د خوشحال خان خټک پر ژوند سټېج ډرامه

د خپريدو وخت: 19:32 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

تياټر تر ډېره د ولسونو تاريخ او مخورې څېرې انځوروي.

د پښتونخوا پېښور کې د کلتوري څانګې له خوا تياټر ډرامو په لړ کې له رحمان بابا پس د خوشال خان خټک پر ژوند درې ورځنۍ سټېج ډرامه د فبرورۍ پر څلورمه، پنځمه او شپږمه ترسره شوه.

دغه تياټري ډرامه ما ليکلې او ډايرېکټر يې مسعود احمد شاه و.

د خوشال بابا له کردار پرته ۸۵ کسانو په دغه ډرامه کې برخه واخيسته.

د پېښور نشترهال پر سټېج په لومړي ځل د خوشال بابا او ورسره د نورو مهمو کردارونو لپاره په منظم ډول سېټونه (کورونه يا ځايونه) جوړ شوي وو، چې د خوشال بابا کور، حجره، د مغل پاچا شاه جهان، عالمګير اورنګزېب دربارونه، رنتهمبور زندان، او د خوشال بابا د ګوښيتوب ځاى په غره کې غار جوړ کړى شوي وو.

پر دغو ټولو سېټونو (ځايونو) باقاعده (منظم ډول) خپل خپل لايټنګ (روښنايي) شوې وه، په اول ځل د پېښور پوهنتون او د نورو کالجونو هلکانو او نجونو زده کوونکو د خوشال بابا پر ژوند دغه ډول سټېج ډرامه وکتله.

د افغانستان کابل او جلال اۤباد نه هم افغانانو له خوشال بابا سره د مينې او عقيدت په څرګندونه په خصوصي توګه بېلا بېلو رسنيو ته د خپلو تاثراتو بيانولو پر وخت وويل چې بايد دا ډرامه په افغانستان کې هم وښودل شي.

په پښتونخوا کې د سټېج تياټر د جذبې تر شا کهٴ هر څو د اوسني حکومت چارواکو سياسي جذبات زيات دي خو په سياست کې د رحمان بابا او خوشال خان خټک پر ژوند د سټېج ډرامو يوه لاره راپېدا شوه.

پر دغه لاره د اطلاعاتو او کلتور وزير ميان افتخار حسين خپل ذاتي پښتني احساس له هر چا زيات دى.

خو له بده مرغه دلته د ځينو نورو سياسي اختلافاتو په نتيجه کې ډېر وخت کلتور هم متنازعه (ناندره ييز) شي او فنکاران، هنر مندان هم ترې د پلوۍ ښکار شي.

د دغو اختلافاتو له امله کلتور يوه سياسي بڼه واخلي، بيا چې سياست په کومه ډډه اوړي، کلتور هم ورسره ډډه پر ډډه اوړي.

په پښتونخوا کې د پښتنو کلتور هم په هغه چاړه حلال شوی چې سياست پرې حلالېږي.

موږ مذهب، رياست، سياست، ګوند، کلتور، او فنون ټول په خپلو کې سره ګډوډ کړو، په داسې حال کې چې مذهب، رياست، سياست، ګوند، کلتور او ټول فنون ځان ځان له ساتل په کار دي.

د هر څيز خپل خپل رول دى، بايد چې د يو څيز رول پر بل باندې اغېز پرېښودونکی او حاوي نه شي.

لکه دا اوس چې د (اې اين پي) په حکومت کې له تياټر ډرامو سره په تړاو د رحمان بابا او خوشال خان خټک په ژوند کومې ډرامې سټېج شوې او په نوي نسل يې تر ډېره حده ښهٴ اثر کړی، له يو خاص ګوند يا سياست سره د تياټر تړل به د کلتور او فنونو غلط استعمال وى.

ځکه چې دا تياټر د اې اين پي له سياسي ګوند سره تړاو نهٴ لري، د دې خاورې د اتلانو، مشاهيرو يادونه او نوي نسل ته يې د کردارونو په بڼه د ژوند او تاريخ ښودل دي.

په مارچ کې د ټولټاکنو په نتيجه کې کهٴ د پښتونخوا د کلتوري څانګې له خوا د تياټر دا لړۍ بنده کړې شوه، نو دا به د پښتو ژبې د کلتور او ورسره له ټولو فنکارانو او هنرمندانو سره زياتى وي، ځکه چې دا لړۍ د اې اين پي د ګوند يا سياست لپاره نهٴ ده.

کهٴ چېرې د يوه حکومت په بدلېدو د رياست پر تګلارو اثر نهٴ لوېږي نو بيا دا خطره ولې محسوسيږى چې د اې اين پي حکومت له بدلېدو سره به په پښتونخوا کې د کلتوري پروګرامونو، سټېج، تياټر او فنکارانو سره په تړاو پاليسۍ به بدلې شى!؟

پښتانهٴ د مذهب او کلتور دوه قومي قوتونه لري، دغه وجه ده چې مذهب د افغانستان دننه پښتنو افغانانو نه او په پاکستان کې له مېشتو پښتنو نه کلتور وهلى دى، پښتانهٴ افغانان کلتور او مذهب په يو بل کښې دومره ګډوډ کړي دي کهٴ د کلتور نه ووځي لکه له مذهب نه چې ووځى.

خو دلته پښتون او افغان وژونکي قوتونو مذهب ته د اورپکۍ جذبات ورداخل کړي او کلتور يې د فحاشۍ په نامه يې لکه د ګناګارو سنګسار کړى دى، کلتور يې له معنا او مفهوم غلط کړى، کلتور يواځې سندرې، ګډا او اتڼ ته نهٴ وايي، بلکې دا د يو قوم د ټول ژوند د طريقو احاطه کوي، خو بدبختانه مونږ له يې د ژوند ټولې طريقې او کرښې ورانې کړې دي.

دا په ننني وخت کې چې موږ په کوم ځاى ولاړ يو، نو يو خوا زموږ مذهب ته ګوتې نيول کېږي، بل خوا زموږ کلتور ته د ګناه په معنا او فتوه کتل کېږي.

د دې غلطو معنو او فتوؤ د صفايۍ او د دې مشکوکې پوښتنې د روڼ ځواب لپاره د سټېج، تياټر، ډرامې او کلتورى پروګرامونو لړۍ ته د دوام ضرورت دى.

په دې حواله د خوشال خان خټک غوندې صاحب دستار شخصيت او د ګڼو صفتونو څښتن چې ژوند، تاريخ او تحريک يې په ۳ ساعتونو کې راټولول، په کوزه کې د سمندر بندول دى.

خو پر سټېج په ځينو ځايونو کې د يوې نښې په توګه وړاندې کولیشى، او ځينى هغه ځايونه چې پر سټېج يې ښودل ممکن نهٴ وي نو د پردې تر شا يې اواز کې تاريخي معرکې ويلى شي. د خوشال خان خټک د جنګونو، معرکو، او د لښکرونو منظروته د کتونکي يا د پردې تر شا اواز يا په ساؤنډ اېفکټ د بېولو کوشش شوی و.

د خوشحال خان خټک په کلام اتڼ، او نور ميوزک د نوي نسل ځوانان دومره راګرم کړل چې هغوى ته په اول ځل معلومه شوه چې خوشحال خان بابا څوک و؟

زموږ د ځوان نسل نه خپل اتلان، مبارز مشران، غورځنګونه او تاريخونه ورځ په ورځ وروکېږي، چې بايد د تياټر ې لړۍ کې دا ورکې پاڼې او شخصيتونه وموندل شي.

هسې خو په تاريخ پسې وروسته تګ د کمزورو قومونو نښه ده، چې هغوى کله پخپله څهٴ کولی نه شي نو د پلرونو نيکونو خبرې او معرکې يادوي خو پښتنو ته دا تاريخ او دغه اتلان په دې جذبه يادؤل په کار دي چې هغوى ترې اغېز او پند واخلي او خپل بنيادونه وپېژني.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .