زموږ شهکارونه

د خپريدو وخت: 12:58 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

موږ که يو شی بد بولو هم تر خپل اندازې زيات را څخه بد وبلل شي او که يې ښه بولو هم همداسې کېږي.

موږ بې درېمې لارې خلک يو، د دو انتخابونو خلک. يوازی لوی- کوچنی، ښی-کيڼ، ښه- بد، لږ-ډېر، تک تور- تک سپين- او داسې نور لرو.

موږ په نسبيت باندې ولاړه دنيا کې هم هر څه مطلق ګڼ، مانا دا چې زموږ دنيا دوه مخه لري، يو مخ يې افراط دی بل يې تفريط دی.

زموږ باورونه ، ګروهې، ستونزې، ژوند، ان پوهه هر څه په همدغو دوو ټکو تعبيرېدای شي يا یې لږ تر لږ موږ پر همدغو دوو ټکو تعبيروو.

موږ نه ديني او مذهبي روايتونو ته کتلي چې د درېيم غوراوي سپارښتنه يې کړې او نه مو هم د خپل بشري او انساني چاپېريال واقعيتونو ته کتلي دي، چې د افراط او تفريط تر منځ درېيمه کرښه هم بايد وي.

زموږ د ژوند، قضاوتونو، پرېکړو او باورونو مستوي يوازې دوه ټکي لري او درېيم مو ترې ايستلی دی.

زه نه پوهېږم، خو داسې راته ښکاري چې زموږ په ټولنه کې له نورو ټولونو سره يو پټ جنيتيکي توپير موجود دی. موږ بايد په هر څه کې افراط وکړو او يا بايد په هر څه کې تفريط وکړو.

بده خو دا چې داسې خلک هم شته که ستا يو شی خوښ شي او ښه يې وګڼې، نو دی يوازې د دې لپاره ورسره مخالفت کوي او بد يې ګڼي چې ولې ستا خوښ شوی دی، دې ته خلک د مخالفت لپاره مخالفت وايي.

موږ که يو شی بد بولو هم تر خپل اندازې زيات را څخه بد وبلل شي او که يې ښه بولو هم همداسې کېږي. پر درېيم غوراوي فکر په کار دیخواله رسنۍ د موضوعاتو د پيدا کېدو لپاره ښه ځای دی. دلته سړی ډېر جالب توکي اوري، وينې او لولي.

خو داسې هم ده چې دلته توکي هغسې نه دي لکه واقعيت چې دی، ډېر څه له واقعيت سره سر نه خوري.

په خواله رسنيو کې څو شيان زما لپاره جالب دي، يو دا چې خلکو په کې ځانونه ښه راوسپړل، زه خپله اوس د ډېرو هغو خلکو په ليدلوری پوهېږم، چې پخوا نه پوهېدم او د نورو لپاره کېدای شي زه همداسې يم.

"په پوهنتون کې د نړيوالو ادبياتو استاد هم شهکار ټکی کاراوه، کله به يې د هومر اثار شهکار بلل، کله به يې د موناليزا تابلو شهکار اثر باله او کله به يې داسې نورو اثارو ته د شهکار ټکی کاراوه."

بل دا چې فېسبوک هم زموږ د واقعي ژوند غوندې د افراط او تفريط له بېلګو ډک دی. دلته هم له ځينو هغو ټکو سره مخامخ يم، چې په عام ژوند کې يې اورم. له دغو ټکو څخه یو هم "شهکار" ټکی دی.

زه له ډېر کلونو راهيسې دغه ټکی اورم. د کتابونو په سريزو کې به مې دغه ټکی لوست، په ليکنو کې به مې لوست او په مجلسونو کې به مې اورېد، خصوصا هغو خلکو به ډېر کاراوه، چې غوښتل به يې د يوه اثر له خاوند سره تر نورو ډېره عاطفه او خواخوږي وښيي.

په مشاعرو کې به يې شاعر د هڅونې پر مهال وويل، "واه واه شهکار بيت دی ، شهکار غزل دی" او ورته نور. يو وخت مې د هند د نيمې وچې د نامتو اديب رابندرا نات ټاګور د ګيتانجلي پښتو ژباړه لوسته چې ارواښاد بېنوا صاحب کړې ده.

له يوه ياد ليکوال او شاعر سره مې د دغه کتاب په اړه بحث وکړ چې ډېر ښه اثر دی، خو پوهېدل پرې لومړی ګران وي، بايد سړی د ادبياتو ښه مطالعه ولري، نو بيا به ګيتانجلي خوند وکړي.

دغه ليکوال راته وويل، چې ګيتانجلي خو "شهکار" اثر دی.

په پوهنتون کې د نړيوالو ادبياتو استاد هم شهکار ټکی کاراوه، کله به يې د هومر اثار شهکار بلل، کله به يې د موناليزا تابلو شهکار اثر باله او کله به يې داسې نورو اثارو ته د شهکار ټکی کاراوه.

ما تر اوسه پورې زموږ په ټولنه کې د شهکار اصلي مصداق پيدا کړی نه دی او ډېره ستونزمنه ده، چې هومره شکارونه دې څوک له چاسره ومني، لکه موږ چې په الفاظو کې له خپلو اثارو څخه جوړکړي دي.

شهکار ماته د اثر د مطلقيت درجه ښکاري او واقعيت دا دی، چې په نړۍ کې به هېڅوک هم له ساينسي فرمولونو پرته انساني اثارو ته په مطلقيت قايل نه شي.

هر څه نسبي دي، له همدې کبله هغه څه چې موږ يې شهکارونه بولو، زموږ بيخي فردي نظرونه دي ان زموږ په ټولنه کې به نورو خلکو ته يوازې بهترين اثار او يا کېدای شي يوازې اثار ښکاره شي.

خو ځينې ټولنيز واقعيتونه داسې وي چې انکار هم ترې سخت وي. موږ کېدای شي ځانته دا اجازه ورکړو چې د خپل شخصي نظر د څرګندلو لپاره مبالغه وکړو، خو دا اجازه به راته څوک را نه کړي چې هر څه ته هر ټکی وکارولی شو.

ما به د پښتو د نيمو شاعرانو د ځينو غزلو او يا ځينو بيتونو لپاره له نورو خلکو څخه د شهکار ټکی اورېدلی وي، خو تر اوسه پورې مې هم په ډېرو اثارو باندې د شهکار هغه تنده ماته شوې نه ده، چې زما په ذهن کې د شهکار له تصور څخه پيدا شوې ده.

پر الفاظو ظلم

شهکار يو له هغو ټکو دی چې موږ يې په ډېر ظلم سره هر هغه څه ته کاروو چې خوښ مو شي.

زه نه وايم چې د شهکار لپاره دې ټولنیز توافق شرط وي، مګر زموږ قضاوتونه بايد د ايډیالوژيکو ګونديانو په څېر نه وي چې يوازې خپله راته ښه ښکاري. کله کله سړی په خواله رسنيو او په تېره فېسبوک کې له دغسې نور ډېرو عجيبو ټکو سره مخامخ کېږي.

زه فکر کوم چې زموږ د لوستي او په تېره بيا ادبي قشر ( دا اصطلاح که ورته سمه وي) چې په خواله رسنيو کې له الفاظو سره څومره غیر مسولانه چلند کوي، نو بل هېڅ ځای به هم نه وي شوی.

زموږ په ژبه کې پر الفاظو باندې ظلم فکر کوم له ادبياتو پيل شوی او بيا تر ژورناليزمه غځېدلی دی.

اوس هم، تر سره شو، پر لاره اچول شوی دی، صورت ونيسي، قرار د معلوماتو، رامنځ ته شوه او داسې نور عجيب و غريب ترکيبونه شته چې زموږ ژورناليزم ترې ډک دی. خو دغه ظلم کې ژورناليزم ځکه لوی لاس لري چې زما د تجربې له مخې په افغانستان کې د بل هر څه په پرتله د ژورناليزم له لارې الفاظ ډېر ژر عامېږي.

زموږ نالوستي کليوال هم په چارواکي پوهېږي، چورلکه پېژني او داسې نور ټکي. اصلي خبره دا ده چې موږ له تورو سره هم هماغه د افراط او تفريط له زاويې چلند کوو. د الفاظو استعمال په ژبه او اړيکو کې يو لوی بحث دی.

ما به يو وخت پر دې باندې فکر کاوه، چې دا ځينې خلک خبرې نه شي کولای، ځکه په يوه دقيقه د ګوتو په شمار څو خبرې وکړي او پاتې وخت ټول په اضافي بې مانا غږونو امممم انننننن او داسې نورو ډکوي، خو ډېر وروسته پوه شوم، چې دغه کسان په مناسبو الفاظو پسې ګرځي او په دې ډول د مفهوم او کليمې تر منځ په ذهن کې پيدا شوې خلا ډکوي.

"موږ خو که د شاعرۍ برخه را واخلو نو تر عادي اثارو مو شهکارونه ډېر بللي دي. زه نه وايم چې په پښتو کې به د دغې ټکي مستحق اثار نه وي، خو دا بايد ضرور ووايم چې هر څه شهکار کېدای نه شي."

خو په عامه توګه موږ افغانان بيا د ټکو پر دغه ارزښت يا پوهېږو نه، يا مو غور پرې کړی نه دی او يا هم ارزښت راته نه لري.

که په عام ډول هم له خلکو سره د ټکو د کارونې او د هغوی د مانا حساب کېدای نو ټول به د وياندويانو په څېر غږېدای، چې کومه خبره ترې خرابه نه شي، خو په عام ژوند کې خلک له ټکو سره دومره بې پروا شوي دي، چې د ټکو ارزښت يې نژدې له منځه وړی دی.

تاسې که فېسبوک وګورئ نو نژدې هر شعر او هر انځور ته به، په يوه نه يوه تبصره کې د شهکار ټکی ووينئ چې چا کارولی وي.

زه فکر کوم دا کار دوه لاملونه لري يو دا چې د شهکار ټکي کاروونکی يې په خپله په مانا نه پوهېږي او دويم دا چې يوازې د هغه سړي د زړه د خوشالولو لپاره يې په درواغو دا ټکی کارولی دی، ځکه هر شعر او بيت شهکار کېدای نه شي.دغه کار ماته يوازې له الفاظو سره ظلم ښکاري.

موږ د ډېرو نورو شيانو په څېر د مفاهيمو له قحط سره هم مخامخ يو. تر اوسه پورې موږ د افراط پر مهال هم د شهکار مترادف څه شی نه شو پیدا کولای.

نورې ژبې او نور ولسونه کېدای شي خپلو ښو اثارو ته د شهکار د ټکي مترادف وکاروي خو توپیر به دا وي چې هغوی يې په مسوليت کاروي.

ډېرې لږې داسې ژبې به وي چې ښه اثار به يې تر موږ کم وي، خو داسې ژبه فکر کوم بيخي موجوده نه وي، چې زموږ هومره ډېر شهکارونه په کې موجود وي.

موږ خو که د شاعرۍ برخه را واخلو نو تر عادي اثارو مو شهکارونه ډېر بللي دي. زه نه وايم چې په پښتو کې به د دغې ټکي مستحق اثار نه وي، خو دا بايد ضرور ووايم چې هر څه شهکار کېدای نه شي.

بل دا چې زما هدف دا نه دی چې زه وايم موږ ښه اثار نه لرو، خو راځئ د شهکار اصطلاح بدله کړو، داسې يو ټکی ورته وکاروو، چې هم د اثر د لويوالي، ښه والي، کره والي او د نورو ټولو ښېګڼو څرګندوی وي او هم مو له الفاظو سره ظلم نه وي کړی.

له الفاظو سره بې احتياطي کول ماته لويه ګناه ښکاري، خو موږ د هغسې ټولنې وګړي يو، چې خلکو ته په کې د انسان مرګ هم ګناه نه ښکاري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .