افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

د خپريدو وخت: 08:56 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

افغان لوبغاړي د نړۍ د پیاوړو لوبغاړو په وړاندې ولوبېدل.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل څلورو افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل، حمید حسن، شاپور ځدران او سمیع الله شینواري له هېواده بهر د بنګله دېش په غوره لیګ سیالیو کې ولوبېدل.

دغو سیالیو کې چې د کرېکټ د نړۍ مشهور او نوموتي لوبغاړي په کې لوبېږي، له شکه پرته چې د دغو افغان لوبغاړو پر وړتیا او تجربې خورا مثبتې اغېزې شیندلی شي.

افغان لوبغاړي د نړۍ د پیاوړو لوبغاړو په وړاندې ولوبېدل، ښې منډې یې وکړې او پام وړ لوبغاړي یې هم وسوځول، د کرېکټ د چارو مبصرینو محمد نبي عیسی خیل، حمید حسن او شاپور ځدران ډېر ښه لوبغاړي وبلل او دوی یې د افغانستان له اړخه د کرېکټ نړۍ ته یو ښه اضافه یاد کړل.

محمد نبي چې د سیلهت له لوبډلې سره لوبېده، ښه وځلېد او د کریس ګیل په ګډون یې یو شمېر مهم نړیوال منډه جوړونکي وسوځول، چې د ډېرو له اړخه وستایل شو.

شاپور ځدران چې بیا له کولنا لوبډلې سره لوبېده، د خپل جګ قد او کیڼ لاس توپ اچولو په مرسته یې ډېر خلک حیران کړل، ښه و ځلېد اود ډېرو پام یې ځان ته واړوه.

حمید حسن که څه هم وروسته د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو ته ور وغوښتل شو، خو بیا یې هم د خپل باولینګ په برخه کې ښه وړتیا وښوده او داسې ښکاري چې دغه درې لوبغاړي د بنګله دېش په راتلونکو نورو سیالیو کې ځانونو ته ښه ځای جوړ کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر ګلبدین نایب په ټولو لوبو کې تر ډېرو ښه لوبه وکړه.

له شاپور سره په همدغه ټیم کې سمیع الله شینواری هم و، خو هومره و نه ځلید. ښايي او باید دوی له دغو سیالیو ډېر څه زده کړي وي، چې ممکن د افغانستان د کرېکټ له نورو لوبغاړو سره په شریکولو به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له یو لړ نویو او نړیوالو تجربو برخمنه شي.

ښايي چې د دغو افغان لوبغاړو د کلبونو مالکان د دوی په را نیولو خوشحاله وي او دوی وار د مخه داسې اشارې ورکړې چې دغه افغان لوبغاړي به په راتلونکي کې هم د بنګله دېش په پریمیرلیګ سیالیو کې ولوبېږي.

دغو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون نړیوالو ته د افغانستان د کرېکټ په تړاوو یو ښه او مثبت تصویر وړاندې کړ.

د ځینو بنګلدیشي رسنیو د راپور له مخې په همدغه روان کال کې د دغه هېواد د ځینو کلبونو ترمنځ ۵۰ اووریزې سیالۍ هم پیلېږي چې ښايي دغو افغان لوبغاړو ته په کې برخه ورکړل شي.

بل لور ته د افغانستان د ملي، الف او ۱۹ کلنو ټیمونو یوه ۲۲ کسیزه ډلې چې څه باندې یوه میاشت یې په پاکستان کې تېره کړه، د دغه هېواد له الف او د زونونو له دریو منتخبو لوبډلو سره لوبې وکړي.

افغان لوبغاړو په دغو شپږو لوبو کې چې تېره اونۍ پای ته ورسېدې، یوازې لومړنۍ لوبه وګټله او پاتې پنځه نورې یې وبایللې.

دغه لوبې په را روانه میاشت کې د سکاټلنډ او په هغې پسې له نمیبیا سره د څلورو ورځنیو او یوې ورځنیو لوبو لپاره د چمتوالي لپاره وشوې، له سکاټلند او نمیبیا سره د افغانستان لوبه د ۲۰۱۵ کال نړیوال ۵۰ اووریز جام ته د لار موندلو له اړخه هم ډېرې مهمې بلل کېږي.

مینه والو ته ډاډ

که څه هم د افغانستان د ملي لوبډلې څلور پیاوړي لوبغاړي، محمد نبي عیسی خیل، شاپور ځدران، سمیع الله شینواری او حمید حسن د بنګله دېش په پریمیر لیګ سیالیو کې بوخت وو، خو بیا هم په ټوله کې ځینو ځوانو او تنکیو افغان لوبغاړو ښې وړتیاووې وښودلې.

له افغان غاړي ځېنو ځوانو لوبغاړو، رحمت شاه، نسیم قسیم، افسر ځاځي، محب الله پاک او حمزه هوتک، ښې لوبې وکړې او د افغانستان د کرېکټ مینه والو ته یې دا ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به په راتلونکي کې د کرېکټ د استعدادونو له کموالي سره نه مخامخ کېږي.

نسیم قسیم او حمزه هوتک چې دواړه چپ لاسي ورو توپ اچونکي دي، ښه وځلیدل، هوتک خو په لومړنۍ لوبه کې د څه باندې ۱۵ رنزونو په ورکولو پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول، په دغو لوبغاړو کې یو هم د پاکستان د کریکټ پخوانی کپتان شاهد اپریدی و.

یو شمېر خلکو پر فېسبوک تر ډېره د افغانستان د کرېکټ دملي لوبډلې پر کپتان، نوروز منګل نیوکې وکړې.

نسیم بړېڅ بیا په بله لوبه کې که څه هم کومه پام وړ لاس ته راوړنه نه درلوده، خو په چپ لاس یې د بیټینګ او بالینګ انداز جلا او په میدان کې له کوم فشار پرته په هوش او فکر سره لوبېده.

رحمت شاه او محب الله پاک چې د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي دی او اوس یې په الف لوبډله کې دی چې ښايي راتلونکي کې په ملي لوبډلو کې هم ولوبیږي، د پاکستان د تېزو او سلو خطرناکو بالرانو په وړاندې یې په هوش او فکر سره بیټینګ وکړه.

رحمت شاه د بیټینګ ترڅنګ ورو ښي لاسی بالر هم دی او د محب الله پاک ښه والی بیا دا دی چې یو ښه فیلډر بلل کېږي. افسر ځاځی خو په وېکټ ساتنه کې لا پخوا ښه وړتیا ښودلې ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر ګلبدین نایب په ټولو لوبو کې تر ډېرو ښه لوبه وکړه، او په یوه لوبه کې یې یوه سلیزه هم وکړه چې دا د پاکستان د الف لوبډلې خلاف د کوم افغان لوبغاړي لومړنۍ سلیزه ده.

ده په داسې یوه حالت کې سلیزه وکړه چې افغانستان شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او یوازې شاوخوا ۶۰ رنزونه جوړ شوي وو.

"په ټوله کې د پاکستان سفر د افغان کرېکټ ځوانو او تنکیو لوبغاړو لپاره یوه ښه تجربه وه."

له شک پرته چې دا له پاکستاني پیاوړو لوبغاړو سره د افغان ځوانانو مخامخېدنه یوه نوې او او ښه تجربه بلل کېږي، چې ښايي په راتلونکو لوبو کې ترې ښې ګټې واخیستل شي.

په ټوله کې د پاکستان سفر د افغان کرېکټ ځوانو او تنکیو لوبغاړو لپاره یوه ښه تجربه وه، داسې چې د پاکستان له یو شمېر نومیالیو لوبغاړو سره د زرګونو نندراچیانو او د کامرو په وړاندې لوبې وکړې.

دغه لوبې چې کابل کې د یوه خصوصي تلویزیون( ۳سپورټ) له لخوا په ژوندۍ بڼه خپرېدله، ګڼو افغانانو ولیدله.

په ټولنیزې شبکې فیسبوک کې هم په پراخ ډول د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ دې لوبو ښه پوښښ درلود.

خو یوه خبره دلته د یادولو ده چې یو شمېر خلکو پر فېسبوک تر ډېره د افغانستان د کرېکټ دملي لوبډلې پر کپتان، نوروز منګل نیوکې وکړې چې ولې یې ښې لوبې ونه کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .