له ناټو وروسته د افغانستان امنیتي لرلید

د خپريدو وخت: 14:04 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

د ترافیک پولیسو پر ادارې دغه برید په پلازمېنې کې د دې کچې په یوه میاشت کې دویم برید و.

د ناټو په مشرۍ افغان ځواکونه له دومره ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې دي، چې اوس ان دا رایادول کابو سخت دي، چې دوی د څه لپاره دلته ورغلي وو.

حکومتونه تل دا تکراروي، چې دوی د القاعدې د سپتمبر د یوولسمې د هغو بریدونو په ځواب کې دلته ورغلي وو، چې د اسامه بن لادن د افغانستان له مرکزه پلان شوي وو.

خو دغه خبره د دې څرګندونه نه کوي، چې اوسمهال د ۵۱ بېلابېلو هېوادونو تر ۱۰۰۰۰۰ ډېر ځواکونه په افغانستان کې دېره دي خو له دې سره سره دوی نه دي توانېدلي، چې هغو اورپکو ته ماتې ورکړي، چې په ورځني ډول خلک وژني او ټپیانوي یې.

د راتلونکي کال تر پایه به د ناټو جګړیز ځواکونه له افغانستانه ووځي او د دغه هېواد ملي امنیتي ځواکونه به د یوه ژمن دښمن پر وړاندې جګړې ته یوازې پرېږدي. ایا دوی به پر دې وتوانېږي؟

پر ترافیک پولیسو برید:

د خوب له پردو مې له کړکیو بهر د دغه برید پر مهال بېلابېل اوازونه اورېدل. پر سړک چیغې، د لاسپیکرو اوازونه او د موټرو او اور وژونکو ګاډو غږونه اورېدل کېدل. د ترافیک پولیسو پر ادارې دغه برید په پلازمېنې کې د دې کچې په یوه میاشت کې دویم برید و.

دا په کابل کې زما لومړی سهار و او د جهادي اورپکو یوې ډلې د پلازمېنې د ترافیک پولیسو قرارګاه په نښه کړې وه.

لومړی یې ځانمرګی برید وکړ، بیا دننه ننوتل او تر نهو ساعتونو نښتې وروسته ووژل شول.

دا په پلازمېنه کې د دې کچې په یوه میاشت کې دویم برید و. وروسته مې مالومات تر لاسه کړل، چې دلته په هره اوونۍ کې د دې غوندې په منځني ډول څلور بریدونه پلان کېږي، چې مخکې له مخکې د ملي امنیت ادارې له خوا شنډېږي.

هغه څه چې طالبانو ته یووالی او اغېز وربښي هغه جګړه ده. امرالله صالح

ان د دغې ادارې مشر پخپله هم د دغسې یوه برید ښکار شوی او اوس د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی او اوس له زرګونه میله لرې واټن څخه پر ټیلیفون خپلو کارکوونکو ته د اجراتو امرونه ورکوي.

د دغې ادارې یو پخواني مشر امرالله صالح، چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د طالبانو پر وړاندې د حکومت د استخباراتي جګړې مشر و، ما ته وویل، چې دی د دغه ډول بریدونو د زیاتېدو اټکل کوي.

ده وویل" دا چې ناټو له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې خپل حضور کموي، طالبان به خپل تکتیکونه بدل کړي."

ده همداراز وویل "دوی به په خپلې تګلارې کې بدلون راولي او دوی به نور دغسې نمایشي بریدونه وکړي. ولې؟ اوسمهال دوی دغه دوه لیکې ستراتېژي لري چې یوه یې له امریکایانو سره د سولې ډېرې ورو، ستړې کوونکې او بې پایلو خبرې دي، چې کله نا کله یې په ډېره ټیټه کچه له افغان دولت سره هم کوي"

ده زیاته کړه چې د دې په څنګ کې هغه څه چې ‌طالبانو ته یووالی او اغېز وربښي هغه جګړه ده. ده وویل" هغه مهال چې دوی جګړه بس کړي، د دوی په دغه یووالی او تمامیت کې به درز پیدا شي، او دوی په دې پخپله هم پوهېږي."

خو د سولې د خبرو به څه کېږي؟

ایا داسې فکر نه کېږي، چې طالبان کلونو اوږدې جګړې ستړي کړي دي، ایا دوی چمتو نه دي، چې اوس په بې پرې قطر کې د سیاسي خبرو لپاره یو دفتر پرانیزي.

لوېدیځ ځواکونه و نه توانېدل، چې د سخت دریځو پټنځایونه ویجاړ کړي.

یو شمېر کسان فکر کوي، له افغانستانه وتلو ته د لوېدیځ بېړه د ‌طالبانو پر ګواښ سترګې پټول دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي یو مهم مرکچي محمد ستانکزی دی. په خلیج کې له مقدماتي خبرو سمدستي وروسته يي دفتر ته ورغلم، چې خورا کلک امنیت يي ساتل کېده.

د څو کاله پخوا پرتله، چې ما لیدلی و، ډېر سپین ږیری او ستړی معلومیده، ټینګار يي کاوه، چې د سولې لپاره هیله شته.

د نوموړي په وینا د کابل وروستي بریدونه د خپل شتون څرګندونه وه. کوښښ مې وکړ له ده معلومه کړم، چې د ده په اند د دې بریدونو تر شا څوک وو او څه يي غوښتل.؟

هغه راته وویل: "که مجرمان وي، که طالبان وي، که القاعده وي، خو چې په غور سره يي وګورې، ډېری دغه ځانمرګي بریدګر افغانان نه دي"

وزیر ستانکزی، لکه څنګه، چې يي هرڅوک یادوي د افغانستان د سولې او بیا یوځای کولو د پروګرام ای پي ار پي مشر دی. ( په افغانستان کې د ناټو د اوږد مهاله شتون یوه لاس ته راوړنه داده، چې دغه هېواد کې مخفف نومونه ډېر شوي)

له دوو کلونو راهیسې دوی د ټیټ پوړ وسله والوو ته ځان رسوي او هڅه کوي، چې دغه کسان د وسلې په اېښودولو او کلیوال ژوند ته ګرځېدو ته راضي کړي.

دم ګړۍ محدودې پایلې تر لاسه شوې دي. له ټول هېواد نه ایله ۶۰۲۸ کسان دغه پروګرام کې شامل شوي . دغه شمېره له هغو اټکلونو سره پرتله کېږي، چې ۳۰۰۰۰ وسله وال ‌طالبان د پاکستان پولو کې له خپلو مرکزونو څخه بې شمېره نوي کسان جذب کوي.

د دښمنانو لپاره مهم:

ما غوښتل دغه پروګرام په عملي بڼه له نژدې ووینم، یو روڼ سهار مې له یوه دولتي پلاوي سره یو ځای په کابل کې د ناټو له یوه کنګل شوې الوت کرښې نه په چینهوک ډوله امریکايي هیلیکوپتر کې د ناامنه غزني ولایت پر لور پرواز وکړ.

یو شمېر کسان فکر کوي، له افغانستانه وتلو ته د لوېدیځ بېړه د ‌طالبانو پر ګواښ سترګې پټول دي.

په داسې حال کې چې د هیلیکوپتر شاتنۍ دروازه پرانیستې وه، لاندې له واورو د ډک افغانستان ښکلا توجه ځانته کوله. پراخې شاړې پرتې ځمکې معلومېدې.

په غزني کې د طالبانو شتون جوت دی، ځکه نو موږ د دې لپاره، چې له ځايي مرکز څخه د والي تر دفتره لاړ شو، اړ وو، چې په پړانګ نومي امریکايي زغره وال ګاډي کې سفر وکړو.

بې شکه د یوه ژورنالست په توګه کله نا کله دا ډېره اسانه وي، چې سړی یوه بل هېواد ته لاړ شي او د نورو په هڅو کې خنډونه ومومي.

هغه حلقوي سړک ته له ختو سره سم، چې ټول هېواد سره نښلوي، د ګاډي پر سر ایښي مشین ګڼ ته ولاړ سر تېري یوه بله لوري ته تاووېدل او د سړک څار پیل کړل.

مزدوارن که ‌وسله وال اورپکي:

د سړک شاوخوا مو نژدې شل- پنځه ویشت افغانان ولېدل، چې په اړه یي موږ ته وویل شول، پخواني اورپکي دي، چې اوس له خپلو پخوانیو کړنو تېر شوي او نومونه يي په پروګرام کې شامل شوي وو.

دوی ته د خپلو کلاشنکوفونو پر مځکه اېښودو په بدل کې د خاص مودې لپاره هره میاشت نژدې ۱۸۰ ډالره ورکول کېږي، چې خپل کلیوال ژوند ته وګرځي.

دا ډېره ستونزمنه ده، چې په دې اړه رښتیا او درواغ معلوم شي. کندوز کې یو شمېر افغانانو د ټوکو په ډول ویل، چې "دا رښتیني طالبان نه دي، بلکې هغه کسان دي، چې مزدوري کوي."

خو ما لیدل، چې تر اوسه دغو کسانو مخونه پټ کړي وو. دوی ډېر اندېښمن معلومېدل او د دوی له (مشر) سره له یوې لنډې او غیر معلوماتي مرکې وروسته، یوه ځايي چارواکي غلي راته وویل" دا ډېر بد سړی دی، ده ډېر ناوړه کارونه کړي دي"

د دې بیا جذب کېدو د پرواګرام ارزونه خورا ستونزمن او ډېر خطرناک کار و.

ډېر خطرناک:

پلازمېنې کابل ته له رسېدو وروسته مې لوړپوړي انګریز قومندان او د ناټو ځواکونو مرستیال عمومي قومندان ډګر جنرال نیک کارتر ته وویل، چې پر واټونو له بې دریغه ورځنۍ ګڼې ګوڼې سره سره د پلازمېنې کابل سړکونه د هغه مهال په پرتله ډېر خطرناک معلومیږي چې وروستی ځل په ۲۰۰۳ کال کې ما لیدلي وو.

افغانستان د ۱۰ کاله پخوا په پرتله اوس ډېر خطرناک محسوسیږي.

"افغانستان د ۱۰ کاله پخوا په پرتله اوس ډېر خطرناک محسوسیږي. "

د پخوا په پرتله په دغه ځای کې د چاودنو د مخنیوي لپاره سیمټي دیوالونه او امنیتي پوستې ډېر تر سترګو کېږي.

دغه پوښتنه مې د جنرال مخې ته کېښوده، چې ډېر خلک نه پوهیږي، له ډېرې مودې پاتې کېدو سره سره ولي ناټو ځواکونه ونه توانیدل خپل کار سر ته ورسوي او کورته ستانه شي. ؟

په افغانستان کې د دېره ځواکونو تجربه لرونکي جنرال کارتر رد نه کړه، چې د ۱۰ کاله پخوا په پرتله اوس دا کار ډېر خطرناک دی. خو نوموړي زیاته کړه:

"د مدني ټولنې په پراخ شالید کې پرمختګونه د پام وړ دي. طبي خدمتونو ته لاسرسي د پخوا په څېر ستونزمن نه دی، تعلیم ډېر پرمختګ کړی، اوس مهال نژدې ۲۰ میلیونه کسان موبایل ټیلیفون کاروي. زما په فکر په هغه اصطلا ح چې زموږ په هېوادونو کې د پرمختګ لپاره کارول کېږي دلته داسې پرمختګ شوی، چې که څه هم زه یي په شا نه تلونکی نه بولم، خو دا له عام پرمختګ نه جلا دی."

خو اوسمهال د افغان ولسمشر یو سیاسي مخالف امرالله صالح چې تر ډېرې مودې د افغان استخباراتو مشر و او په ۲۰۱۰ کال کې يي دغه دنده پرېښوده، لوېدیځ ته یو خبرداری ورکوي.

د هغه په اند له افغانستانه د وتلو په بېړه کې لوېدیځوال د طالبانو او القاعده د ګواښ تر منځ توپیر کولو ته خورا لیواله دي، چې نوموړي ته د دواړو لورویو ګواښونه د ‌طالبانو د بیا واکمنېدو په معانا دي.

په پام کې ده، چې له ۲۰۱۴ وروسته به امنیتي ځواکونه د لویو ښارونو امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

په پام کې ده، چې له ۲۰۱۴ وروسته به امنیتي ځواکونه د لویو ښارونو امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

د نوموړي په وینا " ډېر لوېدیځوال شنونکي په دې اند دي، چې د القاعده مرکز اوس افغانستان نه دی، ممکن دغه مرکز مالي کې وي، ممکن سومالیا کې وي او یا هم ښايي په شمالي افریقا کې وي. دا هم ممکنه ده، چې د اروپا په یوه څنډه کې کوم غلی پټنځای وي، نو موږ ولي دلته بې شمېره پوځيان یو ځای کړي دي."

خو نوموړی هغه شننه نه مني، چې وايي القاعده غوښتل خپره شي او همداسې وشول.

د ښاغلي صالح په وینا که د افغانستان ستونزه هواره نه شي، نو همداسې به وشي، که په حقیقي معانا نه هم وي، په معنوي توګه به صورت ومومي، د ‌طالبانو بیا واکمنۍ به پر هېواد د القاعده د یوه متحد ځواک واکمنېدل وي، یا په بشپړه توګه او یا هم په ځینو برخو کې.

نوموړي زیاته کړه په اوسمهال کې د طالبانو کم ځواکي بلل او یا دا چې له القاعده سره د دوی اړیکې له منځه یووړل شي، زموږ په خپل نظر ناسم دي.

خو په افغانستان کې یو شمېر نور دا نه مني. د دوی په وینا ‌طالبانو له خپلو تېروتنو زده کړه کړې او د هغه مهال په پرتله ډېر بدل شوي، چې واکمن وو او داسې څه شته، چې دوی یي بیا لاس ته نه شي راوړی، لکه د نجونو ښوونځي تړل او د ټلویزیونونو سوځول.

په هر صورت افغانان له ۳۳ کلنې پرله پسې جګړې ستړي شوي، خو د سولي لپاره د یوه جوړ جاړي رامنځ ته کېدل اوس هم داسې ښکاري، چې په اسانه تر لاسه کېدونکي څه نه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .