لمر څرک: شرم اوس په بله مانا

د خپريدو وخت: 14:44 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

ښځو ته دا فکر ورکول شوی دی که پر ځان هر قسم او ډېرظلم ومني نو د ښه پلار لوڼې او ښي پښتنې به وي.

پخوا به د شرم کولو رواج يا کلتور تر ډېره د ښو کارونو لپاره کارېدو.

د بېلګې په توګه ويل کېدل به چې پردو ښځو ته مه ګورئ، شرم دی، دا او هغه بد کار مه کوئ، د کورنۍ نوم به مو بد شي، او داسې نور.

خو نن سبا د پښتنو د نورو ډېرو ښو دودونو ترڅنګ د شرم کولو دا کلتور هم په غلطه کارېږي.

په ډېرو ځايونو کې خلک لږې غټې شوې انجونې ښوونځيوو ته نه لېږي.

د نورو دليلونو او لاملونو ترڅنګ يې يو دا هم ښئ چې که چا يې لور او خور وليده نو د کورنۍ لپاره يي شرم دی.

که څه هم همدا خلک بيا د خپل کور ميرمن سړي ډاکټر ته بيول هم شرم بولي خو هغه مهال يې دا هېر وي چې که خپله لور، خور يې زده کړو ته پريښې وای او شرم يې نه وای کړی نو اوس به په کلي، کور کې ښځې ډاکټرې شتون درلودای او دوی به ورته خپلې ميرمنې پرته له کوم شرم څخه بيولای شوای.

د شرم د دې دود پلي کولو ډېر زيان ميرمنو ته رسېږي.

که خدای مه کړه پر يوې ښځې جنسي تېری وشي، هغه يې پر ضد خبره نه شي کولی. د دې پرځای چې ټولنه پر هغې تېرې کوونکو باندې بد وواي، هغې ښځې ته په سپکه سترګه کتل کېږي او همدا لامل دی چې دا ميرمن هم چپه خوله پاته کېږي.

"ښځې ټول عمر د سړيو بوج او ګناه پر سر اخلي. که يې ماشوم نه کېدی نو پر ځای د دې چې ښځه او خاوند دواړه معاينات وکړي، سړي ته دا شرم ښکاري چې د هغه په نارينتوب ته دې څوک ګوته ونيسي."

که ورباندي د شوي ظلم په اړه خبره کوي او پر ضد يې غږېږي نو دا ورته د ځان او کورنۍ شرم ښکاري.

هغه انجونې چې د خسر په کور کې وهل ډبول کېږي، له هم دې امله غږ نه کوي چې هسې نه څوک بد ورباندي ووايي او کورنۍ يې ونه شرموي.

په چپه خوله د ظلم زغمل هغې ته د خپل پلار کور عزت ساتل ښکاري ځکه چې فکر کوي که يې غږ پورته شو نو بيا به خلک وايي د فلاني لور دومره بې شرمه ده چې د خسر په کور کې ارام ژوند نه شي کولی.

څلور ودونه او اسلام

ښځو ته دا فکر ورکول شوی دی که پر ځان هر قسم او ډېرظلم ومني نو د ښه پلار لوڼې او ښي پښتنې به وي.

پر يوې ښځې ډير مهال له کوم ضرورت پرته دوهمه، درېيمه او څلورمه بنه راوستل شي خو لومړۍ هغه ځکه غږ نه کوي چې نوموړې ته ويل شوي چې سړي ته په اسلام کې د څلورو ودونو اجازه ده خو دا ورته نه ويل کېږي چې اسلام په کوم شرايطو کې د دوهم او يا د نورو ودونو اجازه ورکوي؟

که ښځه په دې اړه پوښتنې راپورته کړي نو د بې شرمه ميرمنې ټاپه پرې لګېږي او ټول يې د سړي په مقابل کې په ودريدو تورنوي.

زموږ په شا او خوا کې ډېرې داسې ښځې شته چې د سيالانو له شرمه، د پلار د نامه په خاطر او يا هم د دې کبله چې دوی به په کلي کور کي په ډېر ښه نامه يادې شي، د خپل نارينه خپلوانو څخه د خپلو حقونو په هکله پوښتنه او غوښتنه نه کوي.

که څه هم یو شمېر خلک د خپل کور ميرمن سړي ډاکټر ته بيول هم شرم بولي خو هغه مهال يې دا هېر وي چې که خپله لور، خور يې زده کړو ته پريښې وای او شرم يې نه وای کړی نو اوس به په کلي، کور کې ډاکټرنې وی

زموږ ټولنه هغه ښځو ته ميړنۍ وايي کومې چي له خپلو نارينه خپلوانو څخه په جايداد کې برخه نه غواړې.

په جايداد او ملکيت کې برخه د ښځې لپاره اسلام بېله کړي خو ډېر سړي يې نه ورکوي.

ډېرې ښځې يې هم نه ځيني غواړي ځکه که يې وغوښتله نو ژبوره او بې شرمه بلل کېږي.

که د کومې ميرمنې ميړه مړ شي نو زياتره وخت سر سپينوي او که چېرته یې بل واده هم کړی وي نو خپله خوښه به يې په کې ډېره کمه او د کور د نارينه وو واک به په کې ډېره وي.

بې ګناه خو ملامت

ښځې ټول عمر د سړيو بوج او ګناه پر سر اخلي.

که يې ماشوم نه کېدی نو پر ځای د دې چې ښځه او خاوند دواړه معاينات وکړي، سړي ته دا شرم ښکاري چې د هغه په نارينتوب ته دې څوک ګوته ونيسي.

نو ښځه دلته هم دا ګناه په خپل سر واخلي. اولاد يې مېړه نه شي کولی خو غږ دا نه کوي ځکه چې بيا سړي محترم ته پيغور جوړيږي.

خو بيا هم؛ همدغه ميړنۍ او اصلې پښتنې ښځې د ورور او کورنۍ نورو سړيو کړو بدو کې ورکول کېږي، پورونه ورباندې پرې کېږي، د پيسو په بدل کې د ولوره په نامه خرڅېږي، نارينه خپلوان لکه پلار، ورور او اکا يي د دې د خوښې پرته يو چا ته چې د دې د پلارهومره عمر به لري په نکاح کې ورکوي.

که څه هم د ښځو عقل لکه څرنګه يې چې سړي بې ځايه تبليغوي، په پوندو کې نه دی او تر سړو په ډېرو خبرو ښې پوهېږي خو بيا هم تر څو چې ښې زړې شوي نه وي، د کورنۍ په يوه مسله کې هم ځيني پوښتنه نه کېږي.

په زياتره کورنيو کې خو دا هم شرم ګڼل کېږي چې سړي او ښځې دې شريکه ډوډۍ وخوري. دوی که هر څومره وږې وي، تر نارينه وو مخکي ډوډۍ ته لاس کول ورته شرم ښکاري.

د پښتنو ستر ټولنيز او سياسي مشر، باچاخان ويلي چې ښځه او سړی د ژوند د ګاډۍ دوه پايي دي. که يوه پايه يې نه وي پر دا بله سفر نه شي کېدلی. نو تر هغه وخته چې زموږ د ټولنې نارينه ښځې ته د انسان په سترګه ونه ګوري او ښځې د خپل هرې ګناه د منځلو او شرم د پاکولو لپاره کارول پرينږدي او ښځې اسلام او انسانيت ورکړي حقونه په ښکاره ونه غواړي زموږ د ژوند ګاډی به ټکنی وي.

له نورو به تل وروسته پاتې يو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .