د شيشم باغ جلال اباد نه پېښور ته غږ

د خپريدو وخت: 14:27 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

هی پښتنو زه عبدالغفار يم. تاسو ماته د مينې او عقيدت نه باچا خان، فخر افغان واياست.

جلال اباد او پېښور داسې مثال لري لکه دوه غبرګوني وروڼه. په شکل و صورت يو شان، په ژبه، خوي خصلت، مزاج او انداز بيخي د يو بل غوندې دي.

دغه وجه ده چې يو ورور ژاړي نو بل خندلى نه شي، د دواړو ترمنځ ډيورنډ لکه د مار غځېدلی دی، خو بيا هم دواړه يو بل ته غږونه کوي.

اوس اوس چې په پېښور کې د باچا خان ۲۵ تلين لمانځل کېده، د سرو ټوپو پښتانه د نشترهال په بندو دروازو ورننوتل او ويناوالو د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ عمل ته درناوى کاوه، يادګېرنه يې کوله او د هغه د ښو عملياتو په اعتراف کې يې ويل:

"بايد چې موږ هم د باچا خان لاره خپله کړو. بايد چې موږ په ځان کې هغه عمل پيدا کړو چې د باچا خان و> بايد چې موږ هم هغه شان شو" چې خلک ووايي:

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

د پېښور د سرو پرپړکو پښتني جذباتو کې د جلال اباد شيشم باغ نه د پېښور په لوري يو غږ راپورته شو: "زه د جلال اباد شيشم باغ د خاموشۍ څخه د پېښور شور ته راغلم او تاسو ته وايم":

هی پښتنو زه عبدالغفار يم. تاسو ماته د مينې او عقيدت نه باچا خان، فخر افغان واياست.

د ١٩٨٨ د جنورۍ په ۱۹ تاسو زه جلال اباد شيشم باغ ته په لويه قافله کې راوستم. افغان حکومت ماته سلامي وکړه. زما په غمځپلو پښتنو توغندي وويشتل شول، څه عجيبه وخت و.

د ډيورنډ د کرښې نه دې خوا دغه حالت ته جنګ ويل کېږي او په پاکستان کې ورته جهاد. پښتون افغان د جنګ او جهاد په منځ کې نښتى و، ما به ويل:

"د افغان په خاوره د دوو لويو طاقتونو غويمنډ دى، دا زموږ جنګ نه دى، شوروي او امريکا د افغانانو په ځمکه د خپلو غرضونو پخوانۍ دښمني کوي. د پاکستان جنرالان، استخباراتي شبکو، مذهبي ګوندونو ټول په يوه خوله لګيا وو، ويل به يې دا جهاد دى.

ما په خپل مرګ په خپله جنازه او قبر دا بېلتون له منځه وړه، ما لوى اشنغر پرېښودو او د لوى افغان په خاوره په داسې وخت کې يو قبر شوم چې د پاکستان استخباراتي شبکو ويل چې بايد کابل وسوزي.

"ما لوى اشنغر پرېښودو او د لوى افغان په خاوره په داسې وخت کې يو قبر شوم چې د پاکستان استخباراتي شبکو ويل چې بايد کابل وسوځول شي."

زما په څلي د افغانستان د هغه وخت صدر ډاکټر نجيب الله وويل: "دا داسې انسان دى چې د قام د خدمت لپاره يې خپل ذاتي غرضونه او د ژوند هوسونه قربان کړي دي."

۲۵ کاله واوښتل، هر څه بدل شول، د قبرونو کتبې او د ژوندو څېرې بدلې شوې. يو قاتل د خپل مقتول په څلي ودرېد او د مقتول خاندان هغه قاتل ته رهنما وويل:

کاش چې پښتون افغان د ورور وژنې نه اګاهو دا احساس کړى وای، پوښتنه يې کړې وای چې دا زه د چا لپاره وژل کېږم؟ زما مرګ ته به سبا زما د وطن خاوره څه وايي؟

هی پښتنو_ تاسو چې نن زما په نامه کومې وړاندوینې يادوئ، هغه خبرې لاړې، اوس تاسو واياست دنيا بدله شوې ده. زه هم منم نړۍ او د نړۍ انسان بدل شو، خو پښتانه هغه شان په ځاى ولاړ دي.

تاسو هم څه وایاست، کنه سبا به ستاسو نسلونه، ولسونه څه وايي چې زموږ مشرانو د را روانو حالاتو په اړه څه وړاندوینې کړي دي؟

ما خو يو هندوستان او افغانستان ليدلی و، تاسو خو په ټولې نوې نړۍ کې وګرځېدۍ، امريکا، اروپا تاسو د زرګونو ميلو نه لرې په خپلو کوټو او غارونو کې ويني.

تاسو ورسره په يو ميز ناست یاست، د هغوی په سپينو څرمنو کې درته تور تور داغونه نه ښکاري. تاسو د نوې نړۍ په بدلون کې داغونو ته خالونه وایاست.څوک چې په داغ او خال کې فرق نه شي کولى، هغوی به خپلو ولسونو ته د جنګ او جهاد، د خودکش او شهيد، د پيريانو او د کشمالو مانا او فرق څنګه ښيي؟

هی پښتنو، زه عبدالغفار هغه چې ستاسو فخر افغان يادېږم، د منونو خاورو لاندې په سيمټي ګنبد کې دننه پروت يم.

د شيشم باغ په ويرانه ويرانۍ کې زه او زما د ملګرو روحونه ناقراره دي. حيران دي، زما ملګري د پښتونخوا پښتانه د افغانستان افغانان رانه پوښتنه کوي چې ستا په قبر څراغان نه شته.

په پښتونخوا کې خو اوس د پښتنو لوبه بدله ده. اسلام اباد ته پښتانه محسن وايي او اسلام اباد د جناح پارک د ۳۶ لکو روپو جيګې شنې جنډې کې ستا د پښتنو پاکستانۍ جذبې ته وفاداري وايي:

من ترا حاجي بګويم

تو مرا ملا بګو

"ما خو دا هم ويلي وو چې دا زموږ جنګ نه دى، نه دى زموږ جنګ، پردي جنګونه چې څوک په بیه اخلي نو هغوی په دغه شان مرګونو مري. د جنګ تاوان زموږه او ګټه د بل."

زه عبدالغفار (باچا خان) د ملګرو روحونو پوښتنې ته پېغور وايم او هغوی ته وايم:

راشئ وګورئ، زه خو اوس هم ستا سو په خاوره کې خړ پړ پروت يم. زه په قبر جنډې او څراغان نه غواړم. زه ګنبدونه او مينارونه نه غواړم، زه به د پښتونخوا نه خپل ړنګ قبر له کتبه او ګبند څه وغواړم چې د هغوی خپل قبرونه ړنګ دي.

په خپله د ځان په وير اخته دي. د پيريانو سره په جنګ دي. تورابان راځي او په پښتونخوا کې د مرګ لوبه کوي. د مرګ په داسې لوبه او د پيريانو په دغه جنګ کې زما پښتانه نن هم دا وايي:

باچا خان چې څه ويلي وو، هغه شان وشو که نه؟ خو بيا وايي دا زموږ جنګ دى.

ما خو دا هم ويلي وو چې دا زموږ جنګ نه دى، نه دى زموږ جنګ، پردي جنګونه چې څوک په بیه اخلي نو هغوی په دغه شان مرګونو مري. د جنګ تاوان زموږه او ګټه د بل.

هی پښتنو_ زه د خاموش، ويران شيشم باغ، د خړکي قبر او د ورانې مقبرې د ړنګو ديوالونو د حصار نه تاسو ته غږ کوم:

زه خود هغه جهاد او فساد په دواړو دورونو کې داسې بې ارزښته نه وم، زه خو د هغه طالب په شور کې هم داسې بې جانانه نه وم، نو زه نن ولې بې جانانه، بې ارمانه، بې ځانه او بې خانه يم.

هی زما نويو خانانو، که د پښتونخوا د پيريانو په جنګ کې اتڼ نشئ کولی نو راشئ د شيشم باغ دا خاموشي ماته کړئ.

زما ړنګ شوي غورځېدلي ديوالونه وګورئ زما د مزار د ګنبد سيخ او سيمټ د اجمل مقبرې ته يوسئ.

ما په ګنبدونو کې مه بندوئ، خو دا دعوې مه کوئ چې موږ د بابا مقبره جوړوو. ما ته مقبره مه جوړوئ، خو ما د دې پېغوره خلاص کړئ چې ماته راغونډ شوي روحونه په شيشم باغ کې او په کابل کې د افغان حکومتي چارواکي وايي:

"د بابا نوي خانان اوزګار نه دي، ځکه يې په شيشم باغ کې د نيکه قبر او مقبره ورانېږي".

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .