اوسکار : د چا په برخه څه ورسېدل؟

د خپريدو وخت: 10:39 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

برتانوي نژاد فلمي ستوری له مخکې نه د دې جایزې لپاره وړ بلل کېده.

د سټیون سپېلبرګ په (لینکن) نومي فلم کې د غوره رول لوبولو لپاره د غوره فلمي لوبغاړي اوسکار جایزه ډېنیل ډې لویس ته ورکړل شوه او دغه ډول د اوسکار په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړ.

برتانوي نژاد فلمي ستوری له مخکې نه د دې جایزې لپاره وړ بلل کېده.

نوموړی لومړنی فلمي لوبغاړی دی، چې درې ځلې د غوره فلمي لوبغاړي جایزه ورکړل شوې ده.

د جایزې له تر لاسه کولو وروسته نوموړي وویل،(( زه نه پوهېږم، چې دا هر څه څنګه وشول، خو زه دومره پوهېږم، چې ما تر خپلې برخې ډېر څه له خپل بختوره ژونده تر لاسه کړي دي.))

ډېنیل ډې لویس له دې مخکې په (ډېرول بې بلډ) کې د ۲۰۰۷ اوسکار او ( مای لیفټ فوټ) کې د ۱۹۸۹ جایزې تر لاسه کړې دي.

نوموړي له دې مخکې په ۲۰۰۲ کې د (کینګز اف نیویارک) او په ۱۹۹۳ کې د (ان د نیم اف فادر) نومي فلمونو لپاره جایزې ته نوماند شوی.

په لینکن نومي فلم کې نوموړي د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهم لینکن رول لوبولی.

د یاد فلم کیسه دلینکن په هغو هڅو راڅرخي، چې د خپل حکومت په وروستیو څلورو میاشتو کې یې د غلامي او کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره کړې.

د بین ایفلک فلم (ارګو) ته د غوره فلم اوسکار جایزه ورکړل شوه او د امریکا د ولسمشر مېرمنې مېشل اوباما د دې اعلان له سپینې ماڼۍ څخه مستقیماً وکړ.

د یادونې ده، چې دغه فلم د غوره فلمونو په کېټګورۍ کې نیول شوی، خو د دې فلم جوړونکي ته د غوره فلم جوړوونکو په کېټګورۍ کې ځای نه دی ورکړل شوی.

"د اوسکار جایزو منتظم سیټ مک فرلان د مراسمو په پیل کې د ټوکې په توګه وویل، د ارګو کیسه دومره پټه ده، چې اکاډیمۍ سره د دې فلم د جوړوونکي په اړه هم معلومات نه شته."

د اوسکار جایزو منتظم سیټ مک فرلان د مراسمو په پیل کې د ټوکې په توګه وویل، د ارګو کیسه دومره پټه ده، چې اکاډیمۍ سره د دې فلم د جوړوونکي په اړه هم معلومات نه شته.

د سپېلبرګ ستاینه

خو د دې فلم جوړوونکی بین ایفلک د جایزې تر لاسه کولو پر مهال د سپېلبرګ ستاینه وکړه، چې لینکن نومي فلم یې د ارګو په مقابل کې سیالي بایلوده.

د لایف اف پای نومي فلم جوړوونکي آنګ لي ته د غوره فلم جوړوونکي جایزه ورکړل شوه. د (لایف اف پای) لپاره دغه څلورمه جایزه وه او آنګ لي له ۲۰۰۶ راهیسې دویم ځلې د غوره فلم جوړوونکي جایزه تر لاسه کړه.

په (سلورلایننګز پلې بېک) کې د یوې ځوانې کوڼدې رول لوبونکې جنېفر لارنس ته د غوره لوبغاړې جایزه ورکړل شوه.

د ۲۲ کلنې فلمي لوبغاړې لپاره دغه لومړنۍ اوسکار جایزه وه. له دې مخکې نوموړې د ۲۰۱۱ کال د جایزې لپاره نومول شوې وه.

این هېتوې ته په (لې مزرابل) نومي فلم کې د ښه رول لوبولو لپاره د غوره مرستیالې لوبغاړي جایزه ورکړل شوه. نوموړې په (ګولډن ګلوب) او (بېفټا) کې هم د ورته رول لپاره جایزې تر لاسه کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .