ولې د ترافیکو له قانونه سرغړونې کېږي؟

د خپريدو وخت: 10:48 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

ځینې رپوټونه وايي په خپله قانون جوړوونکي او نور چارواکي هم ترافیکي قوانینو ته پام نه کوي.

ډېر ځله لیدل کېږي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې موټر چلوونکي د ترافیکو قوانینو ته پام نه کوي.

په یو طرفه سړکونو تګ، له ټاکلې اندازې تېز موټر ځغلول او له قانوني عمره په کم عمر کې موټر چلول هغه څه دي چې د یو لړ پېښو د رامنځ ته کېدو لاملونه کېږي.

ځینې رپوټونه وايي په خپله قانون جوړوونکي او نور چارواکي هم ترافیکي قوانینو ته پام نه کوي.

په دې اوونۍ ستاسو نظر پروګرام کې له تاسو اورو چې د ترافیکو له قوانینو د سرغړونو مخنیوی څنګه کېدای شي؟

که په دې هکله خپل نظر څرګندوئ، په دې شمېرې ستاسو نظر پروګرام ته د سې شنبې په ماښام (د جنورۍ ۲۲) ټېلېفون وکړئ:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

که غواړئ چې برېښنالیک/ایمیل راواستوئ، پته مو ده:

Pashto@bbc.co.uk

د لنډ ټېلېفوني پيغام/اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او که وغواړئ چې زموږ پیغام ثبتوونکي ماشین ته ټېلېفون وکړئ او خپل نظر وار د مخه ثبت کړئ، دا شمېره وکاروئ:

٠٠٤٤٢٠٣٦١٤٣٨٨٠

په بي بي سي پښتو فیسبوک کې هم خپل نظر راسره شریکولای شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .