د سولې د پاچا کور د جګړمارو مورچه

د خپريدو وخت: 10:59 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

د پخواني ټول واک د کور دغه سپين رنګې ودانۍ په کمو سيمه کې د رڼو اوبو د سيند پرغاړه دغره په يوه لمن کې جوړه ده.

دلته هرڅه سرچپه دي. دلته ژوند هم د نورې نړۍ سره توپير لري او وګړي يې هم د حالاتو په خوځښت بدل شوي.

سياسي فرهنګي او تر ډېره ټولنيزې چارې له يوه مخه په بله اوښتي.

د همدې هېواد د پخواني ټول واک محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په اړه ويل کېږي چې په ټوله واکمنۍ کې يې د جګړې کوم خبر نه و.

که کوم قوم به د ده د واکمنۍ پر وړاندې بغاوت وکړ له هغوی سره يې جګړه نه اعلانوله.

داسې نه و چې هغه وسله توپ او ټانک نه درلود. هغه دا هنر درلود چې بغاوت څنګه ارام کړي. د ده د واکمنۍ پرخلاف پورته شوى خيل يې نه واژه.

داسې به هم نه وي چې د هغه واکمني له ټولو نيوکو خلاصه وي خو سوله او ټيکاو يې پرځاى ساتلى و.

هغه د هېواد ترټولو ښکلو درو کې د ځان لپاره د سېل او چکر ځايونه جوړ کړي و او خپل کورونه يې اباد کړي و.

له دغو کورونو يو يې له چترال سره په غرنۍ پوله د کامدېش په ولسوالۍ کې دى.

د پخواني ټول واک د کور دغه سپين رنګې ودانۍ په کمو سيمه کې د رڼو اوبو د سيند پرغاړه دغره په يوه لمن کې جوړه ده.

هغه په کال کې يو وار د سېل او چکر لپاره دغه ځای ته تله او داسې ښکارېده چې د کابل د تخت او د نورستان د غرونوامنيت يو ډول و.

د سولې د پاچا دغه کور په دې وروستيو کې د جګړه مارو په مورچو اوښتى. کله چې بهرني ځواکونه دغلته ورغله په همدغه کور کې يې واړول.

پاچا به له اسونو سره د مرغانو ښکار کاوه خو دا وخت ورغلو بهرنيو پوځيانو د يوې درنې جګړې مورچه په کې جوړه کړه.

د پاچا له دې کوره څو کاله د کامدېش شنه غرونه په توپونو وويشتل شو او له همدغو غرونو دا ودانۍ همدومره وخت د توغنديونښه وه.

کله چې بهرني ځواکونه له سيمې وتل د دغه کورباغ يې و ريبه او د خپلو ټولو دښمانانو زور يې د پاچا له کوره و ايست.

داسې چې په کې خپل پاتې شوني توکي يې له ودانۍ سره له الوتکوپه بمونو وويشتل.

کله چې طالبان د سيمې واکمن شول هغوی هم د پاچا له کوره مورچه جوړه کړه او پر ديوالونو يې خپل شعارونه لوى لوى وليکل.

پخوانى ټولواک په دې نړۍ نه شته خو که يې خواخوږي او کورنۍ وي د سيمې د خلکو په زړه کې به دا خبره ورته خامخا وي.

پاچا خو په لينده د مرغيو ښکار کاوه خو نن يې د کور کډوال توپونه وروي، که پاچا چکر ته نه راځي له جګړه مارو خو دا کور ژغورلى شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .