لوېديځ مېشتې افغانانې او وطن مېشتو سره مرسته

د خپريدو وخت: 15:48 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

په لوېدیځ کې د لر او بر ځینې پښتنې شنونکې، فعالینې او لیکوالانې په دې توانېدلي چې راغونډې شي او په پاکستان او افغانستان کې مېشت د پښتنو مېرمنو د ستونزو په اړه لیکنې وکړي تر څو نړیوال پرې خبر شي.

هغه پښتنې مېرمنې چې په امریکا او اروپایي هېوادونو کې اوسېږي، بې له شکه د خپل هېواد له مېرمنو سره مینه لري.

حتی که خپل ټول عمر يې هم په لوېدیځ کې تېر کړی وي، بیا هم د خپل هېواد د مېرمنو غم ورسره وي.

دوی د خپل هېواد له مېرمنو سره خواخوږي لري او د هغوی په ځورېدو خواشينې کېږي.

دا یو څرګند حقیقت دی چې د پرمختګ کومې زمينې چې په لوېدیځ کې ښځو ته برابرې دي، زموږ په هېواد کې يې ښځې نه لري.

په لوېدیځ کې حکومت د ښځو د حقوقو پالنه کوي او که څوک د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي، نو له سختې سزا سره مخامخ کېږي.

دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې آیا هغه افغانې مېرمنې چې په لوېدیځ کې اوسېږي کولای شي د خپل هېواد له ښځو سره مرسته وکړي؟

هو!

غرب مېشتې افغانانې کولای شي د خپل هېواد د ښځو د مسایلو په هکله ليکنې وکړي، ټولنې او موسسې جوړې کړي تر څو هغوی سره مالي او معنوي مرسته وکړي، او یا هغو موسسو سره کار وکړي چې په رښتيا هم د افغان مېرمنو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.

په پر مختلليو هېوادونو کې هره ورځ د بېلا بېلو موضوع ګانو لکه ساینس، کولتور، سیاست، موسیقي، حقوق، تعلیم او داسې نورو برخو کې په زرګونو معیاري او څېړنیزې لیکنې کېږي.

په دې هېوادونو کې لیکوالان هڅه کوي د هرې موضوع په هکله لیکنې وکړي تر څو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

"په هېواد کې دننه او له هېواده بهر داسې ډېرې ټولنې شته چې د افغانو ښځو لپاره فعالیت کوي او په دې اړه د نورو مېرمنو مرستو ته اړتیا لري."

یو دلیل چې په لوېدیځ کې ډېر پرمختګ شوی دا دی چې دلته د بېلا بېلو مسایلو او ستونزو لپاره د څېړنیرو او تحقیقاتي لیکنو په واسطه د حل لارې موندل کېږي.

کومې افغانې مېرمنې چې په لوېدیځ کې اوسېږي او د څېړنیزو او تحقیقاتي لیکنو سره ښه بلدیت لري، کولای شي د خپلو لیکنو له لارې د افغانو ښځو د ستونزو، کړاوونو او د هغوی په وړاندې د تاوتريخوالي په هکله معیاري او څېړنیزي لیکنې وکړي.

همدارنګه دا مېرمنې کولای شي د هغه افغانو ښځو په استازیتوب یو څه ولیکي چې په افغانستان کې اوسېږي او د مختلفو دلايلو له امله نه شي کولای د خپلو مشکلاتو په اړه خپل توري وليکي.

د بېلګې په توګه په لوېدیځ کې د لر او بر ځینې پښتنې شنونکې، فعالینې او لیکوالانې په دې توانېدلي چې راغونډې شي او په پاکستان او افغانستان کې مېشت د پښتنو مېرمنو د ستونزو په اړه لیکنې وکړي تر څو نړیوال پرې خبر شي.

دوی د پښتنو مېرمنو د ليدلوري یا Pashtun Women Viewpoint په نامه یوه وېبپاڼه جوړه کړې.

د دې ویبپاڼې چلونکي په دې اند دي چې په تېرو څو لسیزو کې پښتنې مېرمنې ډېرې ځپل شوي خو د دوی غږ نه په سیمه کې او نه هم په نړیواله کچه اورېدل شوی دی.

د دې وېبپاڼې هدف دا دی چې یو چوکاټ او یا platform جوړ کړي چې پښتنې مېرمنې وکړای شي دوی ته د ور پېښو مشکلاتو په اړه لیکنې وکړي.

دا وېبپاڼه چې تحقیقي او څېړنیزه بڼه لري، د ښځو له خوا اداره کېږي او د لر او بر پښتنو د روانو چارو، کولتور، اقتصاد او ټولنیزو مسایلو په هکله لیکنې په کې خپرېږي.

دا مېرمنې کولای شي د دې وېبپاڼې له لارې په سیمه کې د ښځو د حقوقو په اړه پوهاوی ډېر کړي او همدارنګه د سیمې چارواکو ته د ځینې مسایلو په هکله سپارښتنې recommendations وکړي.

په لوېدیځ کې مېشتې افغانې مېرمنې دا هم کولای شي چې مرستندویه ټولنې جوړي کړي او د افغان مېرمنو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي چې په خپلو پښو ودرېږي او د پرمختګ فرصتونه ورته برابر کړي.

دوی همدارنګه کولای شي د ښځو ښوونځیو سره مالي مرستې وکړي یا په هغه ځایونو کې چې ښځينه ښوونځي نشته، هلته ښوونځي جوړ کړي او یا هم ښځو ته د لیک لوست او ځینې نورو کسبونو د زده کړې کورسونه او ورکشاپونه جوړ کړي.

"په لوېدیځ کې مېرمنو ته د پرمختګ ډېرې زمینې برابرې دي. هغه مېرمنې چې دلته یې لوړې زده کړي او یا هم کار کړی دی، بايد د خپلو تجربواو زده کړو نه په موثره توګه کار واخلي او د خپل هېواد له مېرمنو سره په هره بڼه چې وي مرسته وکړي."

د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې یوې افغانې ناهید شینوارې، د ځالې په نوم یوه مرستندویه ټولنه جوړه کړې ده.

هغه پلان لري په راتلونکې کې د fundraising له لارې د افغانستان د بې وزلو او کونډو ښځو سره مالي مرستې وکړي او د نجونو د تعلیم لپاره ځینې پروژې پلې کړي.

هغه ښځې چې لیکل نشي کولای او یا هم دومره وخت او انرژي نه لري چې کومه موسسه پرانیزي، کولای شي له نورو ټولنو موسسو سره چې په افغانستان کې د ښځو لپاره کار کوي، په اوونۍ کې د یو څو ساعتو لپاره بلاعوضه کار وکړي.

په هېواد کې دننه او له هېواده بهر داسې ډېرې ټولنې شته چې د افغانو ښځو لپاره فعالیت کوي او په دې اړه د نورو مېرمنو مرستو ته اړتیا لري.

مثلاً د عروج د زده کړې مرکز چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ښځو او انجونو لپاره د زده کړې زمینې برابروي او داسې نور د افغان مېرمنو بلاعوضه مرستو ته اړتیا لري.

لنډه دا چې په لوېدیځ کې مېرمنو ته د پرمختګ ډېرې زمینې برابرې دي.

هغه مېرمنې چې دلته یې لوړې زده کړي او یا هم کار کړی دی، بايد د خپلو تجربواو زده کړو نه په موثره توګه کار واخلي او د خپل هېواد له مېرمنو سره په هره بڼه چې وي مرسته وکړي.

دوی کولای شي چې هغه ستراتیژۍ چې په لوېدیځ کې يې ښځوته کار کړی دی، په کار واچوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .