ستاسې نظر: افغان پوليس څه ډول چلن کوي؟

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

د بي بي سي يوې پلټنې موندلې چې افغان پوليس د هلمند سنګين کې له خلکو سره ناسم او سپکوونکی چلن کوي.

دغې پلټنې له خلکو په تېره بيا کوچنيانو سره ناسم چلن، اداري فساد، د پوليسو ترمنځ نشه يي توکيو کارونې او ان تښتونو او وژنو له پېښو پرده پورته کړې ده.

که څه هم د پوليسو چلن په اړه د بي بي سي پلټنې بېلګې پر يوه او جنګ ځپلې سيمه راغونډې دي، خو د افغانستان نورو سيمو په تېره بيا له مرکزونو لرې پرتو سيمو کې د پوليسو له چلن شکايتونه کېږي.

د پوليسو چلن په اړه تاسې څه ډول خپلې تجربې او کيسې لرئ؟

په ښارونو او لرې پرتو سيمو کې د پوليسو چلن کې توپير شته؟

پوليس څومره له خلکو سره مسلکي چلن کوي؟

د دې اوونۍ ستاسې نظر پروګرام کې پر همدې موضوع خبرې کوو.

که نظر يا هم خپلې تجربې او کيسې لرئ، د برېښناليک او خوالۀ رسنيو له لارې يې راسره شريکولی شئ.

دبي بي سي پښتو فېسبوک، د بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظرونو او خپلو کيسو ته سترگې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيليفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر د سې شنبې په ماښامنۍ راډيويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۷:۳۰ بجو چې د لندن د مازديګر درې بجې کېږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ۳۰ دقيقې يې ستاسو نظر ته بېلې شوي دي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .