ملي اجنډا او چاپي رسنۍ

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

دلته که څوک د ورځپاڼې د کار لپاره درته وړاندېز کوي لومړۍ خبره به يې دا وي: "اسانه کار دی، دوه ساعته وخت او دومره پيسې په کې درته جوړېږي چې د کور کرايه دې شي."

يوه خبريال ته مې زنګ وواهه، په يوه راډيو کې مې د يوې خپرې شوې موضوع په اړه په هغه سيمه کې د خلکو غبرګون ترې وپوښت.

لنډ ځواب يې راکړ:"دلته له ما پرته هېڅوک دغه راډيو نه اوري". دا واقعيت ته نژدې يوه ټوکه وه.

د ارواښاد کانديد اکاډمېسين محمد صديق روهي خبره مې سترګو ته ودرېده. هغه څو لسيزې مخکې د افغانستان د چاپي رسنيو له بې کيفيتۍ سر ټکولی او ويلي و: "اخبارونه يوازې هغه خلک ګوري چې مضمون يې په کې خپور شوی وي."

دا د هغه وخت خبره ده چې له افغانستان څخه مغزونو فرار نه و کړی، قلمونه په مسوليت چلېدل، کتابونو د سرچينو کار ورکاوه، او ليکوال د مسوليت احساس درلود.

هغه مهال هرې ورځپاڼې او هرې رسنۍ د ليکوالو او کتونکو يوه ډله درلوده.

هغوی به د ليکنې، ډول و ډال، مانا او ګټه سنجوله بيا به يې د هغې د خپرېدو پرېکړه کوله. هغه وخت يې تاثير هم ډېر و.

د کور کرايه

که رښتيا خبره شي، نو ډاډه يم په لسو کې به د دوو ورځپاڼو چلوونکي پر دې فکر کوي چې نن څومره مواد لري او کوم يې د خپرېدو دي.

دلته د ورځپاڼو مشران عموما په نورو ادارو کې دندې لري او د ورځپاڼې کار يې فرعي کار دی چې د رسمياتو تر ختمېدو وروسته ورته راځي، کار په کې کوي او پيسې په کې ګټي.

دلته که څوک د ورځپاڼې د کار لپاره درته وړاندېز کوي لومړۍ خبره به يې دا وي: "اسانه کار دی، دوه ساعته وخت او دومره پيسې په کې درته جوړېږي چې د کور کرايه دې شي."

په حقيقت کې همدغو دريو ټکو زموږ د چاپي رسنيو محتوا راټيټه کړې ده. ليکوالان په کې په دې نيت کار نه کوي چې خلکو ته يو څه وړاندې کړي، بلکې د کور کرايه په کې ګټي.

د ورځپاڼې چلوونکي يې هم ځکه اسانه بولي چې له ده سره هم حساب نه کېږي. "پردی غوبل دی پردی اشر دی..." پردۍ پيسې دي، پردۍ اجنډا ده او پردۍ پروژه ده.

که ښه خپرېږي که بده، دی په کې ګټه کوي. په کابل کې داسې ورځپاڼې وينم چې يوه ليکنه هم د ليکوال په اصلي نوم نه وي. د دې کار لامل څه دی؟

ليکوالان هم د پيسو لپاره بې مسوليته ليکنې کوي او خپل نومونه ځکه نه ورکوي چې که خلک پوه شي پلانی ليکوال دومره کمزورې ليکنه کوي بيا يې نوم بدېږي.

ځينې ورځپاڼې او چاپي رسنۍ يوازې د يوې پروژې په توګه خپرېږي او کله چې پروژه ختمېږي نو چاپي رسنۍ هم ورسره بندېږي.

په ټوله کې سړی ويلای شي چې د افغانستان چاپي رسنۍ د هغې معلوماتي تشې د ډکولو په موخه نه خپرېږي چې زموږ په ټولنه کې موجوده ده، بلکې د بېلا بېلو سياسي، اقتصادي، تبليغاتي اجنډاوو پرمخ بېولو لپاره دي.

د پاليسۍ قحط

د کابل چاپي رسنۍ شاوخوا ټولې پېست کاپي وي. بي بي سي، ازادي راډيو او پژواک هغه رسنۍ دي چې د کابل شاوخوا ټولې ورځپاڼې ورباندې چلېږي.

زما ډېر ملګري په چاپي رسنيو کې کار کوي چې کله يې انټرنېټ خراب وي ان د يوې ليکنې چېغې تر ما پورې را رسېږي، چې بايد ليکنه ورته وکړم او د دوی ورځپاڼه تشه پاتې نه شي.

تکړه هغه دي چې لږ تر لږه د غلا شوي راپور او ليکنې په عنوان کې لږ ګوتې ووهي.

يوه ملګري مې يوه ورځ په کومه ورځپاڼه کې تېروتنه کړې وه او اېډېټر ته يې ويلي و، چې په پلانکۍ ليکنې کې دغه تېروتنه ده. اېډېټر ورته ويلي و، "ځه خلک يې نه لولي، او د چا نه ورپام کېږي."

"اخبارونه يوازې هغه خلک ګوري چې مضمون يې په کې خپور شوی وي."

کانديد اکاډمېسين محمد صديق روهي

اوس پوښتنه دا ده چې که د رسنيو چلوونکي په دې باور وي چې خلک د دوی رسنۍ نه لولي نو بيا په دومره لوی تعداد ولې چاپېږي؟

اکثره يې نورې اجنډاوې لري. دغه رسنۍ اکثره په بهرنيو پيسو روانې وي او پردۍ اجنډاوې پر مخ بيايي.

دولتي رسنۍ لا هم د بېروکراسۍ او تشريفاتو په تورتم کې ډوبې دي. له سره تر پايه تشريفات وي. دومره کمزورې دي چې ان د حکومت لپاره لا تبليغات نه شي کولای.

دلته په کابل کې يوې ورځپاڼې په يوه مطلب کې د يوه وزير خبره را اخيستې وه او هغه يې نقد کړی و. پر سبا يې همدغې ورځپاڼې په خپل ليکوال پسې چې پرون يې دوی په خپله خوښه ليکنه ورخپره کړې وه سپکې سپورې ليکلې وې.

اصلي مسله دا وه چې دوی له دغه وزير سره تړلي کسان و، خو ستونزه دا وه چې دوی هېڅ پاليسي نه درلوده چې کوم مطالب بايد خپاره شي کوم نه.

کله چې د طالب رژيم را وپرځېد نو په افغانستان کې د مجلو همدغسې باران و. ليکوالان ورپسې نه شوای رسېدای، چې چاته ليکنه ورکړي بالاخره به يوه ليکنه په څو رسنيو کې چاپېده.

پردۍ رسنۍ

زما يوه دوست راته کيسه کوله چې څه موده مخکې يې په ملي ارشيف کې اخبار راجستر کاوه. د ارشيف مامور د دولت د يوه وزير نوم ورته اخيستی و چې دا اخبار د هغه دی؟

ملګری مې: نه ولې؟

مامور: "دلته چې اخبارونه راجستر کېږي اکثره يا د ... صاحب وي او يا هم د ايران وي".

موږ اصلي ستونزه دا ده چې ملي رسنۍ ډېرې لږې لرو. که دولت په خپله دا کار نه شي کولای بل چاته يې بايد پيسې ورکړې وای چې په لسو کالو کې موږ د ملي رسنيو څښتنان شوي وای.

موږ په لسو کالو کې يوازې داسې يو ټلوېزيوني کانال پيدا نه کړ چې افغانستان ته د افغانانو له سترګو وګوري او د افغانستان ګټې د يوه افغان له سترګو وويني.

تر ټولو بده دا ده چې همدغه چاپي رسنۍ په افغانستان کې د ملي يووالي او د افغانستان د ګټو پر ضد تبليغات کوي.

د بېلګې په ډول په کابل کې خپرېدونکې يو شمېر ورځپاڼې په اروپا کې د مېشتو هغو افغانانو ليکنې خپروي چې په خپلو ليکنو کې د افغانستان روانه جګړه ملي مقاومت، اوسنی حکومت نامشروع حکومت او همدغه د بيان ازادي چې دوی ترې په ګټنه دغسې ليکنې کوي او خپروي، غندي.

زموږ حکومت تر اوسه د رسنيو د کنټرول لپاره ملي اجنډا او ملي محور نه لري.

د رسنيو قانون هم د نورو قوانينو په څېر دی چې په عمل کې هېڅ نشته.

په افغانستان کې د رسنيو د څار اداره هم هغه کار نه کوي چې اصلي دنده يې ده. په ورځپاڼو کې که هر څه خپرېږي دوی يې پروان نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .