زرملوال - د کتابونو مېړنی

د خپريدو وخت: 22:57 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

غلام محمد زرملوال د جنورۍ پر ۱۹ مه په لندن کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

غلام محمد زرملوال صېب د بي بي سي پښتو څانگې له هغو لومړيو کارکوونکو و، چې د شلمې پېړۍ افغانستان د مطبوعاتو هره برخه ورته معلومه وه.

په افغانستان کې ده، د ځينو مهمو سياسي کتابونو په ژباړه لاس پورې کړې و، چې د ۱۹۷۱ په ختيځ پاکستان (اوسني بنگله دېش) کې د پاکستاني پوځ د تېريو په اړه يې يو کتاب ژباړلی و، چې نژدې وختونو کې "د بنگله دېش بې ستري" په نامه بيا خپور شوی دی.

يو بل کتاب يې هم چې د فلسطين يوې مبارزې "ليلا خالد" په اړه و، پښتو ته را اړولی و. په افغانستان د روسانو د تېري او د جهادي ډلو په اړه د زرملوال کتاب د "لوڅ ليک" په نامه ۱۹۸۸ م کې چاپ شو. دا يې پخپله ټايپ کړی او چاپ کړی و.

په برمنگهم کې د پښتنو ټولنه جوړه شوه نو " ټول پښتون" مجلې په خپرولو کې يې ونډه واخیسته. چا پرې د ملت پالنې ټاپه ولگوله او نورو يې د مجلې نامه ته گوته نيوله چې له گرامري پلوه بايد "ټول پښتانه" وليکل شي.

"يو وخت يې ويل، له خدای نه مې پينځلس کاله ژوند غوښتی چې يو څو کتابونه په کې نور وليکم. ښايي تر اوسه يې له څلوېښتو زيات کتابونه په خپله ليکلي او يا يې ژباړلي وي."

لږ خلک وو، چې د مجلې د دې نامه په اصلي مفهوم پوهېدل.

د ۱۹۹۰ کال د اگست پر دويمه نېټه عراق پر کوېت يرغل وکړ او د لوېديځ په مطبوعاتو کې چې څه خپرېدل، زرملوال ورته ځير و.

د ۱۹۹۲ کال د اپريل مياشتې هغه پېښې چې مجاهدين کابل ته ننوتل، راپورونه يې په لومړي ځل په اروپا کې نېغ په نېغه پر ټلوېزیون ليدل.

د کابل چورتالان، د لوېديځوالو تبصرې او خبرې د افغانانو هغه څېره ښودله چې د زرملوال په څېر با احساسه افغانان پرې ځورېدل.

د تلوېزیون يو نامتو ژورناليست، چې له کابله يې ژوندی راپور ورکاوه، وويل "لوټل د افغانانو دود دی" په دې جمله دومره خپه شو، چې د تلوېزیون شبکې مشر ته يې ليک ورواستاوه او د ژورناليزم اصول يې ورته په گوته کړل.

د هغه وخت د کابل پېښې يې د "ارگ يا مرگ" نومې کتاب کې ځاې کړل چې يو اړخ يې پښتو او بل يې انگريزۍ کې و.

تر هغو يې يو وړوکی "اپل" کمپيوټر او پښتو پروگرام کاراوه، لا د پښتو کيبورډ هم نه و جوړشوی خو ده د انگريزۍ کيبورډ کاراوه.

د عراق-کويت لانجې پايله د امريکا هغه بريدونه وو، چې د ۱۹۹۱ کال د جنورۍ پر ۱۵ مه يې پيل کړل.

څو مياشتې تېرې شوې نو زرملوال دويم کتاب وليکه. دا "د تېلو جنگ" نومېده او ورپسې د کتابونو ليکلو لړۍ پيل شوه چې د ده د ژوند يو هدف وگرځېده.

پر کتاب او لیکنې مين

د بي بي سي کار يې پرېښود او " فول ټايم" ليکوال شو. نه چا پيسې ورکولې، نه يې چا ستاينه کوله خو پر پښتو دغه مين ليکلو ته مټې رانغښتې وې.

د کتابونو لوستلو هم سخت لېواله و او کله به چې يو نوی کتاب د افغانستان په اړه خپور شو نو له هر چا وړاندې به يې اخیستی او لوستی و. هر هغه څه به چې په ليکلې بڼه په پښتو خپرېدل، له ځان سره به يې ساتل.

تر هغو چې د زرملوال روغتيا سمه وه، لیکنې یې نه پرېښودې.

د "احمد شاه ابدالي جرګه" هغه کتاب و چې په ۲۰۰۲ م کې ډېرو خلکو د يوې تاريخي سرچينې په توگه ولوست.

د څو مقالو ټولگه، "پاکستان يو مصنوعي هېواد" "د نړۍ تاريخ ته يوه کتنه" د ده هغه هڅې وې چې افغان ولس د خپلو ليدلو او ناليدلو حريفانو نه خبر کړي او د دې هېواد د پېچلي سياسي حالت عوامل ورته په گوته کړي.

له مهاجره تر مجاهده، تر وروستي افغانه چې په پنځو ټوکو کې و، "زما ولس به ژوندی پاتې شي؟" هغه کتابونه دي، چې په ډېر لږ وخت کې يې چاپ ته چمتو کړل.

تر هغو چې روغتيا يې سمه وه، لیکنې یې نه پرېښودې. ده له انگريزۍ نه يو ډېر مهم کتاب چې "د گوسټ وار" نومېږي، وژباړه او "د پېريانو جگړې" نوم يې ورکړ، او دغسې نور چې کال په کال به يې چاپول.

د زرملوال يوه ځانگړتيا دا وه چې په انگريزۍ او پښتو دواړو ژبو يې پوره حاکميت لاره او ژباړه به يې روانه وه. هر يوه توري ته به يې پام و چې بايد څنگه وژباړل شي.

د زرملوال ليکنې به تر نيوکو لاندې راتلې، د هغو له خوا چې ريښتيا وينا يې نه خوښېده. د ده په لومړيو کتابونو به نه د چاپځي نوم و او نه د خپروونکو، ځکه چې دا ټول کارونه ده پخپله سر ته رسول.

چا به پوښتنه وکړه نو ويل به يې، "څه يې کوئ؟"

"د کابل اور، د سولې په مقابل کې جگړه، په اوبو لاهو احمق کړيکې" پر انگريزۍ ژبې د ده هغه کتابونه دي چې نورې نړۍ ته د افغانانو غږ رسوي.

ده په يو وخت کې په څو کتابونو کارکاوه او د ډېر ټايپ له کبله به يې گوتې رېږدېدې، خو ليکل يې نه پرېښودل.

يو وخت يې ويل، له خدای نه مې پنځلس کاله ژوند غوښتی، چې يو څو کتابونه په کې نور وليکم. ښايي تر اوسه يې له څلوېښتو زيات کتابونه په خپله ليکلي او يا يې ژباړلي وي.

"د زرملوال يوه ځانگړتيا دا وه چې په انگريزۍ او پښتو دواړو ژبو يې پوره حاکميت لاره او ژباړه به يې روانه وه. هر يوه توري ته به يې پام و چې بايد څنگه وژباړل شي."

د افغانستان په اړه د ده وروستی کتاب په انگريزۍ کې "برېکنګ دا مولډ" دی، خو لا چاپ شوی نه دی.

هغه نور کتابونه چې تر اوسه ناچاپه دي، معلومه نه ده چې څومره کار يې لا پاتې دی.

د پښتو ژبې د څڼو سينگارولو محاوره ښايي ډېرو نه وي اورېدلې، خو زرملوال د خپلې لومړۍ او وروستۍ مينې څڼې تر وروستي توان سينگار کړې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .