" فوربز زما شتمني لږ بللې"

د خپريدو وخت: 07:55 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

فوربز مجلې د شتمنو کسانو په نوملړ کې د شاه زاده ولید نوم په ۲۶ مقام کې لیکلی.

د سعودي عربستان شهزاده الولید بن طلال ویلي امریکايي مجلې (فوربز) یې د شتمنۍ کچه ناسمه په ګوته کړې او د شتمنو کسانو په نوملړ کې یې د نوموړي نوم په ناسم ځای کې لیکلی.

یادې مجلې د ۲۰۱۳ کال د شتمنو کسانو په نوملړ کې د شهزاده ولید د شتمنۍ کچه ۲۰ میلیارده ډالر اټکل کړې او نوموړي ته په یاد نوملړ کې ۲۶ مقام ورکړل شوی.

د سعودي شهزادې له دفتره په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د فوربز د معلوماتو راټولو ډول ناسم دی، ځکه دوی د منځني ختیځ پانګه وال (ټيټ) ښيي.

"د سعودي شاهزادې له دفتره په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د فوربز د معلوماتو راټولو ډول ناسم دی."

د نوموړي په وینا فوربز د سعودي عربستان د ونډو د بازار د بیو له منلو ډډه وکړه، خو بل لور ته دوی د مکسیکو غوندې اقتصاد بیې ومنلې.

په بیانیه کې ویل شوي، چې له دې معلومېږي، د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د فوربز معیارونه بېلا بېل دي. په بیانیه کې دغه راز ویل شوي، چې د شهزاده ولید دفتر له یادې مجلې غوښتي، چې د نوموړي نوم له یاد نوملړه وباسي.

د شهزاده ولید د (کنګډم هولډنګ کمپنۍ) اقتصادي مشر وايي" موږ له څو کلونو راهیسې له فوربز سره اړیکه لرو او څو ځلې مو هغوی ته د دوی د کار کولو اړوند ستونزو په اړه ویلي، له څو کلونو راهیسې دوی ته وايو، چې دغه ستونزې باید هوارې شي، خو موږ اوس پوهېدلي یو، چې فوربز په دې لړ کې د هېڅ کولو هوډ نه لري، ځکه موږ پرېکړه کړې، چې که فوربز زموږ د پانګې سمه کچه نه په ګوته کوي، نو موږ باید مخته لاړ شو."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .