ډیوه:ولسمشر دې باړې بازار ته لاړ شي!

د خپريدو وخت: 13:28 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د افغانستان په چارواکو کې ډېر داسې نومونه شته چې که په فساد تورن شوي نو سر يې په امريکا لګېدلى.

زموږه په سيمه کې مشهوره خبره ده چې که بد وکړې نو خوندي ځای ورته باړه دی.

د باړې بازار ښار ناپرسان دى. دا بازار په پښتونخوا کې دى، بس هر څوک چې څه کوي په اسانۍ ور نه پوښتنه نه کېږي خو اوس افغان چارواکو يو بل، و ته بازار موندلى.

که په کوم غم ککړ شي نو ورځي د امريکا متحد ايلاتونو ته.

د افغانستان په چارواکو کې ډېر داسې نومونه شته چې که په فساد تورن شوي نو سر يې په امريکا لګېدلى.

د حج اوقافو، د کابل بانک او يو تازه دم يو بډې خور قاضي صاحب هم د امن دغې خونې ته پنا وروړې.

اوس چې افغان حکومت د ولسمشر کرزي سفر امريکا ته خورا له ارزښته ډک بولي بېلا بېلې شننې او تبصرې شته

د خير په غونډۍ ناست سياستوال خو د پوځيانو د وتلو او د زوی مړي ٢٠١٤ کال په کيسو اخته دي.

د کليوالو غوښتنې څه دي، دوی خو د حالاتو له منځه ډېر نه دي خبر خو هسې ناخبره هم نه دي پاتي.

د ډېرو په منځ کې دا ويل کېږي چې افغان ولسمشر دې خپلې انډيوالې امريکا ته ووايي چې څومره را ته وفاداره يې، پرون څومره وې نن او د سبا خيال دې څه دى.

"د افغانستان په چارواکو کې ډېر داسې نومونه شته چې که په فساد تورن شوي نو سر يې په امريکا لګېدلى."

تا چې خپل دښمن لټاوه او زما کاله ته دې منډ را ورساوه څومره چورلکې دې راپسې کړې او سړى دى پيدا کړ.

هغه دې هم زما په ګاونډ کې پيدا کړ، نه دلته خو اوس چې زموږ د کوڅو غله در تښتېدلي غوږ هم نه پرې ګروې او نه وايې چې دا مېلمانه ولې او په څه پلمه راغلي.

سينه دې ورته لويه کړې او وايې چې لويه امريکا ده خوړلى يې شئ.

دا هم ساده خبرې نه دي، که افغان واکمن د خپل ولس لپاره د راتلونکي فکر لري نو د يوه روڼ حساب فکر دې هم ولري.

د نړۍ خلکو پوره موده درته سترګې اړولې وې، د نړۍ نور بې وزلان هم شته ښايي د هغوی په غوږونو زموږ د خيرات راوړی اواز ښه و نه لګي او څوک راسره خواخوږي و نه ښيي.

دلته د نړۍ د خلکو ډېرې پيسې را وړل شوي، که هر چا وخوړې خو زموږ په دې بې وسه ولس حساب شوې.

که مو سړکونه د ۵۰ کلونو لپاره جوړ شوي و، هغه دى د لسيزې په نيمايي کې کنډوکپر شو، که مو پول د پېړۍ لپاره په سيند ايښى و د کونړ په سيند خو يې کال هم پوره نه شو او ملا ماتي پراته دي... د کابل ښار په سړکونو خو لا کوم اخېړ نه دى شوى.

دا نو داسې نه ده چې ګوندې اوس دې په شته چارواکو اتوم بم وغورځول شي چې هم د تېر ژوند سزا او په راتلونکي کې يې له شره خلک وژغورل شي.

نه دلته دې د امر او مامور څوکۍ په نښه شي، ميلمانه دې د کوربه ځاى نه نيسي، په کور کې دې کورګۍ نه جوړېږي، غل او مل دې مالوم شي او د داسې يوه انصاف بنسټ دې کېښودل شي چې بيا يې څوک په منکرېدو سر نه شي دار.

او رسۍ هم غواړو خو په سر يې له عدل ډک انسان هم، ښاغليه ولسمشره که د هرې ناستې تابيا لرې د دې کليوالو کيسې هم درسره ياد لره.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .