د پښتو ډرامو د يوه لوبغاړي غږ

د خپريدو وخت: 15:14 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

حبيب مهتاب د دې ټولو سياسي، دولتي ادابو نه ناخبره دى، ځکه تر اوسه سرتور ګرځي.

۳۵ کاله وړاندې د پېښور تلوېزیون په پښتو ډرامو کې د نګ لوړ قامته ځوان لوبغاړى د هر چا په زړه کې ځاى درلود.

په قد لکه چنار!

په ښکلې ځوانۍ لکه يوسف او په ډرامه کې يې هم نوم يوسف و خو:

میرے یوسف کو اُس یوسف سے کچھ نسبت نہ دو

اس پھ سر کٹے ہیں اُس پہ کٹتی انگلیاں

په خبرو نرم، خوږ ګفتاره، خوش اخلاقه! د ډرامو په کردارونو کې هيرو، او د خلکو د خوښۍ او توجه وړ. په ډېرو ډرامو کې د خلکو د همدردۍ مرکزي کردار او وهلې، ځپلې ټولنې يو فرد به ښودل کېده!

دا حبيب مهتاب دى!

۳۵ کاله واوښتل، اوس هم هغه د پښتو ډرامو مرکزي کردار دى، خو د پلار او نيکه کردار کې ليدل کېږي. هغه د مقدار نه زيات پر معيار باور لري ځکه اوس په پښتو ډرامو کې کم کم راځي.

د هغه د پښتو اردو د ډرامو تکړه ډاېرېکټران هم په ټلوېزیون کې نه شته، خو هغوى ټول دا اعتراف کوي چې حبيب مهتاب زموږ د تلوېزیون څېره ده.

د پښتو ډرامو دغه لوبغاړي ته د خپل ژوند د ډرامو شمېر نه دی معلوم چې په اردو او پښتو کې يې څومره ډرامې کړې دي او څه کردارونه يې ادا کړي دي.

هر څوک د هغه د هنر اعتراف کوي، خو د پښتنو هنرمندانو، اداکارانو، د هنر لطيفې سره تعلق لرونکي په دغه حواله ډېر بدبخته دي چې دولت ته هغه وخت ياد شي چې اړتیا يې ورته وي.

جوړې بيا په وطن جنګ دى

چې مورچو کې ورته ياد شوم

د پاکستان په صوبايي کچه د ټولو ژبو هنرمندانو، اداکارانو او د بېلا بېلو برخو سره تعلق لرونکو شخصياتو لپاره هر کال اعزازات، ايوارډونه ورکول کېږي.

فقط صدارتي اېوارډ سره يو لک روپۍ وي، نورو اعزازاتو سره هېڅ نه وي، فقط يوه تمغه وي!

د يو لک روپو صدارتي اېوارډ او نور تش په نوم سياسي او دولتي سفارشونه په کار راولي. دولت يوه کمېټه جوړه کړې وي، هغوى ته په بېلا بېلو برخو کې د دغو څېرو نومونه پراته وي.

چا سره غټې غټې وېناګانې او سفارشونه وي او څوک د خداى په نامه هسې بې موره، بې پلاره، بې ياره، بې مددګاره کمېټې د ړندو سترګو په عېنکو کې تېرې بېرې شي.

دولت کله سرونو ته ټوپۍ ګوري او کله ټوپو ته سرونه. کله کله داسې هم وشي چې پردۍ ټوپۍ په خپله په سر کړي او خلک سرتور پاتې شي.

د پښتو ډرامو د يو ښه لوبغاړي په صفت دا بې انصافي حبيب مهتاب سره هم کېږي. تر اوسه پورې حبيب مهتاب د دولت هغه مېز ته په کاغذ کې نه دى رسېدلى، ''اعتراف هنر'' خو لويه خبره ده.

زموږ په وطن کې هنر په سياسي دولتي قبضه کې ساتل شوى دى، که څه هم هنر له دې قېد او بند نه ازاد وي.

هنرکار فقط د خپل قوم، ژبې، کولتور نمایندګي کوي، خو دلته چې دولت کومه سياسي ټوپۍ په سر کړي، هغه ټولو دولتي ادارو او کولتور سره تړلي ټولو خلکو ته په سروي.دولت بيا دولت نه وي او هنرمند بيا د کولتور نماینده نه شي پاتې کېدای.

حبيب مهتاب د دې ټولو سياسي، دولتي ادابو نه ناخبره دى، ځکه تر اوسه سرتور ګرځي. پردۍ ټوپۍ نه په سروي! د سياسي او دولتي دربارونو اداب نه پېژني!

فقط د پښتو اردو ډرامو ۳۵ کالو لوبغاړي دی، هغه هنر د دولتي تمغو او اعزازاتو تابع نه ګڼي، دا عقيده لري چې دا هرڅه د هنر لپاره دي، د هنرمندانو لپاره دي.

هنر او هنرمندان د اعزازاتو او اېوارډونو لپاره نه دي، خو بل خوا دولتي پاليسۍ دا وايي چې هنر د اعزازاتو لپاره دى، ځکه نو د حبيب مهتاب نوم او هنر د دولت هغه مېز ته نه دی ختلى:

عقل مه غواړه رحمانه بخت ترې غواړه

عقلمند د بختورو غلامان دى

د پښتونخوا د کولتوري څانګې پر مېز د عقل او بخت په جنګ کې هر کال بخت ګټه کوي.

عجيبه دا ده چې د کولتوري څانګې ښاغلو ته دا هم معلومه نه وي چې د پښتنو نمایندګان څوک دي!؟ په خپله شعبه کې يې ځانګړنې څه دي

همداسې د کرېکټ لوبغاړي، د هاکۍ او نورو لوبو ټول لوبغاړي بختور دي چې د لوبو رنزونه، ګولونه، د ټولو کلونو لمحه لمحه دولتي طور رېکارډ کېږي.

د هغوى پېژندګلوي په رېکارډ کې د هغه د لوبو د ټولې کارکردګۍ څخه موجوده وي، خو د هنرمند او ډرامو د لوبغاړو رېکارډ هغه ادارې هغه شعبې څخه موجود نه وي چې د يو هنرکار او د ډرامو د لوبغاړي هنري سفر د ځان په حق کې شماري.

هر کال راډیو، تلوېزیون خپله کلیزه لمانځي او د خپلو ډرامو او کارکردګۍ يو اوږد سفر بيانوي خو دا سفر چې د چا په پښو شوى وي د هغوى نوم او نشان نه وي.

بايد د لوبو د مېدان د لوبغاړو په شان د کولتوري نمایندګانو لوبغاړو د هنر د سفر هره لمحه هم دغه ادارې محفوظ کېږي.

بيا به د هغوى مېز ته څوک د بختورو په نوم په ټوپونو نهٴ خېژي بلکې د حبيب مهتاب غوندې د پښتو ډرامو د مېدان منل شوي لوبغاړي ته به هم وکتل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .