د ښځو نړيواله ورځ د پښتونخوا په هنداره کې

د خپريدو وخت: 18:20 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

د ښځو نړيواله ورځ بيا ياده شوه نو د پښتونخوا په هنداره کې زموږ د ټولنې مېرمنې داسې عکس لري لکه چې د پښتنې ښځې په مخ چا تېزاب پاشلې ويل.

هر کال د مارچ ۸ د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د نړيوالو ورځو په لمانځنه کې چې موږ د پښتونخوا او ور سره جوخت د افغانستان په هنداره کې څه ګورو او احساسوو نو عجيبه تصوير ترې جوړېږي.

نور قومونه چې د نړيوالو ورځو په حواله لمانځنې کوي، د هغوی په ټولنيز ژوند کې هغه تصوير روښانه وي، خو زموږ په هېواد کې د نړيوالو ورځو عکس نيمګړى وي.

دا اوس چې د مارچ په اتمه د ښځو نړيواله ورځ بيا ياده شوه نو د پښتونخوا په هنداره کې زموږ د ټولنې مېرمنې داسې عکس لري لکه چې د پښتنې ښځې په مخ چا تېزاب پاشلې وي او د ښځو په نړيواله ورځ پښتنې مېرمنې د مسخ شوي عکس سره ولاړه وي او د نړيوالو په وړاندې دا وايي:

وګورئ نړيوالو!

زه د پښتنې ټولنې مور يم، زما د پښو لاندې خداى جنت ياد کړى دى، خو زما جنتي قدم د خپلې خاورې په دوزخ کې پروت دى. زه د پښتنو لور يم، زما لوپټه تار تار ده او زما په پاکه لوپټه چا د هوس خيرن، ناولي، پليت لاسونه راکښلي دي.

زه د پښتو سالو په سر ناوې يم، خو ما په خپل ناويتوب کې سلګۍ خوړلې دي:

د پښتنو نجونو نصيب دی

لوګي بانه کړي اوښکې کښته تويوينه

زه د پښتونخوا ملاله يم. په خپل وطن کې سواليه نخښه يم، په پردي وطنونو کې د خپلې خاورې د پوښتنې ځواب يم.

د پښتونخوا د ښځو لويه بدبختي به نوره څه وي چې د هغوی په نامه په نړيواله کچه ورځ لمانځلى کېږي خو پښتنو ښځو ته دا هم معلومه نه ده چې زموږ په نامه په کال کې يوه ورځ هم شته.

موږ چې د نړيوالې ورځې په هنداره کې د پښتنو ښځو د ژوند انځور ته ګورو نو دا انځورګر راته ډېر بد ذوقه او ليونى وښکاري چې د ښکلا په مخ يې نوکارې راکښلې دي او د رنګونو برشونه يې پرې داسې موږلي دي لکه څوک چې چاته تصوير ورانوي.

زموږ په سياستونو کې ښځه ذات اوس هم نقاب پوشه ده... په ټولټاکنو کې د ولسي رايې غوښتنه هم نه شي کولی او څوک رايې ورکوي هم نه، ځکه ورله د مېرمنې و مخصوص نشست په هغه فارموله ورکړي دي چې دوه ښځې د يو سړي برابر دي.

يعني ښځه يې نيمه کړې ده او چې مذهبي سياستونو کې ښځه کله د مذهب په کټارۍ وهي نو بيا وايي چې ښځه ناقص العقل ده_ او چې ښځه بيا بيخي په رواياتو کې پټوي نو په شټل کاک بورقه کې ورته هم وايي چې ښځه يا د کور ده يا د ګور.

زموږ د پښتنو په سياست کې ښځه که په يو وخت کې د ضرورت او د همدردۍ اخیستو لپاره پرې لکه د بيګم نسيم ولي خان ستر مات کړي نو بيا يې سياستونه د خپل سړيتوب د برترۍ لپاره په کور دننه کړي.

په قبايلي سيمو کې اوس روښانفکره قبايلو دا غوښتنه هم کړې ده چې په پارلمان کې دې د مېرمنې ځانګړو چوکو لپاره قبايلي ښځو ته هم برخه ورکړل شي.

"د پښتونخوا په پښتو ادبياتو کې چې د مېرمنو شمېر ډېر لږ دی. هغوی د سرکار په اصطلاح په کوټه سیسټم کې يادوي."

بايد چې دا غوښتنه د مارچ په اتمه د ښځو نړيوالې ورځې په موقع د پښتونخوا د غږ په توګه ومنل شي.

زموږ په ادبياتو کې د مېرمنو شمېره کمه ده، ځکه چې زموږ پښتنې ټولنې د ښځو د ذهن، فکر، شعور، غږ، قلم او حرف نه دايرې تاو کړي دي او ښځه ذات يې د څادر او ديوال په حصار کې بنديوانه کړې ده.

د پښتونخوا په پښتو ادبياتو کې چې د مېرمنو شمېر ډېر لږ دی. هغوی د سرکار په اصطلاح په کوټه سیسټم کې يادوي.

لکه څنګه چې په سرکاري ادارو کې د مېرمنو لپاره يوه ځانګړې برخه ورکړى کېږي، په دغه اساس چې د پښتنې ټولنې هره اداره، برخه موږ وګورو نو په اوړو کې د مالګې برابر خبره ده.

يا د سیګار توکي په توګه مېرمنو ته کتل کېږي.

د پښتونخوا د نوي صورتحال له امله دا وخت مېرمنې په هره اداره، اینجیوګانو، په ګډون د پوليو په مهم کې متنازعه ګرځېدلې ده.

په هنر، کولتور کې خو نارينه او مېرمنې دواړه يو شان د خطر سره مخ دي خو د دې حالاتو نه د بغاوت شکلونه يې تر دې حده بدل دي چې نارينه په پښتونخوا کې د ترهګرۍ او انتها پسندۍ د دړکو او خطرو په وجه چېرته بل خوا لاړ شي خو مېرمنې يا ګور ته لاړې شي او يا په کور کښېني.

په پښتونخوا کې په اینجیوګانو، فنکارۍ او پوليو مهم کې د ویشتل شوو مېرمنو پېښې هم ډېرې زياتې دي او اوس هم دا ويره ترهه شته.

په داسې حالاتو، دړکو، انتهاپسندۍ او ترهګرۍ کې د پښتونخوا ښځه ژوند کوي، ميندې، خويندې او لوڼه په توده ځمکه ګرځي.

د مارچ اتمه، د ښځو په نړيواله ورځ چې د نورو قامونو مېرمنې د جنس د فرق نه پرته د انسانيت د باوقاره ژوند، په خپله خاوره د تهذيب او تمدن نمونه او هنداره ده خو د پښتونخوا مېرمنې نن هم په خپله خاوره سواليه نشانونه دي او په دغه سواليه نشانونو کې د نړيوالو په وړاندې دا غږ خپروي:

اې نړيوالو! تاسو چې د مېرمنو په نوم د نړيوالې ورځې لمانځنه کوئ نو ستا سو د پښو لاندې ځمکه تاسو له د قدم ځاى درکوي خو زموږ په پښتنه خاوره پيريان ناست دي او د حوا لور د پيريانو په ډولۍ کې داسې وړلې شي لکه جنازه_

اې نړيوالو!

د پښتونخوا د خاورې مېرمنې د پيريانو او شيطانانو نه امان غواړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .