لونګ: د همیم جلالزي په قلم، ''کتابونه دريابونه''

د خپريدو وخت: 11:17 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

دا ښه خبره ده چې دا مهال هره اوونۍ لسګونه پښتو کتابونه چاپېږي چې نيم يې ژباړې او نيم نور يې بيا خپله پښتو کتابونه وي.

داسې غونډې به لږې وي چې سړی ورشي او له هغې خوا ورسره څو کتابونه رانه وړي. زما ارماني دنيا هم همدا ده چې توپک پکې په قلم بدل شي خو د ارماني خلکو په ارمان پسې ارمان وي.

دا د زيرې کولو خبره ده، چې په افغانانو کې د تاوتريخوالي او جګړو د وسايلو پر ځای کتابونه عام شي، ځکه د توپک په سلو مردکیو کې به يوه پر داسې ځای لګېږي، چې مناسب وي، خو په کتابونو کې به په سلو خبرو کې يوه نامناسبه پيدا کېږي.

زه خپله د هر نوي کتاب په چاپېدو باندې کله کله د غرور احساس کوم.

قحط الرجال

د پوهنتون په وخت کې مې د ارواپوهنې سيمنار درلود، د کابل په تولو کتابخانو کې وګرځېدم پښتو کتاب مې ونه موند او هغه مهال ماته پته ولګېده چې د ژبې غربت او فقر څه مانا لري؟ د خبريالۍ پر مهال قحط الرجال هم راته معلوم شو.

ډېر ځله به مې راپور له دې کبله ځنډېده، چې په يوه موضوع باندې حاکم سړی او داسې سړی به نه موندل کېده چې د يوې موضوع په اړه سم معلومات درکړي او يا يې سمه وشني.

"زما وړانديز دا دی چې د کتاب د چاپ لپاره د جواز ورکولو يوه اداره بايد رامنځته شي."

تېر کال مې د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز لپاره پر يوه پروژه کار کاوه، رښتيا خبره ده چې په پښتو کې مې د هغې موضوع اړوند سلګونه کتابونه وموندل او دې خبرې زه ډاډه کړم، چې زموږ ټولنه اوس د بدلېدو پر درشل ولاړه ده.

د فکر په بدلولو کې کتاب مهم رول لري او فکرونه بيا د وطنونو په جوړولو کې رول لري، تر ټولو ښې او هوسا ټولنې هغه دي چې فکرونه پکې جوړ دي، زموږ د ټولنې اصلي ستونزه دا ده چې دلته فکرونه جوړ نه دي، او تر هغه وخته چې موږ د جوړو فکرونو خاوندان نه شو، د جوړې ټولنې څښتنان به هم نه شو.

موږ چې پوهنتون ته اول کال راغلو نو د هر څه لپاره به مو يو نوم پيدا کاوه او يا به مو پرديو نومونو ته انکشاف ورکاوه.

په ټولګي کې چې به چا داسې خبره وکړه، چې موږ ته به يې خوند رانه کړ، نو موږ به ورته ويل چې دا د موټرواني ادبياتو يوه بېلګه ده. موټرواني ادبيات بېل بحث دی، چې که ژوند و، په دې اړه به هم يو څه درته ولرم. په هر صورت ځينې خبرو ته مو به سوداګريز ادبيات ويل.

دا رښتيا خبره ده چې سوداګري هم ځانته ادبيات لري. سوداګري ادبيات نو د مارکيټ د برخې سټه جوړوي. په سوداګري ادبياتو کې مې يوه جمله ډېره خوښېده.

زه ماشوم وم، هغه مهال مو په پښتو کتابونو کې د رحمان بابا له دېوان او رشيدبيان پرته بل څه نه پېژندل.

خو کله کله به ژمی کوم کتاب پلورونکی کلي ته راغی، په پېښور کې چاپ شوي د ولسي شاعرۍ او نکلونو ځينې کتابونه به وروسره و.

ددغو کتابونو پر وروستۍ پښتۍ دا جمله مې اوس هم ياده ده چې ((ښه کتاب، يوه ښه ملګری)) وروسته وروسته پوه شوم چې دا جمله رښتيا هم ژوره جمله ده، او اوس په دې هم پوهېږم، چې په کتابونو کې هم ښه او ناښه کتابونه شته.

"پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمریز کال د ثور پر لومړۍ نېټه د کابل د ادبی انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له یو ځای کېدلو څخه جوړه شوه."

البته دغه توپير بايد د لوستونکو توپير او د کتاب د محتوا ارزښت ته په پام سره وشي، مطلق نه دی.

کتاب که څوک ملګری بولي نو ملګرتيا يې هم ډېره ښه ده او که يې څوک څراغ ګڼي نو بې له شکه لاره ورته ښيي، خو د سيف الرحمن سليم وينا هم د هېرېدو نه ده چې:

قافله دې له منزل نه ځان خبر کړي

کله کله رهنما نه لار خطا شي

د چاپ بازار

په افغانستان کې د کتاب د چاپ بازار عموما د پښتو ټولنې له رامنځته کېدو سره ډېر اړخ لګوي، چې افغانستان په کور دننه د کتاب د چاپ امکانات پيدا کړل، ليکوالانو کتاب ليکنې ته کار ووايو او دکتاب ليکنې او کتاب چاپونې يو بهير پيل شو.

پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمریز کال د ثور پر لومړۍ نېټه د کابل د ادبی انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له یو ځای کېدلو څخه جوړه شوه، چې د افغانستان د تاريخ د تدوين، جغرافيا، توکمونو، ژبو ادبياتو ، لرغونپوهنې، ټولنپوهنې او نور برخو کې يې کار پيل کړ.

پښتو ټولنه نه يوازې د څېړنو يو مرکز و بلکې د ډېرو عملي او پوهنېزو پرمختياو د تصديق يا ردولو واک هم ورسره و. په څنګ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم و چې د افغانستان د کتاب ليکنې او کتابچاپونې بهير د دوی له سترګو هم تېرېده.

حق الزحمه

په دغه وخت کې ليکوالانو هم د کتابونو ليکلو ته مخه کړه او د کتاب ليکنې کار د ګټې کار شو. د کتاب پر ليکلو به لیکوال ته حق الزحمه ورکول کېده.

ددغې حق الزحمې له برکته زموږ په علمي اثارو کې پاموړ مهم اثار ور زيات شول او تر واسه پورې لا هم ترې ډېره استفاده کېږي.

ازاد بازار

افغانستان کې هر څه د ازاد بازار تر چتر لاندې دي. دلته له قوانينو نيولې تر معاملاتو پورې ټول د ازاد بازار اصولو ته په پام سره جوړېږي او پر مخ ځي.

خو هغه مهال چې د چاپ امکانات محدود او يوازې دولتي و، يو شمېر ستونزې يې هم درلودې.

د چاپ د کار و بار د انحصار له کبله ډېر ښه کتابونه هم له دې کبله له چاپه پاتې کېدل چې ليکوال به د چا په بازار کې څوک شناخته يا واسطه نه درلوده او نه به يې شو کولای چې دولت قانع کړي، چې کتاب يې ور چاپ کړي.

خو اوس چې څو لسيزې تېرېږي ، نه يوازې د چاپ د بازار انحصار مات شوی، بلکې د کاپي د حقونو مسله هم له پامه غورځول شوې ده. د کاپي کولو د نه رعایت له کبله زموږ په اثارو کې د غلا ستونزه رامنځته شوې ده، او د يوه سړي د زحمت ثمره نور خلک خوري او د چاپ بازار ته اسانه لاسرسي بيا زموږ د کتابونو کيفيت خورا راټيټ کړی دی.

دا ښه خبره ده چې دا مهال هره اوونۍ لسګونه پښتو کتابونه چاپېږي چې نيم يې ژباړې او نيم نور يې بيا خپله پښتو کتابونه وي خو ددغه کتابونو کيفيت هومره ټيټ وي چې اکثره يې په لوستلو نه ارزي.

د کتاب د چاپ په اړه بايد له وړاندې څو خبرې په پام کې ونيول شي، يو دا چې اقتصادي خبره ده.

هر کتاب د ليکوال پخپل لګښت چاپېږي او يا داسې هم کېږي چې يو شمېر کسان يې پيسې ورکوي، خو هغه کسان چې پيسې ورکوي تر ډېره د کتابونو په ارزښت نه پوهېږي او خپله د کتاب څښتنان بيا دې ته خوښ وي چې صاحب الاثر وبلل شي.

دغو ټولو ستونزو زموږ د کتاب کيفيت ټيټ کړی دی. که اقتصادي مسله، د لوستونکو د وخت مسله او بيا په اخره کې د کتاب ګټه سره وسنجول شي، نو ځينې کتابونه چاپول ماته تر ګناه کم نه ښکاري.

تاسې کتاب پلورنځيو ته ورشئ او يا هم ځينو ادبي غونډو ته ولاړ شئ ډېر داسې کتابونه به ومومئ چې ان په يو ځل لوستلو نه ارزي. ما يو وخت يوه ليکوال ته يوه مشوره ورکړې وه چې که دې د کتاب پر ځای زر ټوکه سپينې کتابچې د ښوونځي پر ماشومانو وېشلې وای نو هر ماشوم چې يو توری پکې ليکلی او زده کړی وای نو زرو ماشومانو به زر توري زده کړي و او په حقيقت کې به دې د يوه انسان په سواد کې برخه اخيستې وه، خو هغه ځکه رانه خپه شو، چې ده ته تر سپينې کتابچې هغه کتاب مهم و چې يوازې پاڼې تورې شوې وې.

زما وړانديز

افغانستان کې هر څه د ازاد بازار تر چتر لاندې دي. دلته له قوانينو نيولې تر معاملاتو پورې ټول د ازاد بازار اصولو ته په پام سره جوړېږي او پر مخ ځي.

د ازاد بازار له برکته په افغانستان کې سانسور هم له منځه تللی دی. د سانسور د بدۍ تر شاه منطق دا دی، چې د واکمنې طبقې د ګټو لپاره کېږي، خو په افغانستان کې اوسنی حالت داسې دی، چې بايد د عادي طبقې ګټو ته په پام سره بېرته دود شي.

"د ازاد بازار له برکته په افغانستان کې سانسور هم له منځه تللی دی."

زما وړانديز دا دی چې د کتاب د چاپ لپاره د جواز ورکولو يوه اداره بايد رامنځته شي. په دغې اداره کې د بېلا بېلو علومو او څانګو پوهان بايد ناست وي او دنده يې د چاپېدونکو کتابونو کتل او هغوی ته د چاپ د اجازې ورکول وي، يا دا چې کتاب مهم نه وي نو چاپ نه کړای شي.

له دې سره به څو کارونه وشي. يو دا چې هر څوک به هر څه چاپولای نه شي، او په دې کې به د هغو کتابونو مخه هم ونيول شي چې د افغانستان د خلکو، خاورې، ملي ګټو او نورو ارزښتونو پر ضد وي.

دويم دا چې په دې سره موږ ډاډه يو چې هر نوی چاپېدونکی کتاب بايد ولولو، ځکه د صلاحيت لرونکي پلاوي تر سترګو تېر شوی ارزښت يې کره شوی او بيا چاپ شوی دی. اوس خو اکثره کتابونه په پيسو اخلو خو چې لولو يې نو بيا پوه شو، چې دغه کتاب ددې وړ نه دی چې موږ اخيستی وای.

درېيم د علمي کتابونو عملي سويه به راپورته شي او په دې توګه کېدای شي چې د علمي اصولو له مخې کتابونه چاپ، د کاپي کولو حق خوندي او د ادبي غلا مخه ونيوله شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .