راځي او په پاکستان کې يې خلکو سره تجارتي اړيکې او شراکتونه دي.

په دغه دلیل افغانان زيات زيانمن دي ځکه خو د پاکستان بنده دروازه د افغانانو لپاره زياته د فکرمندۍ خبره ده.

موږ ولسونو خو به اوسه پورې دا لنډۍ د ډيورنډ لپاره ويله:

کور دې نژدې کوڅه دې لرې

ديوال دې پريوځه چې ويړيا شي ديدنونه

نو بيا دا بيلتون په څه؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .