ولې امریکایان د تورپوستو میاشت لمانځي؟

د خپريدو وخت: 12:28 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

د امریکا په متحده ایالاتو کې هر کال د فبرورۍ په میاشت کې د تورپوستو ( افريقايې الاصله امريکايانو) میاشت لمانځل کېږي.

د دې میاشتې له پیل نه تر پایه پورې د پوهنتونونو او ښوونځیو د دهلیزونو په دیوالونو د وتليو تور پوستو څانځورونه ځړول کېږي او په تلوېزیونونو کې د هغوى د هلو ځلو په اړه خپرونې او فلمونه ښودل کېږي.

په دې مياشت کې د تور پوستانو د مهمو لاسته راوړنو يادونه کېږي چې څنګه يې د امريکا په تاريخ کې مهم رول لري.

په لومړي سر کې دا مياشت يوازې د یوې اوونۍ لپاره د فبرورۍ په دویمه اوونۍ کې لمانځل کېده او وروسته بيا ټوله مياشت د تور پوستو د تاريخ په نوم ياده شوه.

د دې میاشت د نومول کېدو یوه عمده وجه دا وه چې په دې میاشت کې د دوو مهمو څېرو، ابراهيم لينکن او فريدريک دوګلس، د زېږېدنې ورځې دي.

دې څېرو د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.

که د امریکا تاریخ ته يو نظر واچوو نو و به وینو چې تور پوستانو د خپلو حقونو د لاس ته راوړلو لپاره ډېرې ستونزې ګاللي دي.

تاريخ د دې څرګندونه کوي چې پخوا د تور پوستانو او سپین پوستانو تر منځ لوى واټن موجود وو.

تور پوستي امریکایان د ډېرو حقونو څخه بې برخې وو. د بېلګې په توګه، تور پوستانو د سپين پوستانو سره په ګډه په يو ښوونځي کې زده کړه نشواى کولاى.

همدا رنګه، تور پوستو ته د دې اجازه نه وه چې په رستورانتونو کې له سپين پوستو سره په ګډه ډوډۍ وخوري، او تر دې چې د دې حق يې هم نه درلود چې په سروېسونو کې د سپين پوستانو تر څنګ کښېني.

په هر ځاى کې لوحې لګول شوې وې، چې په کې لیکلي به وو "يوازې د سپين پوستو لپاره، یا هم يوازې د تور پوستو لپاره."

د تور پوستو د غلامۍ په وخت کې، داسې سپین پوستي څېرې هم وې چې غلامي يې سخت غندله او غوښتل یې چې خلک باید تور پوستو ته د سپين پوستو په شان په درنه سترګه وګوري.

یو له هغو کسانو نه د امریکا پخوانی ولسمشر ابراهیم لېنکن وو. لينکن په خپلو ویناوو کې ډېر په دې خبرې ټينګار کاوه چې ټول خلک لکه څنګه چې د امریکا د آزادۍ په اعلامیه (ډیکلیریشن آف اېنډېپېنډېنس) کې لیکل شوي دي یو شان دي.

د امریکا د آزادۍ اعلامیه په ۱۷۷۶ کال کې د تامیس جیفرسن، چې د امریکا د لومړیو بنسټ ایښودونکو څخه وو لیکل شوې ده.

که څه هم هر تور پوستي مساوي حقوق او خپلواک ژوند غوښته، خو کله چې د امریکا د تور پوستانو د تاریخ په اړه خبرې کېږي نو د دوو کسانو نومونه، چې مېرمن روزا پارکس او مارتېن لوترکېنګ جونیر نومېږي ذهن ته راځي.

دوی د امریکا په ټولنه کې د يو ستر بدلون بنسټ ايښودونکي پاتي شوي دي.

مېرمن روزا پارکس:

روزا پارکس یوه تور پوستې امریکايۍ او د تورپوستو د حقونو ملاتړې وه.

د ١٩٥٥ کال د ډېسمبر په مياشت کې، یوه ورځ د کار نه وروسته په بس کې کور ته روانه وه.

هغه د څوکيو په هغه قطار کې کښېناستله چې د سپین پوستو د څوکیو شاته وه او تور پوستو ته ځانګرې شوې وه (په شرط دا چې کوم سپین پوستی ولاړ نه وي).

يو څو شېبې وروسته چې کله يو سپين پوستى بس ته وخاته، د بس چلوونکي مېرمن پارکس نه وغوښتل چې خپله څوکۍ هغه ته پرېږدي. خو مېرمن پارکس هغه ته نه وويل او څوکه پورته نه شوه.

د مېرمن پارکس دې عمل يو لوى انقلاب ته لاره هواره کړه چې وروسته بيا دغه انقلاب د مارتېن لوتر کېنګ جونیر له خوا رهبري شو.

د مېرمن پارکس دا مېړانه او ابتکار د دې سبب شو چې ښاغلى کېنګ د نژادي توپير د له منځه وړلو پر ضد خپله مبارزه لا ګړندۍ کړي.

مېرمن پارکس د امريکا په تاريخ کې د خپلواکۍ او مساوي حقوقو په نوم د يوې نوې دورې بنسټ کېښود.

مارتېن لوتر کېنګ جونیر:

مارتېن لوترکېنګ جونیر د مدني حقوقو د خوځښت یا غورځنګ (Civil rights movement) مشر وو.

"زه يوه ارمان لرم. زما ارمان دا دی چې یو ورځ دا ملت را پاڅېږي او مخلصانه ژوند وکړي. "

هغه دغه خوځښت د خان باچا خان او ګاندهي په څېر د عدم تشدد (non-violence) له لارې په مخ بېوه.

هغه د امریکا په تاریخ کې یو ملي اتل پاتې شوی دی چې تور پوستانو ته د مساوي حقوقو اخیستلو لپاره هلې ځلې يې د ژوند يو مهم هدف ګرځېدلى وو.

هغه به تل د خپلو ویناوو او لیکنو له لارې د برابرۍ خبرې کولې.

د مارتېن لوترکېنګ جونیر تر ټولو مشهوره وینا د "I have a dream " يا زه یو خوب/ارمان لرم وینا ده چې په ۱۹۶۳ کال کې يې په واشنګټن کې د لېنکن میموریال سره نژدې د یو لاريون نه وروسته کابو ٢٥٠ زره کسانو ته وکړه.

د ده دغې وینا د امريکانو په زړونو کې يو ځانګړى ځاى موندلى دى، چې اوس هم د فبرورۍ په میاشت کې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته اورېدل کېږي.

د هغه د وينا ځینې کرښې په لاندې ډول دي:

"زه نن تاسو ته وایم، زما دوستانو، که څه هم موږ د نن او سبا ستونزې ګالو، خو بیا هم زه يوه ارمان لرم. زما ارمان دا دی چې یو ورځ دا ملت را پاڅېږي او مخلصانه ژوند وکړي. دا یو څرګند حقیقت دی چې ټول انسانان مساوي حقوق لري. زه یو ارمان لرم چې یوه ورځ به د جیورجیا د ایالت په غونډو کې د پخوانیو غلامانو او د هغوی د بادرانو ماشومان وکولای شي چې د ورورولۍ په یوه میز سره کښيني."

لنډه دا چې امریکا غوندې یو هېواد چې اوس د نړۍ په کچه ډېر یو پرمختللی هېواد دی، پخپل تاریخ کې داسې یو فصل هم درلود چې ډېری خلکو يې تورپوستي امریکایانو ته د غلامانوپه سترګه کتل.

خو د خلکو د پرله پسې هلوځلو په پايله کې د امریکا په سیستم کې بدلون راغی.

هغه سیستم چې یو وخت تورپوستان په کې یوازې غلامان وو، اوس په کې یو تور پوستی ولسمشر دی او د سپين پوستانو په ګډون ټولو امریکایانو په ډېره خوشحالۍ سره د ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ هر کلى وکړ.

امریکایان اوس په دې پوه شوي چې هرهغه څوک چې په دې هېواد کې ژوند کوي باید د مساوي حقوقو نه برخمن اوسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .