پښتونخوا: پر وزير اعلى ځانمرګى برید

د خپريدو وخت: 12:16 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

په مردان کې پر وزيراعلٰى ځانمرګی دا پېښه د دې خبرې ثبوت دى، چې په خپله. خاوره پښتون قام پرست سيکولر او روښان فکره او ګوندونو ته د خپل اختيار اجازت نشته.

د فبرورۍ په ۱۴ مه مردان کې د پښتونخوا په وزيراعلٰى امير حېدرخان هوتي ځانمرګى بريد وشو. دا هېڅ د حېرت خبره نه ده.

د ورځني ژوند معمولات دي، خو تعجب دا دى چې يو ورځ وړاندې د ای اېن پي د ټولو ګوندونو په رابللې غونډه کې د طالبانو سره د خبرو اترو سلسلې پېل کولو باندې رضامندي څرګنده شوه، او په دوېمه ورځ په مردان کې پر وزيراعلٰى ځان مرګى بريد وشو.

د دې سره يو خوشبين احساس ختم شو او طالبانو د اسلام اباد د ټولو ګوندونو فېصله په بيان کې هم رد کړه او په ځانمرګي بريد کې يې هم دا واضحه کړه چې موږ به خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوو.

د ای اېن پي له خوا د فبرورۍ د ۱۴ مې نېټې د ټولو ګوندونو رابلل شوې غونډې ته د ولنټاين د ورځې نوم ورکړ چې د نړيوال محبت د تجديد د ورځې په حواله يې خلک هر کال لمانځي.

سږنى کال ورته ای اېن پي د طالبانو سره د روغې جوړې لپاره نېکمرغه پال وويل، د ولنټاين د محبت احساس به د اسلام اباد په يوې خاصې طبقې کې ضرور موجود وي، خو د ټول پښتون افغان په خاوره کې خو ګلاب د وينو په ډنډ کې ولاړ دي.

بايد دا ورځ د پښتونخوا د هغو شهيدانو په نوم ياده شوې واى چې په دغه نامعلومه جنګ کې يې وينې توې شوې دي. د ولنټاين د محبت احساس د پښتون افغان په خاوره کې څومره عجيبه منظر پېش کوي.

د اسلام اباد سياست او ولنټاين محبت

نن په داسې حالاتو کې سياست او د ولنټاين محبت له يو بله په خپلو کې توپير لري، خو ای اېن پي د ټولو ګوندونو غونډې ته په متنازعه سياست کې د ولنټاين محبت ته ځای ورکړ.

هر څه که دا دواړه بېلا بېل احساسات لري خو په يو قدر ډول ډول دي چې د اسلام اباد سياست هم ناکامه دى او د ولنټاين محبت هم!

خو محبت که هر څو ناکامه شي، احساس يې ناکامي نه مني ځکه تر ننه پورې هر کال د فبرورۍ په ۱۴ دا ورځ د محبت په نامه يادېږي، خو سياست په تېره زمانه خاورې اړوي، او دا وايي تېر هېر باقي روزګار!

د اسلام اباد په غونډه کې چې طالب ملاتړو يا طالب نُما ګوندونو ته بله څه بهانه په لاس ورغله نو د ای اېن پي له خوا دا ورځ د ولنټاين په نوم يادول يې په ګناه واړوله.

دا ورځ تېره شوه او په سبا ته په مردان کې په وزيراعلٰى امير حېدرخان هوتي ځانمرګى بريد وشو. طالبان د ای اېن پي د پنځو کالو د دښمنۍ د اسلام اباد په يوه غونډه نه بخښي.

د پښتنو په دښمنیو کې جرګه، تاوان، بخښنه، تيږه، روغه جوړه لوی مقام لري.

خو په افغانستان کې د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې هم پښتون افغان سره عربو، اسامه او د چيچنو، ازبکو او نورو غېرملکيانو لاس او لستوڼي وو.

دلته په پښتونخوا کې هم پښتون طالب سره هغه خلک دي چې په افغانستان کې يې د يو عبوري حکومت مثال لاره، اوس دلته د پښتنو په خاوره کې هم هغه طالبان لکه د عبوري حکومت پراته دي، چې د پاکستان حکومت ورته کالعدم وايي.

"په مردان کې پر وزيراعلٰى ځانمرګی د دې خبرې ثبوت دى، چې په خپله خاوره پښتون قام پرست سيکولر او روښان فکره او ګوندونو ته د خپل اختيار اجازت نشته."

خو بل خوا کالعدم قوت سره د مذاکراتو لپاره ای اېن پي د ټولو ګوندونو نه اجازت اخلي چې موږ کالعدم تنظيم سره مذاکرات وکړ!؟

د امن لپاره به څوک انکار کوي. که طالبانو سره په مذاکراتو خبره امن طرفته ورځي نو بايد وشي.

خو روغه جوړه، خبرې اترې د پاکستان پوځ کوي، سياستونه، ګوندونه لا اوس هم په هغه پوزيشن کې نه دي چې په خپله خوښه او د خپل سياسي ضرورت لپاره طالبانو سره مذاکرات وکړي، له ټولو لوی مثال او ثبوت يې د سوات طالبانو سره امن مذاکرات او بيا پوځي عملیات و.

د پوځ او سياست مثال دا دى چې پوځ د جراحي ډاکټرانو کار کوي او سياست د ډاکټر په شان په ټسټونو او دوا يا دعا باندې علاج کوي.

د پاکستان په سياست کې پوځ دا عقيده لري چې ټانګه، اسپه، چابک زما دي، سياست او طالب او نور ټول زما سورلۍ، چې په کومه مخه يې وړل غواړم ټول به ځي.

د سوات د معاهدې په ترڅ کې که وګورو نو ای اېن پي د دغه ټانګې نه په خپله خاوره د خپل اختيار سره د راکوزېدو هڅه وکړه، معاهده وشوه خو ناکامه شوه.

اوس هغه شان يو ځل بيا ای اېن پي په داسې حالت کې طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د سياسي ګوندونو نه شريکه صلاح واخیسته خو د دې ټانګې اصلي مالک چابک والا کوچوان پکې ښکاره نه دي.

دا غټ قوي قوت لکه د پېريانو ښکاري نه، خو په خپلو قدرتونو پېژندلي او ځيني واقعياتو کې ښکاري.

په مردان کې پر وزيراعلٰى ځانمرګی

دا پېښه د دې خبرې ثبوت دى، چې په خپله خاوره پښتون قام پرست سيکولر او روښان فکره او ګوندونو ته د خپل اختيار اجازت نشته.

په را روانو انتخاباتو کې به د دې قوتونو په ضد هغو خلکو او قوتونو ته هر څه په لاس ورځي چې د پوليو قطرو ته هم د شک په نظر ګوري، د ولنټاين د محبت احساس هم کفر ګڼي، د ملالې يوسفزۍ په وينه هم شک کوي، فارمي چرګان هم نه خوښوي، د ښځې متعلق د کور يا ګور تصور باندې يقين ساتي، د مسلمانۍ لپاره ږيره او پټکي لازم ملزوم ګڼي، موسيقۍ ته د شیطان سرود او ګډا وايي، تصوير حرام بولي، د نجونو تعليم ته فحاشي وايي، اسلامي سزاګانې ورکوي خو په عدالتونو کې د دې سزاګانو لپاره قانون نشته.

قام پرستي نه مني خو په مذهب کې هر يو رنګ د بل رنګ دومره مخالف دي چې يو بل وژني او حلالوي يې!

را روان ولسي رايې ته چې په لنډو ټکو کې ووايو، نو دا به وايو چې د ۱۴ فبرورۍ د ولنټاين محبت او د پښتنو د امن دعوت سره چې شريک شي او په دغه اۤئينه کې وزير اعلٰى د ځانمرګي بريد واقعې ته وګورو نو دا به وایو:

چې پښتانه اوس هم د ړندو په ښار کې اۤیينې ګرځوي، بنده حېران شي چې ړندې ایينې دى که سترګې!؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .