افغانستان، منځنۍ آسیا او د تېلو لوبه

د خپريدو وخت: 12:22 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

افغانستان د آسیا د دوو جلا برخو- منځنۍ او جنوبي د یوه نښلوونکي پُل بڼه لري.

د افغانستان پر بد موقعیت خبرې ډېرې شوې دي. بدنیته ګاونډیان، له سمندري لارو بې برخې والی، د غرونو تاو راتاو لړۍ، د طبیعي زېرمو لږوالی او یا یې په اړه د پخو معلوماتو نشتوالی- ټول هغه اړخونه دي چې د افغانستان موقعیت بد ګرځوی یا برېښوي.

خو له دې ټولو سره سره، افغانستان د آسیا د دوو جلا برخو- منځنۍ او جنوبي د یوه نښلوونکي پُل بڼه هم لري چې دغه اړخ یې تر اوسه پراخ او بنسټیز نه دی کارېدلی.

ټوله منځنۍ آسیا او په ځانګړي ډول ترکمنستان او قزاقستان د انرژۍ د سترو زېرمو کور بلل کېږي. ترکمنستان په نړۍ کې د طبیعي غازو څلورمه ستره زېرمه ده.

دغه هېواد له قزافستان سره په ګډه د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته د انرژۍ په بازار کې ځان ته ځانګړی ځای موندلی دی.

د آسیا په جنوبي خوا کې بیا انرژۍ ته همدمره وږي دوه هېوادونه – هند او پاکستان پراته دي چې د انرژۍ کړکېچ اړ کړي چې په ګاونډ کې یې د منځنۍ آسیا د غازو او تېلو ډګر ته ځانونه ورسوي.

د رسېدو دغه لار پر افغانستان اوړي. د ترکمنستان او هند تر منځ ټول واټن ۱۵۶۰ کیلومتره دی چې نژدې نیمایي یې (۶۶۰ کیلومتره) په افغانستان کې راځي.

د هند او پاکستان د انرژۍ د بازار مانا ۱۴۰۰ میلیونه بالقوه لګوونکي (مستهلکین) دي چې ورځ تر بلې نور هم ډېرېږي.

د امریکايي شنونکو په باور، د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا د انرژۍ لیکه د لنډوالي له امله ګټوره، کم لګښته او منطقي پرېوځي.

تر اوسه دوه لاملونه د دې خنډ شوي چې د غازو او تېلو دغه لیکې ونه غزېږي:

یو یې د افغانستان خپلې کورنۍ شخړې او نارامۍ دي، دویم یې د انرژۍ د زېرمو پر سر د سیمه ییزو ځواکونو ترمنځ جیوپولتیکي سیالۍ بلل کېږي.

په دې لیکنه کې همدغو دوو لاملونو او دې خبرې ته لنډه کتنه کېږي چې د وتلو کومه لار هم شته او که راتلونکی به مو هم د تېر په څېر تیاره وي.

په ۹۰ مه لسیزه کې چې افغانستان امریکا ته خپل ارزښت وبایله، د تېلو او غازو مساله د دې سبب شوه چې نورې کړۍ دې هېواد ته له یوې بلې کړکۍ را وګوري.

ترکمنستان په نړۍ کې د طبیعي غازو څلورمه ستره زېرمه ده.

جنوبي آسیا ته له منځنۍ آسیا نه د تېلو او غازو د نل لیکو تېرول د لوېدیځې نړۍ، په تېره بیا د امریکا د پام لوی لامل و.

په یونوکال شرکت کې د دغې پروژې مشر مارتي میلر د افغانستان له لارې د نل لیکو تېرولو ته د "ځمکنۍ سپوږمۍ" نوم ورکړی و. د دغه شرکت په اټکل، د ترکمنستان د تېلو او غازو نل لیکو اته میلیارده ډالره لګښت غوښت. دې سترې پروژې نه یوازې د ترکمنستان انرژي د نړۍ بازارونو ته رسوله، چې افغانستان ته یې د ترانزیتي محصول له لارې د ګټې وټې یوه لویه سرچینه هم په لاس ورکوله.

له بده مرغه دغه مهال د طالبانو د "اسلامي امارت" او د افغانستان د "اسلامي دولت" ترمنځ تود جنګ روان و او بهرنیو پانګوونکو ته ګرانه وه چې د حالاتو کوټلی جاج را وباسي.

ځکه یې نو د شخړې له دواړو خواوو سره اړیکي ټینګ کړل. یونوکال داسې بلله چې یا به طالبان پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړي او یا به د ملګرو ملتو په منځګړیتوب یوه ګډه اداره را جوړه شي.

د وخت په تېرېدو سره د یونوکال دا باور په پخېدو شو چې له پوځي پلوه د طالبانو بری شونی دی او پر همدې بنسټ یې له طالبانو سره خپل اړیکي پراخ کړل.

د یونوکال شرکت لوی رییس جان املي د [بهرنیو چارو د پخواني وزیر] هنري کیسنجر په مرسته د ترکمنستان له زورواکي ولسمشر سپرمراد نیازوف (ترکمنباشي) سره پر ۱۹۹۵ کال په نیویارک کې وکتل. په دې ډول افغانستان یو ځل بیا، د انرژۍ له برکته، د امریکا په تګلارو کې یو ځای وموند- که څه هم دغه ځای ډېر څپ څپانده او په شکونو کې نغښتی و.

ها خوا، ترکمنستان د یوه نوي لوبغاړي په څېر په دې نوې لوبه کې د پاکستان تر څنګ ارزښتناک او مرکزي ځای وموند.

ولسمشر ترکمنباشي کوم آسان کرکټر نه و. هغه چې د مطلق واک پر مټ ځان د ټولو ترکمنانو بابا باله، له یونوکال سره په خبرو کې یوې هوکړې ته ورسېد.

ترکمنباشي غوښتل دغه لفظي تړون ته له درناوي سره سره، له یوه ارجنتایني شرکت سره هم د راشه درشه ور پرانیزي. ترکمنباشي دویم تړون له بریداس شرکت سره وکړ چې امریکایان یې ګوته په غاښ کړل.

بریداس چې له یونوکال څخه کوچنی و، د افغانستان له "اسلامي دولت" یا شمالي ټلوالې سره اړیکې ټینګې کړې. په دې ډول نو د افغانستان په کړکېچ کې دواړه غاړې- بې له دې چې وپوهېږي یا خبرې وي- د انرژۍ په کړۍ و نښلول شول.

"د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا د تېلو او غازو وتل، زموږ د هېواد لپاره یوه حیاتي پروژه ده چې له اقتصادي پلوه بنسټیز ارزښت لري."

په هغو سرچینو کې چې لاسرسی ورته شونی دی، له شمال ډلو سره د بریداس د پټو او ښکاره مرستو سم څرک نه لګېږي، لکه هماغسې چې له طالبانو سره د یونوکال د مرستې کچه ناڅرګنده ده.

خو یونوکال یوازې له طالبانو سره نه، چې د پاکستان له استخباراتي او پوځي کړیو سره هم اړيکي درلودل او له دې څخه دا نتیجه راوتلی شي چې له طالبانو سره د دغه شرکت د مرستو کچه د پام وړ وه.

یونوکال پر ۱۹۹۶ کال د طالبانو یو پلاوی امریکا ته ور وباله چې د دوی په مرسته ورغی. امریکایانو غوښتل د دغې کتنې پر مهال طالبانو ته د تېلو ټکنالوژي ور وښیي او ورسره جوخت د اړیکو د لا پراخېدو شونتیا وڅېړي.

د امریکا یو شمېر ټیټ پوړو چارواکو هم له ورغلي طالب پلاوي سره د داسې یوه چا د استازو په توګه وکتل چې اوس یې د افغانستان پلازمېنه کابل هم په ولکه کې وه.

نورې سیمه ییزې کړۍ د طالبانو له پوځي بري سره مخالفې وې چې همدې د ترکمنستان ولسمشر اړ کړ چې د ملګرو ملتو په مرسته طالبان د شمال له استازو سره په عشق آباد کې ګډ کښېنوي.په دغه کتنه کې د ملګرو ملتو استازي یوه پخواني برتانوي ډېپلمات اندرو تسوري کوله چې په فارسي او پښتو دواړو پوهېده.

له دغو کتنو او غونډو څه کوچ را و نه وتل، خو یو شی یې جوت کړ او هغه دا چې پر طالبانو د یونوکال پانګونې روښانه پایله نه درلوده او وضعیت خورا تیاره برېښېده.

بریداس بیا د شمال له ډلو سره جلا جلا اړیکي پالل، ځکه چې دې کار لږ لګښت غوښت او بله دا چې روښانه نه وه چې د هرې ډلې ونډه به په راتلونکي مرکزي جوړښت کې څومره وي.

خو ټوله لوبه پر ۱۹۹۸ کال واوښته. په ختیځه افریقا کې د امریکا سفارتونه په تانزانیا او کینیا کې تر ترهګرو بریدو لاندې راغلل او د سر دروند زیان واوښت.

ډېر ژر جوته شوه چې بریدونه القاعدې سمبال کړي دي. یونوکال اړ شو چې له طالبانو سره چې د القاعدې کوربانه او متحدین وو، اړيکي پرې کړي. له طالبانو سره د یونوکال راشه درشه ګډه وډه شوه او چې دې شرکت خپله پښه و ایسته، نو بریداس هم له هغې بلې خوا سره خپلې مرستې لږې کړې.

له هغه مهاله راهیسې چې دا دی یوه نیمه لسیزه اوړي، د دغې پروژې په اړه تشې خبرې پاتې دي او عملي ګام نه اخیستل کېږي. کله سړي ته داسې وبرېښي چې ښایي دا هسې یو خوب و او ریښتیا به نه شي.

اوس بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د دغې پروژې مخه رښتیا امنیتي اندېښنو نیولې که نور جیوپولیتیک لاملونه هم شته؟ غواړم دلته د مسالې پر دې بل اړخ، یعنې جیوپولتیک لږ تم شم:

افغانستان د اقتصادي، امنیتي، دفاعي او نورو سترو مسالو له نظره د دوو مهمو حوزو ترمنځ راغلی چې یوه یې جنوبي آسیا او بله یې یورویشیا نومېږي. له بده مرغه افغانستان له یوې سره هم سیستماتیک او منظم تړاو نه لري.

د دې لامل زموږ په پخواني او تاریخي حایل دریځ کې نغښتی چې په ۱۹ پېړۍ کې پیل او د شلمې پېړۍ تر دویمې نیمایي را وغځېد. د جنوبي آسیا دوه مهم هېوادونه هند او پاکستان دي. د یورویشیا حوزې مهم او مرکزي هېواد چې پر افغانستان اغېز لري، د روسیې فدراتیف جمهوریت دی.

آیا روسیه چمتو ده چې په منځنۍ آسیا کې له خپل تاریخي نفوذ نه لاس پر سر شي او نور ځواکونه پرېږدي چې له خنډ پرته د انرژۍ زېرمو ته ځانونه ورسوي؟

ټول تاریخي او نوي شواهد ښیي چې دا کار ګران او آن ناشونی دی. د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته لوېدیځ غوښتل چې د آذرباییجان تېل د روسیې د اغېز له کړۍ پر څنګ، نړیوالو بازارو ته ورسوي او د رسولو لار یې ومومي.

"افغان دولت، په تېره بیا ډېپلوماتیک او اقتصادي جوړښتونه یې کولای شي د افغانستان حساس مرکزي موقعیت په ځیرتیا سره په خپله ښه راولي. "

خو د تېلو د سترې او مشهورې نل لیکې پروژه چې د باکو- تبلیسي- جیحان په نامه یادېده، تر هغو پیل نه شوه چې د روسیې ونډه په کې ونه ټاکل شوه.

د آذرباییجان پخواني ولسشمر او د اوسني ولسشمر پلار حیدر علي یف له دغه ټپ درېدلي حالت نه د وتلو لار ومونده. هغه ومنله چې د روسیې له لارې به یې د هېواد مخکنۍ غځېدلې لیکه نه یوازې بنده نه شي چې د تېلو لېږد به پرې په موازي ډول روان وي.

نوې نل لیکه به هم داسې جوړېږي چې د روسیې د انرژۍ د ستر شرکت- ګازپروم ونډه به یې په جوړېدو او سمبالېدو- دواړو کې پام وړ وي. هېڅوک به هم بې ګټې پاتې نه شي او هېچا ته به هم د بایلونکي په سترګه نه کتل کېږي.

دغه پراخ بنسټه تګلاره نه یوازې په آذرباییجان کې د کورني ټیکاو سبب شوه، بلکې هغه هېواد ته یې د اقتصادي پرمختګ لاره هم پرانیسته.

د آذرباییجان اقتصاد تر ډېرې کچې په تېلو تړلی دی. دغه هېواد هم له نولسمې پېړۍ څخه تر دا وروستیو کلو پورې د لوېدیځ او روسیې تر منځ د سیالیو او شخړو لامل و. د حل اوسنۍ لار د هرې خوا د ونډې پر بنسټ، هغوی ټولو ته د منلو وړ ګرځېدلې ده.

د پورته په څېر ډېرې نورې بېلګې هم شته چې ښیي روسیه د یوه ستر او ځواکمن هېواد په توګه هڅه کوي چې په سیمه کې خپل اغېز وساتي او لا یې پراخ کړي. په دې برخه کې یو ارزښتناک توکی چې د روسیې په ولکه کې دی- هغه د انرژۍ زېرمې دي.

لوېدیځ او په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونه چې د روس تېلو او غاز ته اړ دي، دغه نوې تګلاره د "تېلي وسلې" په نامه یادوي. د ترکمنستان د انرژۍ ټولې لیکې د شمال له لارې او د روسي ټکنالوژۍ پر مټ نړیوالو بازارو ته غځېدلې دي.

اوس د جنوبي آسیا هېوادونه، په ځینو حالاتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو ځواکونو په مرسته هڅه کوي چې د "تېلو او غازو وسلې" د روسیې له لاسه وباسي او له ترکمنستان سره د روسیې له ګډون پرته معاملې وکړي.

د جیوپولتیک او جیو ستراتېژیک منطق له مخې دا کار خورا ګران برېښي. دا هغه مهال کېدلی شوای چې جنوبي آسیا په خپلمنځي شخړو کې ښکېل نه وای، افغانستان ټیکاو درلودای او د روسیې د نفوذ او دفاعي مرستې او چتر پر ځای یو بل سیمه ییز الترناتیف موندل شوی وای.

د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا د تېلو او غازو وتل، زموږ د هېواد لپاره یوه حیاتي پروژه ده چې له اقتصادي پلوه بنسټیز ارزښت لري. په دې ډګر کې د عملي ګام پورته کول نور پېچلی تیوریک او فکري بحث نه غواړي. شونې ده چې د آذرباییجان فورمول له یو څه سمونو او بدلونو وروسته دلته هم پلی شي.

هېڅوک هم – که هغه د سیمې هېوادونه دي یا د افغانستان دننه سیمې او ولایتونه باید له ګټې بې برخې پاتې نشي.

افغان دولت، په تېره بیا ډېپلوماتیک او اقتصادي جوړښتونه یې کولای شي د افغانستان حساس مرکزي موقعیت په ځیرتیا سره په خپله ښه راولي. ځان د چا د ګټو په کړیو پورې و نه تړي، خو ملي ګټې له نورو سره داسې وتړي چې د سیمه ییزې سیالۍ د یوې وسیلې پر ځای را څخه د سیمې یوه نښلوونکې کړۍ جوړه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .